یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 804

مارشال عبدالرشید دوستم:اشرف غني زمونږ په سر معامله وکړه او غوښتل یې مونږ لاس تړلي طالبانو ته وسپاري

د افغانستان پرځیدلي جمهوریت کې د پخواني ولسمشر اشرف غني د لومړۍ دورې لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم د نظام په سقوط کې په محمد اشرف غني سختې نیوکې کړي او هغه یې خاین یاد کړی دی.

ښاغلي دوستم د مقاومت په نوم د ملي شورا په یوې غونډه کې ویلي چې ولسمشر غني غوښتل د طالبانو ټول مخالفین لاس تړلي طالبانو ته تسلیم کړي او د دوی په سر یې معامله کړې.

مارشال دوستم دغه راز زیاته کړې، څو ځله یې ولسمشر غني ته ویلي وو، چې دی طالبانو ته ورپریږدي، ترڅو له هغوی سره جګړه وکړي او سولې ته یې په زوره مجبوره کړي، خو ولسمشر غني د نوموړي ددې طرحې مخالف وو.

نوموړي د طالبانو څخه د افغانستان د بیا ځلې نیولو خبرداری ورکړی او له ټولو سیاستوالو یې غوښتي، چې د راتلونکې لپاره متحد اوسي.

ایران کې؛په یو کان کې د چاودنې له کبله ۵۲ تنه وژل شوي

0

‏ایران کې په یو کان کې د چاودنې له کبله ۵۲ کسان ووژل شول، چې له کبله یې د دوشنبې او سې شنبې ورځ په دغه ولایت کې ماتم اعلان شو.

د جنوبي خراسان ولایت مسوولین وايي، دا ماتم یې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکي په پار کړی دی.

د یادونې ده چې د ایران د جنوبي خراسان په طبس ولایت کې په یو کان کې د میتان ګاز چاودنه کړې چې له کبله یې ۵۲ کسان وژل شوي.

چارواکي وايي، ۲۴ کسان د ننه په کان کې بند پاتي، چې تر اوسه ورته لاسرسی نه لري.

د ایران ولسمشر بیا د یادې پېښې په اړه د څېړنو امر کړی.

هاتف مختار:طالبان له ټي‌ټي‌پي سره استخباراتي، سټراتیژیک او سیاسي تړون لري

د سټراټیژیکو څېړنو د نړیوال مرکز مشر ډاکټر هاتف مختار وایي، طالبان له ټي‌ټي‌پي سره استخباراتي، سټراتیژیک او سیاسي تړون لري او د ټي‌ټي‌پي مشر له ملا هبت‌الله سره بیعت کړی او همدا راز یې د طالبانو له پخوانیو مشرانو سره هم ورته بیعت کړی و.

هاتف مختار ویلي، چې طالبان ددې بیعت له امله مجبور دي چې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ وکړي او دویم دا دی چې تي‌ټي‌پي د طالبانو منځ کې پراخ نفوذ لري.

مختار زیاته کړې، چې د دوی کلتور، ژبه او فکر یوشان دی او بل دا چې دوی په اوږد مهال کې غواړي خپل حکومت د ایران خامنه یي رژیم په څېر وساتي.

مختار دغه راز ویلي، طالبان اوس کوښښ کوي، چې خپل فکري نفوذ د افغانستان شمال ګاونډي پاکستان ته واړوي چې ددې کار لپاره ورته د ټي‌ټي‌پي همکاري خورا مهمه ده؛ نو ځکه دواړه ډلې خپلو کې نه شلېدونکې اړیکې لري.

د مزاري د څلورلارې له ړنګولو وروسته؛طالبان وایي، د ترافیکي وضعیت د ښه والي په موخه څلورلارې ړنګوي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ وایي، چې د ترافیکي وضعیت د ښه والي په موخه یې د پلازمېنې یو شمېر څلور لارې لیرې کړي دي.

دې ښاروالۍ که څه هم د عبدالعلي مزاري نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې د دې ادارې د ځانګړو اصولو له مخې تېره شپه د کابل د دشت برچي په سیمه کې یو پل ونړول شو.

یادې ښاروالۍ زیاته کړې، چې د کابل ښار د برکي څلورلارې، ترافيکي څلورلارې او د کارته مامورين څلورلارې په ګډون يو شمېر موانع له منځه وړل شوي او بیرته جوړ شوي دي.

یادې ښاروالۍ دا هم ویلي، چې د دشت برچي په څلورلارې کې د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله به دغه څلورلارې هم له منځه يوړل شي او په سم ډول به بیا ورغول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د عبدالعلي مزاري د څلور لارې له نړولو وروسته د طالبانو دغې کړنې سخت غبرګونونه را وپارول.

حلیم فدایي: طالبان د بشري حقونو سرغړونکي دي او ملګرو ملتونه ښه کار کړی چې بلنه یې ورنکړه

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې څخه د طالبانو د ایستلو پریکړه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو په وړاندې د دې ډلې د ښکاره سرغړونو په وړاندې یو اړین او مهم ځواب بللی دی.

ښاغلي فدایي په انګریزي ژبه په خپل ایکس پاڼې کې لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال په افغانستان د طالبانو د واک تر لاسه کولو راهیسې، طالبانو په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، دوی یې له ثانوي زده کړو، پوهنتونونو او د کار له بیلابیلو برخو منع کړي او د لسیزو پرمختګونه یې په شا تمبولي دي.

