شنبه, مې 23, 2026
Home Blog Page 783

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر؛د ډسمبر نهمې راهیسې مو ۴۳ وسله وال وژلي

0

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر وایي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یو شمېر سیمو کې یې د روان کال ډسمبر نهمې راهیسې عملیات کړي، چې۴۳ تنه وسله وال یې وژلي.

خبرپاڼه کې د وژل شویو وسله والو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده، چې خیبر پښتونخوا کې ټي‌ټي‌پي او بلوچستان کې بیا بلوڅ ازادي غوښتونکي فعالیت لري.

هسپانیا؛مادرید کې د افغان ښځو دویمه غونډه پیل شوه

د هسپانیې په مادرید کې د افغان میرمنو دوهمه غونډه پیل شوه.
پدې غونډه کې د بشري حقونو فعالانو، د جمهوري حکومت پخوانیو چارواکو، ژورنالیستانو او یوشمیر نورو ښځو ګډون کړی.
د یادې ناستې یوې ګډونوالې فرح مصطفوي حماسه میډیا ته ددې غونډې په اړه وویل چې لومړۍ غونډه د البانیا تیرانا ښار کې ترسره شوې وه چې
موخه یې افغانو میرمنو ته د دې فرصت برابرول ښودل شوي چې له یو بل سره خبرې وکړي.

جان کربي:داعش لاهم ګواښ دی او معلومیږي چې دوی طالبان په نښه کوي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، دوی لا د مخه افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ په اړه اندېښمن وو.

جان کربي د یادې ډلې له لوري د خلیل الرحمن حقاني وژل کېدو ته په غبرګون کې لیکلي، دا برید د دې ښکارندوي کوي چې داعش طالبان په نښه کوي.

نوموړی زیاتوي، امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې د یادې ډلې پر وړاندې عملیات کړي او اوس یې په نږدې سیمو کې دفاعي ځایونه فعال دي.

د یادونې ده چې داعش ډلې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست د وژل کېدو مسؤلیت منلی وو.

ممتاز بلوڅ:اسلام اباد له کابل سره د خبرو له لارې د ستونزو حل غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وایي، پاکستان له افغانستان سره د خبرو له لارې د ستونزې حل غواړي.

نوموړې یو خبري کنفرانس ته ویلي، د پاکستان او طالب چارواکو ترمنځ وروستۍ ناستې د دې ښکارندوي کوي، چې پاکستان د مانا لرونکو خبرو پر اساس د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو حل غواړي.

پاکستان کې افغان کډوال، وخت ناوخت د سوداګریزو لارو تړل او د پاکستان له لوري افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون ادعا هغه ستونزې دي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې یې کړکېچنې کړې دي.

د امریکا د سولې انستیتوت:کروندګرو ته د مناسب بدیل کښت نه برابرېدل د افغانستان سیاسي کړکېچ لا پراخوي

د امریکا سولې انستیتوت راپور ورکړی، چې افغانستان کې د کوکنارو کم قیمته بدیل کښت ښایي په دغه هېواد کې د سیاسي کړکېچ کچه زیاته کړي.

راپور کې راغلي، دا چاره سره له دې چې د طالبانو قدرت ښکاره کوي؛ خو بل لورته د خلکو د نارضایتي سبب هم شوې.

دا راپور داسې مهال نشریږي، چې افغان کروندګر دوی ته د مناسب بدیل کښت نه موندلو له کبله پر طالبانو نیوکې کوي.

رویټرز:غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې ۶۶ تنه وژل شوي

0

رویټرز خبري اژانس وایي، چې تېره ورځ غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰ تنه مړه او ټپیان شوي.

رویټرز ویلي، چې د اسراییلو په بریدونو کې ۶۶ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

رویټرز ویلي، چې په وژل شویو کې ۱۳ د بشري مرستو کارکوونکي دي.

په ورته وخت کې حماس ویلي، اسراییلي ځواکونو د تېر زېږیز کال له اکټوبر راهیسې غزه کې د بشري مرستو لږ تر لږه ۷۰۰ ساتونکي وژلي دي.

اتونبایووا:پر ښځو او نجونو د طالبانو لګېدلي بندیزونه بې ساري دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا د یوناما مشرې یو وار بیا ویلي چې افغانستان کې باید د ښځو او نجونو پر وضعیت لګېدلي بندیزونه لرې شي.

روزا اتونبایووا نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونه بې مخینې دي.

نوموړې دغه راز ویلي چې دوی په روان کال کې له ۱۵.۳ میلیونو افغانانو سره مرسته کړې ده.

د سوریې له زندانونو؛د تراویس تیمرمن په نوم امریکایي وګړی هم ازاد شوی

0

راپورونه وایي، چې د دمشق له زندانونو یو امریکایي بندي هم ازاد شوی.

یاد زنداني خپل ځان تراویس تیمرمن معرفي کوي او وایي، نږدې اوه میاشتې وړاندې سوریې ته له راننوتو سره سم ونیول شو.

دی وایي، له زندان څخه له ده سره ګڼ شمېر نور بندیان هم ازاد شوي.

نوموړی زیاتوي، اوس یې پلان وو، چې اردن ته ځان ورسوي.

تیمرمن وایي، حالت یې ښه وو او زندان کې ورته پر وخت ډوډۍ رسېده.

بل لورته امریکایي سرچینو هم د هغه ازادېدل تائید کړي او ویلي یې دي، چې نوموړی څه موده مخکې په مجارستان کې نادرکه شوی و.

د طالبانو امربالمعروف:کابل کې مو د هغو رسنیو کارکونکي احضار کړل، چې موسیقي یې غږوله

کابل کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د یو شمېر هغو رسنیو مسؤلین احضار کړي، چې رسنیو کې یې موسیقي غږولې وه.

یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د رسنیو له مسولینو یې په کلکه غوښتي، چې داسې محتوا خپره نه کړي، چې د دوی له اصولو سره ټکر کې وي.

دوی د ورغوښتو رسنیو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

د یادونې ده چې طالبانو تر دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې رسنۍ د موسیقي له کبله تړلې هم وې.

ذبیح الله مجاهد:زموږ د استازي له شتون پرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته بې پایلې ده

د طالبانو حکومت وایي، د دوی د استازي له شتون پرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته بې ګټې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دوی له استازي پرته د یادې ناستې پرېکړې له دوی سره توپیري چلند دی.

هغه یو وار بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ غوښتنه کړې دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته نن ماښام پیلیږي.