یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 802

لبنان کې؛د اسرائیل د بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۶۴ تنو ته رسېدلی

0

لبنان کې په تېرو دوو ورځو کې د اسرائیل د بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۶۴ تنو ته رسېدلی دی.

د یاد هېواد د روغتیا وزارت ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې تر ډېره مېرمنې او ماشومان دي.

که څه هم اسرائیل وايي، چې د حزب الله پر نږدې ۱۶۰۰ مرکزونو یې بریدونه کړي؛ خو د جګړو له سیمې بیروت ته کډه شوي خلک وايي، چې اسرائیل پر عامو خلکو بریدونه کوي.

په ورته مهال ملګرو ملتونو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې ښايي لبنان پر یوې بلې غزې بدل شي.

د طالبانو مشر؛امرباالمعروف باید خلکو ته اسلام او نیک اخلاق ور وښيي

د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده کندز کې د علماوو یوې غونډې ته ویلي، چې د خلکو اسلامي عملونه هېر شوي او اسلام سره نا اشنا شوي.

نوموړي پر امرباالمعروف وزارت یو وار بیا ټینګار کړی، چې د اسلامي نظام اساسات پر خلکو عملي کړي.

د هغه په خبره، دا وزارت باید خلکو ته نیک اخلاق ور وښيي، خلک له بدو عاداتو لرې کړي او له هغو ګناوو یې مخه ونیسي، چې د شریعت خلاف وي.

هغه ویلي، طالبان باید عشرونه راټول کړي.

د یادونې ده، چې د هغه دغه لنډ خبري کلیپ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزون پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی.

حزب‌الله؛د اسرائیل بریدونو کې د خپل مهم قومندان ابراهیم محمد قبیسي وژل کېدل منلي

0

حزب الله ډلې د اسرائیل په بریدونو کې د خپل مهم قومندان ابراهیم محمد قبیسي وژل کېدل منلي دي.

د فارن پالیسي د راپور له مخې، نوموړی د لبنان مرکز بیروت په جنوب کې په یو کلي کې وژل شوی دی.

په همدې حال کې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې پر حزب الله ډلې د دوی بریدونه له تمې سره سم وو.

هغه ویلي، د لبنان خلکو ته وايي، چې جګړه یې له دوی سره نه؛ بلکې له حزب الله ډلې سره ده.

د یادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د حزب‌الله او اسرائیل ترمنځ نښتې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.

حزب الله؛پر اسرائیلو ۴۰ توغندي ور توغولي

0

حزب الله ډلې اعلان کړی، چې په تازه بریدونو کې یې پر اسرائیلو څلوېښت توغندي ورتوغولي.

یادې ډلې ویلي، چې دا توغندي یې د اسرائیل په شمال کې د پوځ پر قرارګاوو ور توغولي دي.

دوی نن هم پنځوس توغندي پر بېلابېلو ځایونو ور توغولي وو.

ددغه توغندیو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه معلومات نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل هم پر حزب الله تر ټولو خونړۍ حملې پیل کړې دي او زرګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه:طالبان دې پر رسنیو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې پر رسنیو بندیزونه پای ته ورسوي.

یاد سازمان تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبان غواړي، چې د افغانستان رسنۍ د خپلو تبلیغاتي د وسیلو په توګه وکاروي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو کابل کې د زیاتو رسنیو مدیران احضار کړي او ځینې دستورونه یې ورکړي، چې باید ترسره یې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه په افغانستان کې په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو پر نشر هم بندیز لګېدلی دی.

فرانسې؛د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ روباټ د وزیرې په توګه اعلان کړ

0

فرانسې د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ روباټ خپله کابینه کې د وزیرې په توګه ومانه.

دا روباټ کلارا چاپاز پیش نومیږي او تر دې وړاندې یې په بېلابېلو ادارو کې دنده کوله.

دا لومړی ځل دی، چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ روباټ وزیره اعلانیږي.

پزشکیان:هیچاته اجازه نه ورکوو چې د ایران امنیت وګواښي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د زور کلیمه نه مني او هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د دوی د هېواد امنیت وګواښي.

نوموړي په امریکا کې یو خبري کنفرانس ته ویلي، ایران هیڅ وخت د جګړې پلوي نه دی.

د پزشکیان په خبره، دوی تر اوسه په هیچا برید نه دی کړی او نه هم غواړي چې جګړه پیلونکي هېواد و اوسي.

هغه دغه راز تور پورې کړی، چې اسرائیل د ایراني چارواکو د ترور هڅې کوي او سیمه کې نا امني رامنځته کوي.

مسعود پزشکیان پر غزې د اسرائیلو برید یو وار بیا غندلی دی او دغه راز یې ټینګار کړی، چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره به د وسلو تولید ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت؛غزه کې اسرائیلو ته پر وخت ځواب نه ورکول ددې سبب شو، چې اسرائیل په لبنان بریدونه وکړي

د طالبانو حکومت وایي، غزه کې اسرائیلو ته پر وخت ځواب نه ورکول د دې سبب شوو، چې اسرائیل په لبنان بریدونه وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دوی دغه وحشیانه بریدونه غندي او غوښتنه کوي، چې نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د دغه بریدونو مخنیوی وکړي.

تکل ویلي، ملګري ملتونه باید د وګړو خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

د یادونې ده چې لبنان کې د وروستیو بریدونو له کبله نږدې ۵زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

غزې کې؛د جګړې د پیل راهیسې ۴۱ زره او ۴۶۷ کسان وژل شوي

0

پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱۴۶۷ فلسطینیان وژل شوي او ۹۵۹۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وایي، په وژل شویو کسانو کې تر ډېره مېرمنې او ماشومان دي.

بل لورته اسرائیل وایي، داسې پلان باندې کار کوي، چې له مخې به یې غزه کې حماس ډله محاصره کړي.

که څه هم د دغې جګړې د کمولو لپاره زیاتې هڅې وشوې؛ خو تر اوسه یې د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه پر غزې د اسرائیلو جګړه پیل او تر اوسه دوام لري.

ډیکارلو:د طالبانو د امربالمعروف قانون د دوحې پروسې لپاره یو خطر دی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو د طالبانو حکومت د امربالمعروف قانون د دوحې پروسې لپاره یو خطر بللی دی.

هغې د یاد سازمان یوې غونډې ته خبرو کې ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف د قانون له رامنځته کېدو وړاندې یو شمېر هېوادونو د دوحې د پروسې مخته تګ سره لېوال وو، خو یاد قانون وضعیت پیچلی کړی دی.

نوموړې زیاته کړې چې د طالبانو حکومت دې له نړۍوالو سره پر خپلو ژمنو ودريږي.

تر دې وړاندې د یاد سازمان نورو چارواکو هم پر دغه قانون نیوکه کړې.