د تیر جمهوریت دغه پخواني چارواکي طالبان د ماشومانو د حقونو په نقضولو هم تورن کړي او لیکلي، چې ډیری ماشومان د اجباري کار، د کم عمره نجونو د ودونو، او زده کړې ته د نه لاسرسي له امله افغان ماشومان په سخت حالت کې دي.

د یادونې ده، چې تردې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د خپل حکومت د نه ګډون په اړه نیوکه کړې وه او ویلي وو، چې د نړۍوالو دا کړنه یوازې اختلافاتو ته لمن وهل دي.

د سیاف کنایه طالبانو ته:فرصتونه هر وخت نه وي او هڅه باید وشي، چې له هر فرصت ګټه واخیستل شي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف طالبانو ته په کنایې ویلي، چې فرصتونه هر وخت نه وي او هڅه باید وشي، چې له هر فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

نوموړي د کوم چا نوم نه دی اخیستی؛ خو زیاته کړې یې ده، چې پېښماني وروسته هیڅ ګټه نه لري.

ښاغلی سیاف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې یو شمېر سیاسیون هم له طالبانو غواړي، ترڅو د سولې لپاره راغلی فرصت له لاسه ورنه کړي.

ایرانۍ ورځپاڼه:طالبان په بشپړ ډول منحرفه او له دین وتلې ډله ده

یوې ایرانۍ ورځپاڼې د ایران د ملي سرود د درناوي لپاره د طالبانو د استازي په اړه لیکلي، چې طالبان یوه تکفیري ډله ده چې له اسلام په بشپړه توګه منحرفه او له دین وتلې ده.

دغې ایرانۍ ورځپاڼې ټینګار کړی، چې په تهران کې د اسلامي یووالي په کنفرانس کې د طالبانو بلونکي باید وغندل شي.

دې ورځپاڼې له طالبانو سره د سیاسي چلند غوښتنه کړې او لیکلي یې دي، چې د ایران حکومت باید له دغې ډلې څخه په تهران او مشهد کې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو په ګډون طالبانو ته ورکړل شوي امتیازات بېرته واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو د وزير مرستيال عزيزالرحمن منصور په تهران کې د اسلامي یووالي کنفرانس کې د ایران د ملي سرود د غږولو پر مهال له خپلې څوکۍ پورته نه شو.

د طالبانو دغې کړنې د ایراني چارواکو سخت غبرګونونه راوپارول او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د استازي دغه چلند له سپکاوي ډک وباله او د طالبانو دیپلومات یې احضار کړ، چې وروسته یاد طالب چارواکي د ایران له خلکو بښنه وغوښته.

اصف درانی:افغانستان کې خوشحالي نشته او ټول خلک د طالبانو له حکومت ناراضه دي

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف علي درانی وايي، د دغه هېواد خلک پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ خوشحاله نه دي.

نوموړي په خپلې یوې تازه مرکه کې ویلي، چې دا سمه ده چې طالبان د افغانستان پر ټولو سيمو کنټرول لري؛ خو په دې وطن کې خوشحالي نشته او ټول خلک له حکومت ناراضه دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان یو بدبخته هېواد دی او د خلکو ترمنځ یې یووالی نشته.

دراني ویلي، چې په افغانستان کې د ځانګړي استازي درلودل یوه ننګونه ده او تر ټولو لویه ننګونه په دغه هېواد کې دننه ده.

سهیل شاهین:د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۹مې غونډې ته د دوی د استازي نه بلل، اختلافاتو ته لمن وهل دي

په قطر کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د افغانستان د خلکو له ملاتړ او د دغه هېواد پر ټوله خاوره د طالبانو د تسلط سره سره، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۹مې غونډې ته د دوی استازی نه دی بلل شوی.

هغه ویلي، چې د نړۍوالو دا کړنه یوازې اختلافاتو ته لمن وهي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت سره دا ډول برخورد د ملګرو ملتونو د تعامل د پالیسۍ خلاف کار دی.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه او نورې ناستې د روانې سېپټمبر میاشتې له ١٩ مې تر ٢٦ مې نیټې ترسره کېږي او د نړۍ د ډېری هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی.

نبیل:د طالبانو د هرې کړنې تر شا لویه دسیسه پرته ده، ملت باید ویښ اوسي

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل وایي، چې د طالبانو د هر عمل تر شا یوه لویه دسیسه ده چې نه یوازې د افغانستان ملي پیوستون، بلکې د افغانستان راتلونکې هم جدي ګواښي.

ښاغلي نبیل ویلي، چې د افغانستان خلک باید هوښیار او ویښ وي او په دې ښه پوه شي چې د طالبانو هر حرکت د همدې سترې دسیسې یوه برخه ده.

هغه زیاته کړې، چې موږ باید دا دسیسې شنډې کړو او د ملي یووالي او پیوستون په پیاوړي کولو سره د دوی د شومو پلانونو پر وړاندې ودریږو.

نوموړي دغه راز ویلي، د افغانستان د ژغورنې او ثبات او د ملي هویت د ساتلو لپاره د دې دسیسو په ژورتیا پوهیدل یوه حیاتي اړتیا ده.