دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 794

میلاني جولي:نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره حساب کتاب وکړي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره وایي، چې نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.

میلاني جولي د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ویلي، چې طالبان پر ښځو او نجونو سیسټماټیک ظلم کوي او باید حساب کتاب ورسره وشي.

جولي ویلي، چې طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د غیر انساني قوانینو پلي کولو ته دوام ورکوي او ځوانې نجونې د تعلیم له اساسي حق څخه محروموي.

نوموړې د پوښتنې په شکل ویلي، چې انساني کرامت ته دا څرنګه درناوی دی؟ دا څنګه د خپلو خلکو غوره ګټې خوندي کوي؟

د یادونې ده چې د نړۍ ۲۲ هېوادونو چمتوالی نېولی چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله د عدالت نړۍوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

دغو ۲۲ هېوادونو خبرداری ورکړی، چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د سرغړونې مخه ونه نیسي، د هاګ محکمې ته به یې بوځي.

کاملا هرېس:ایران خطرناک پوځ دی؛ خو مونږ د اسرائیل ملاتړ ته بشپړ ژمن یوو

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې کاملا هرېس ویلي، ایران په منځني ختیځ کې یوه خطرناکه او بې ثباته کوونکی ځواب دی او دوی د اسرائیل ملاتړ ته ژمن دي.

هغې ویلي، ډاډه دي چې اسرائیل د ایران او د دوی له ملاتړه د برخمنو نیابتي ډلو پر وړاندې د جګړې بشپړ توان لري.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تېره شپه پر اسرائیلو تر سلو ډېر توغندي ور توغولي دي.

امریکا ویلي وو چې پر اسرائیل د ایران مستقیم برید به ناوړه پایلې ولري.

پښتین:قامي لویه جرګه په هر قیمت ترسره کوو

0

منظور پښتین وایي، د پښتنو مشرانو او د خلکو په همت یې پاکستاني پولیس په شا تمبولي او میدان یې خپل واک کې اخیستی.

نوموړي ویلي، پولیسو په ډېرې بې شرمۍ د دوی خیمو ته اور ورکړی، ملګري یې وهلي او د یو شمېر غړو بیکونه یې غلا کړي دي.

منظور زیاته کړې، په هر قیمت چې کېږي، دا جرګه به ترسره کوي او یو وار بیا یې په خلکو غږ کړی، چې په پوره جوش سره راټول شي.

هغه ویلي، دوی تل د خلکو لپاره امن غوښتی؛ خو پاکستاني پولیسو تل د دوی مخ کې خنډونه جوړ کړي.

پاکستاني پولیسو؛د قامي لویې جرګې خیمو ته اور ورته کړی

0

پاکستاني پولیسو خیبر کې د قامي لویې جرګې لپاره لګول شویو خیمو ته اور ورته کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ویلي، د پاکستاني پوځیانو او پولیسو د موټریز کاروان شمېر تر سلو اوښت، چې لګول شوې خیمې یې ړنګې کړې، سیار تشنابونه یې له منځه یوړل او د اودسونو لپاره لګول شوې ټانکۍ یې سورۍ کړې.

د دوی د معلوماتو له مخې، د پولیسو په ډزو کې د پي ټي ایم یو شمېر غړي ټپیان شوي هم دي.

بل لورته منظور پښتین له خلکو غوښتي چې د قامي جرګې میدان ته راټول او د پولیسو مخه ونیسي.

د اسرائیل پوځ:موږ د ایراني توغندیو هېڅ ګواښ نه وینو

0

د اسرائیل پوځ ویلي، چې موږ د ایراني توغوندیو هیڅ ګواښ او خطر نه وینو.

یاد پوځ په یوه اعلامیه کې خپلو خلکو ته ویلي، چې تاسو اوس کولای شئ چې خپل کورونه او پناه ځایونه پرېږدئ، تر هغې چې موږ ته امر کېږي.

یاد پوځ زیاته کړې، چې په دې وخت کې موږ د دې برید په ارزیابۍ اخته یو.

اسرائیلي پوځ د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ایران؛۴۰۰ توغندي پر اسرائیل ور توغولي

0

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران څه د پاسه څلور سوه توغوندي پر اسرائیلو توغولي.

یاد اژانس ویلي، چې دغه توغوندي خپل هدف ته رسېدلي.

ددغه برید د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دغه برید په اړه اسرائیلو رسمي څه نه دي ویلي.

بل لورته یو شمېر راپورونه وایي، چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو څو شیبو کې ایران سره د رسمي جنګ د اعلان خبر ورکوي.

اسرائیل:تېرو څو ساعتونو کې یې پر لبنان ۳۰ توغندي ور توغولي

0

اسرائیل وایي، په تېرو څو ساعتونو کې یې پر لبنان ۳۰ توغندي ور توغولي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر اساس، په دغو توغندیو کې ۱۵ یې پر جلیل علیا او پنځلس نور یې پر لویدیځ جلیل ورتوغول شوي، چې یو شمېر سیمو کې یې اورلګېدنه هم رامنځته کړې.

سرچینې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

اسرائیلو دغه راز ادعا کړې چې په لبنان کې یې څو هغه ودانۍ هم له منځه وړې، چې له وسلو ډکې وې.

د طالبانو حکومت؛پر لبنان د اسرائیل وروستي بریدونه غندلي

د طالبانو حکومت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسرائیل وروستي بریدونه وغندل.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی پر خاوره یرغل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

اعلامیه کې راغلي، دوی له ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو لوریو او مسوولینو جدي غوښتنه کوي چې په دې اړه اقدام وکړي.

د یادونې ده چې اسرائیل په وروستیو څو اوونیو کې پر لبنان، سوریې، فلسطین بریدونه زیات کړي دي.

د ایران سیستان کې؛د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ افغانان وژل شوي

د ایران په سیستان کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ افغان وژل شوي دي.

ایراني رسنیو ویلي، چې دا پېښه د یو بار وړونکي موټر سره د افغان کډوالو د موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې.

د سیستان او بلوچستان لپاره د سرې میاشتې استازي وايي، چې یاده پېښه نن په سراوان څلور لارې کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د وژل شویو افغانانو هویتونه نه دي څرګند شوي.

قانع:هغه هېوادوال چې د ژورو څاه‌ګانو سرونه لوڅ پرېږدي، قانوني چلند به ورسره وشي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغه حکم پر پلي کېدو د څار لپاره یوه کمېټه جوړه کړې، چې له مخې یې باید په ټول هېواد کې د ژورو څاه‌ګانو سرونه پټ شي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا کمېټه به ټولو ولایتونو ته سفرونه وکړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د یادونې ده چې نن ورځ هم غزني کې ژورې څاه ته یو ماشوم لوېدلی وو، چې د ژغورولو پر مهال یې د ژغورنکې ډلې څلور نور کسان مړه شوي دي.