د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه ګواښ څو ساعته وروسته چې ویلي یې وو ایران به د اړتیا په صورت کې په «زرګونو توغندیو» وولي، د ایران د نوي مشر مجتبی خامنهيي په نوم یو پیغام خپور شوی چې پکې د علي خامنهيي د وینې د غچ اخیستو ټینګار شوی دی.
په دغه پیغام کې، چې د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې له ګډونوالو د مننې په مناسبت خپور شوی، راغلي:
«ژمنه کوو چې ستاسو او د دغو دوو جګړو د ټولو شهیدانو د پاکې وینې غچ به له جنایتکارو قاتلانو واخلو. دا د زموږ د ملت غوښتنه ده او دا غچ به حتمي اخیستل کېږي.»
په پیغام کې دا هم ویل شوي چې «ژر به د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ازاد انسانان د دې الهي ماموریت هر یو یوه برخه ترسره کړي.»
د راپورونو له مخې، دغه پیغام له هغې نېټې دوه ورځې وروسته رسنیو ته رسېدلی چې پر متن لیکل شوې ده.
د پیغام نېټه د سرطان ۱۸مه ښودل شوې، چې د علي خامنهيي د خاورو ته سپارلو له ورځې سره برابره ده.
دا پیغام داسې مهال خپرېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ لفظي شخړه او سیاسي ترینګلتیا د دواړو لورو د وروستیو ګواښونو له امله نوره هم زیاته شوې ده.

