د پاکستان د علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، د افغانستان په اړه د پاکستان لاس وهونکې تګلارې مطلوبې پایلې نه دي ورکړي او اوس د اسلاماباد ډیپلوماټیک دریځ له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
هغه ټینګار کړی چې پاکستان وخت ناوخت د افغانستان د بېلابېلو حکومتونو ملاتړ او مخالفت کړی، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا زیانمنه شوې ده.
فضلالرحمن ویلي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ شته ستونزې باید د فشار او زور پر ځای د سیاسي تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.
نوموړي پرته له دې چې د کومې ځانګړې ډلې نوم واخلي، ویلي چې د پاکستان د تېرو ناسمو پالیسیو له امله ځینې هغه کړۍ هم اوس د دغه هېواد پر ضد فعالیت کوي چې پخوا یې ورسره نږدې اړیکې لرلې.
هغه همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، سرحدي مسایلو، کډوالو او امنیتي ستونزو د حل لپاره د جدي سیاسي او ډیپلوماټیک تعامل غوښتنه کړې ده.

