یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 803

د امریکا جمهوري‌پال:افغانستان سره باید د امریکا مرستې بندې شي

د امریکا جمهوري پال وایي، افغانستان سره باید د امریکا مالي مرستې بندې شي.

د یاد ګوند استازي جوش برېچین فاکس نیوز ته ویلي، چې په دې اړه یې طرحه هم چمتو کړې.

دوی اندېښنه لري چې په افغانستان کې دا مرستې د طالبانو لاسته لویږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په دې اړه یو قانون ته اړتیا ده.

یاد ګوند تر دې وړاندې هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه؛ خو طالبان وایي، چې دوی په نړۍوالو مرستو کې کوم کار نه لري.

ګوتریش: طالبان دې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول بندیزونه له منځه یوسي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي محدودیتونه لیرې کړي او له شپږم ټولګي د پورته نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانیزي.

انتونیو ګوتریش ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او ظلم له ژور بحران سره مخ دي.

هغه د طالبانو د امربالمعروف قانون ته په اشارې سره ويلي، دغه قانون له عامه ژوند څخه ښځې او نجونې په سيستماتيک ډول ګوښه کوي.

نوموړي دغه راز ویلي چې افغان ښځې او نجونې تر ډېره په خپلو کورونو کې بندې دي، د تګ راتګ ازادي نه لري او تقریباً تعلیم یا کار ته لاس رسی نه لري.

هغه دغه راز ویلي چې د نجونو زده کړه د اقتصادي پرمختګ او د ټولنې د روغتیا، هوساینې او سوکالۍ د پیل کولو لپاره ترټولو چټکه لاره ده.

زیلنسکي لویدیځ ته:ملاتړ مو وکړئ، جګړه په پای ته رسېدو ده

0

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وایي، چې روانه جګړه پای ته رسېدو ته نږدې شوې.

هغه له اې بي سي نیوز سره خبرو کې ویلي، چې دوی په دغه جګړه کې بریالي دي او باید متحدان یې ملاتړ وکړي.

زیلنسکي زیاتوي، دوی له تمې زیات سولې ته نږدې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال هم د اوکراین په یو شمېر سیمو کې د روسیې او اوکراین ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

ملاله یوسفزۍ:افغانستان کې باید جنسي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، افغانستان کې باید جنسي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي.

نوموړې د کاناډا له لومړي وزیر سره کتنه کې ویلي، چې طالبان باید په دې اړه ځواب ورکړي.

یوسفزۍ په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د نړۍ مشران باید د افغان نجونو په وضعیت کې ځان ښکېل وګڼي او له دغه حالت څخه د هغوی د راوتلو لپاره ټولې ممکنې هڅې وکړي.

هغې دغه راز ویلي، دا تمه نه لري، چې په دا ډول لیدنو به د افغان نجونو وضعیت ته بدلون ورکړل شي او دا یو واقیعت دی، چې افغان نجونې له سخت وضعیت تېرېږي.

د اسرائیلو د بریدونو له کبله؛لبنان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰ ته ورسېد

0

لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۵۰۰ تنو ته لوړ شو او تر پنځه زره تنو پورې ټپیان لري.

یاد وزارت دا هم ویلي، چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ډاکټران هم وژل شوي دي.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د لبنان او اسرائیلو په سرحد کې کړکېچ دومره پراخېږي.

د اسرائیلو تازه بریدونه؛لبنان کې ۲۷۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۲۴ زیات ټپیان دي

0

د لبنان په جنوب او البقاع ښار کې د اسرائیل وروستیو بریدونو له کبله ۲۷۵ تنه وژل شوي دي.

د لبناني رسنیو د راپورنو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۰۲۴ نور کسان ټپیان دي.

د لبنان روغتیا وزارت وایي، چې په وژل شویو کسانو کې تر ډېره مېرمنې او ماشومان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسرائیل پوځ د لبنان اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، ترڅو له هغو ځایونو ووځي، چې د حزب الله ډلې وسلې په کې ایښی وي.

سهیل شاهین:افغانستان دومره امن دی، چې چارواکي په موټرو کې ولایتونو ته ځي او پخواني الوتکو کې هم تللی نه شوه

د طالبانو حکومت د قطر سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، افغانستان کې دومره امنیت دی، چې اوسني چارواکي په موټرو کې له یو ولایت څخه بل ولایت ته سفر کوي.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پخواني چارواکي ان په الوتکو کې نشوی تلی؛ خو د اوسني حکومت چارواکي له هرې اندېښنې پرته په موټرو کې سفر کوي.

د شاهین په خبره، دا د دې ښکارندوي کوي، چې د افغانستان خلک له اوسني حکومت څخه راضي دي.

محمد عاصم ملک؛د پاکستان د ای ایس ای نوی مشر وټاکل شو

0

پاکستاني رسنیو ویلي، چې جنرال محمد عاصم ملک د پاکستان د استخباراتي ادارې نوی مشر وټاکل شو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړی به د سپټمبر په دېرشمه خپله دنده پیل کړي.

هغه اوس مهال راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر کې دنده ترسره کوي.

نوموړي تر دې وړاندې وزیرستان کې د پوځي عملیاتو د قومندان په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې جنرال ندیم د یادې ادارې مشر وو.

لبنان کې؛د اسرائیلو بریدونو لږ تر لږه ۵۰ تنه وژلي

0

نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د لبنان په جنوب او ختیځ کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې دغه بریدونه نن سهار ترسره شوي.

دسرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ښځې، ماشومان او مرستندویه کارکوونکي هم شامل دي.

بل لورته الجزیرې راپور ورکړی، چې په لبنان کې له درې سوو زیات ځایونه په نښه شوي دي.

روسیه:د اوکراین په کورسک کې ۳۱ اوکراینیان وژل شوي

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په کورسک په سیمه کې اوکرایني ځواکونو پر دوی بریدونه کړي؛ خو په خبره یې په دغه بریدونو کې عامو اوکراینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یاد وزارت ویلي، دغه بریدونه چې د سپټمبر په پنځمه شوي؛ په کې ۳۱ ملکي کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، اوکراین په دې بریدونو کې د لویدیځ له وسلو کار اخیستی دی.

اوکراین تر اوسه د روسیې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.