دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 793

د ماشومانو د ملاتړ صندوق:ننګرهار کې د ۱۶۵ ښوونځیو لپاره تجهیزات او درسي خونې جوړوو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، چې په ننګرهار کې د ۱۶۵ ښوونځیو لپاره ښوونيز تجهيزاتو جوړ او برابروي.

په دغو تجهیزاتو کې درسي خونې، د زده کوونکو لپاره د لاس مینځلو وسایل او د لمریزې برېښنا د تولید وسایل شامل دي.

دا تجهیزات داسې مهال برابریږي، چې په ننګرهار کې لسګونه دولتي ښوونځي یا ودانۍ نه لري او یا یې هم ودانۍ ویجاړې شوې وي.

زاخاروا:د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته سبا پیلیږي

ټاکل شوې چې سبا د افغانستان په اړه د مسکوفارمټ غونډه پیل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا ويلي چې د سولې پروسه، د يوه ټولګډونه حکومت رامنځته کول، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه او د افغانستان اوسنۍ اقتصادي او سياسي ستونزې په دې غونډه کې د بحث موضوعات دي.

د زاخاروا په خبره، د یادې غونډې په پای کې به يو پرېکړه ليک هم تصويب شي.

د یادونې ده چې تېره شپه د امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی په یاده ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ.

نعیم وردګ:ایران پر اسرائیل مشروع برید کړی

د طالبانو حکومت د قطر سیاسي دفتر مرستیال محمد نعیم وردګ ویلي، پر اسرائیل د ایران بریدونه یو مشروع عمل وو.

هغه اسرائیل د فلسطین د بې ګناه ماشومانو او ښځو په وژلو سره جنایت کار بللي او زیاته کړې یې ده چې د لویدیځ بشپړ ملاتړ ورسره دی.

نعیم وردګ دغه راز ټینګار کړی چې د اسرائیل پر وړاندې باید د سیمې هېوادونه همغږي شي.

د یادونې ده چې وړمه ورځ طالبانو حکومت هم پر لبنان او فلسطین د اسرائیل بریدونه غندلي وو.

د خبریالانو د ملاتړ ټولنې؛د طالبانو له زندانه د حکمت ارین د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ټولنې او د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني کې د خبریال حکمت ارین پر نیولو اندېښنه څرګنده کړې.

دغو دوو بنسټونو ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرګندوي چې هلته لا هم د طالبانو له‌خوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، سانسور او ګواښ لاندې دي.

دغې بنسټونو د حکمت ارین د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د غزني ځایي سرچینو ویلي، چې د طالبانو حکومت استخباراتو درې ورځې مخکې د خوشال راډیو خبریال حکمت ارین په خپل دفتر کې نېولی.

ایراني چارواکي:له افغانستان څخه د غالیو قاچاق زمونږ د غالیو بازار پیکه کړی

ایراني چارواکي وایي افغانستانه د غالیو قاچاق د ایران د لاسي غالیو د پلور بازار پيکه کړی دی.

د ایران د هنر او لاسي صنایعو د کمېسیون رییس مرتضی حاجي اقامیري ویلي، چې، د ایران په نندارتونو کې افغانۍ غالۍ وړاندې کېږي او په خبره یې، دغه “قاچاق شوې” غالۍ بیا پلورل کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغې مسئلې د حل لپاره یې له پولیسو سره خبرې کړې.

کابل کې؛نن د امام ابو حنیفه درېیم نړیوال نندارتون جوړیږي

کابل کې نن د امام ابوحنیفه په نوم درېیم نندارتون جوړیږي.

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې په دې نندارتون کې به د افغانستان، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو، چین، ایران، ترکیې او جاپان تولیدات په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې د یکشنبې په ورځ پرانیستل شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد نندارتون اووه ورځې دوام کوي، چې نږدې نیمایي غرفې پکې ښځو ته ځانګړې شوې.

په دې نندارتون کې د کرنې، غالیو، کانونو، روغتیا، لاسي صنایعو، ماشین الاتو، ټرانسپورټ، لوژیستیک، ودانیزو توکو، مخابراتو او یو شمېر نور محصولات نندارې ته اېښودل کېږي.

ډېکر:د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوو

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي، چې له افغان ښځو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

کرن ډېکر زیاته کړې چې نوموړې به له رینا امیري او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال جان مارک سره یو ځای د بشري حقونو د ترویج لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغې دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ له هڅو او ماموریت هم مننه کړې.

د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون لپاره؛امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ روسیې ته روان شو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی په مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې متقي به د روانې اکټوبر میاشتې پر څلورمه په همدې غونډه کې د ګډون ترڅنګ له خپل سیال سرګي لاوروف سره پر دوه اړخیزه مسایلو هم خبرې وکړي.

نوموړی داسې مهال سفر کوي چې څو ورځې وړاندې یې یوې روسیي رسنۍ سره خبرو کې ویلي وو چې د امریکا په پرتله یې روسیې سره اړیکې رغېدلې دي.

صالح:ایران پر ملي قوت متکي دی؛ نو ځکه یې پر اسرائیل برید وکړ

تېر جمهوري حکومت کې د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، په داسې حال کې چې اوس مهال د نړۍ یو هېواد د اسرائیل پر وړاندې جرئت نشي کولای؛ خو ایران ورباندې توغندي ور توغولي.

د صالح په خبره، دا ښیي چې ایران پر ملي قوت زیات متکي دی.

نوموړي زیاته کړې، ایران د ټولو دوښمنانو تبلیغات ناسم ثابت کړل.

د یادونې ده چې ایران تېره شپه پر اسرائیل نږدې ۴۰۰ توغندي ور وتوغول.

د ایران دغه برید ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

پاکستاني پوځیانو؛یو وار بیا د قامي لویې جرګې پر غړو برید کړی

0

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې د پاکستان پوځیانو یو وار بیا د قامي جرګې پر غړو برید کړی.

هغه ویلي، زیات شمېر پولیس د جرګې میدان ته راغلي او د دوی په ملګرو برید دوام لري.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د جرګې میدان ته ځانونه را ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم پاکستاني پوځیانو د جرګې پر غړو بریدونه کړي وو، د اوبو ټانکۍ یې سورۍ کړې وې او خیمې یې هم سوځولې وې.

منظور پښتین د پاکستاني پوځیانو دا کار غندلی او د دې تر شاه یې د پاکستان د ای ایس ای لاس ګڼلی.