چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 78

د لبنان ولسمشر:ایران لبنان د معاملې د وسیلې په توګه کاروي

د لبنان ولسمشر جوزف عون د ایران پر ضد سختې څرګندونې کړې او له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې یې ویلي چې تهران لبنان د امریکا او اسرائیلو سره په خپل شخړه کې د چنې وهلو او معاملې کولو د وسیلې په توګه کاروي.

هغه ټینګار کړی چې لبنان به د سیمې د نورو هېوادونو د جګړو او سیاسي معاملو قرباني نه شي.

ولسمشر عون په وروستیو میاشتو کې څو ځله ویلي چې د لبنان د جګړې او سولې پرېکړه باید یوازې د لبنان د دولت په لاس کې وي او بهرني ځواکونه باید د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

یوناما: افغانستان له سختو اقلیمي ننګونو سره مخ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې دغه هېواد د اقلیم بدلون له امله له سختو او غیر اټکل کېدونکو طبیعي پېښو سره مخ دی.

یوناما د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان له سختې وچکالۍ تر ناڅاپي سېلابونو پورې له بېلابېلو اقلیمي ستونزو سره مخ دی چې کورونه، کروندې او د خلکو د عاید سرچینې زیانمنوي.

یاد سازمان ویلي، سره له دې چې اقلیمي بدلون د افغانانو پر ژوند پراخې اغېزې کړې دي، خو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک د ستونزو د حل او د اقلیم بدلون د اغېزو د کمولو لپاره هڅې کوي او بېلابېل نوښتونه یې پیل کړي دي.

یوناما د اقلیمي ننګونو پر وړاندې د ګډو هڅو او دوامداره حل لارو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

مطیع الله ویسا؛ په فرانسه کې د ۲۰۲۶ کال د آزادۍ جایزه ترلاسه کړه

په افغانستان کې د زده کړو د حقونو فعال مطیع الله وېسا پرون پنجشنبه د فرانسې په کان ښار کې په یو لړ مراسمو کې د ۲۰۲۶ کال د آزادۍ جایره ترلاسه کړه.

د آزادۍ جایزه هر کال په نړۍ کې د رایو په اکثریت هغه اشخاصو یا بنسټونو ته ورکول کیږي چې له بشري حقونو د دفاع او آزادۍ لپاره یې کار کړی وي.

مطیع الله وېسا سږکال په افغانستان کې په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو له حقونو د ملاتړ له امله څه موده وړاندې د ۲۰۲۶ کال د آزادۍ جایزې ګټونکی اعلان شو.

نوموړی له څو کالو راهیسې په افغانستان کې د زده کړو د حقونو لپاره او په ټوله کې زده کړو ته د نجونو او هلکانو د لاسرسي لپاره فعالیتونه کوي.

غمي ځدراڼ: د اتل شاپور ځدراڼ روغتیايي وضعیت نازک دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي غمي ځدراڼ ویلي چې د پخواني ملي اتل شاپور ځدراڼ روغتیايي وضعیت نازک شوی دی.

غمي ځدراڼ پر خپلې فېسبوک پاڼې له ټولو مینه والو غوښتي چې د جمعې په ورځ د شاپور ځدراڼ د روغتیا لپاره ځانګړې دعا وکړي.

هغه لیکلي: «کله ناکله یوازې یوه رښتینې دعا هم تقدیر بدلولای شي.»

شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د HLH (هیموفاګوسیټیک لمفو هستیوسایټوسس) په ناروغۍ اخته دی او دا مهال د هند په ډهلي ښار کې په یوه معتبر روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د راپورونو له مخې، په وروستیو ورځو کې د نوموړي روغتیايي وضعیت نور هم خراب شوی او اوس د جدي پاملرنې په ځانګړې څانګه (ICU) کې بستر دی.

د ایران؛ د کړکېچ له امله د هند اقتصاد هم له خطر سره مخ دی

د وال سټرېټ ژورنال د راپور له مخې، د هند مرکزي بانک د ایران روان کړکېچ له امله اقتصادي اندېښنو ته په پام سره، د پخوا په څېر د سود کچه په ۵.۲۵ سلنه ثابته ساتلې.

راپور وایي، د منځني ختیځ ناآرامیو د هند پر اقتصاد اغېز کړی، د روپۍ ارزښت یې کم شوی او د تېلو بیې لوړې شوې دي. له همدې امله د دغه هېواد مرکزي بانک د پر اقتصاد نور فشارونه هم زیات شي.

خو د هند مرکزي بانک ټینګار کړی چې اقتصادي بنسټونه لا هم پیاوړي دي، خو که د ایران کړکېچ او د انرژۍ د بیو بې ‌ثباتي دوام ومومي، نو په راتلونکو میاشتو کې به د دوی پر اقتصاد نور فشارونه هم زیات شي.

د پاکستان او ایران د کورنیو چارو وزیرانو؛په بیشکک کې د امنیتي او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې کړې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره لیدلي.

د پاکستاني دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو لوریو په دې کتنه کې د ایران او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو تحولاتو، کورنیو امنیتي مسایلو او د کړکېچونو د کمولو لپاره پر روانو هڅو خبرې کړې.

دواړو وزیرانو د ایران او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو او خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی او د سیمې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یې د ګډو هڅو د ملاتړ ژمنه بیا تازه کړې.

د راپور له مخې، د امنیتي ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره دوه اړخیزې همکارۍ او سیمه‌ییزه همغږي د دغو خبرو له مهمو محورونو څخه وو.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې محسن نقوي ښایي د اسلام‌اباد له لوري د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب د هڅو په چوکاټ کې ایران ته هم سفر وکړي.

سرچينې:د ازبکستان په منځګړیتوب د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ پټې خبرې وشوې

سرچینې وایي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان استازو د ازبکستان په سرحدي ښار ترمذ کې یوه غیررسمي ناسته کړې، چې د ازبکستان د حکومت په منځګړیتوب او غوښتنه ترسره شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د دواړو لوریو استازو د دوه اړخیزو اړیکو او روانو امنیتي اندېښنو په اړه نظرونه تبادله کړي، خو د خبرو د دقیقو موضوعاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

ویل کېږي چې د پاکستان له لوري په کابل کې پخواني سفیر منصور خان او څېړونکې ډاکټر امینه خان ګډون کړی و، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت استازیتوب ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان کړی دی.

دا ناسته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ اړیکې د سرحدي ستونزو او امنیتي تورونو له امله ترینګلې شوې دي.

پاکستان پرله‌پسې ادعا کوي چې د دغه هېواد پر ضد وسله‌وال بریدونه له افغان خاورې تنظیمېږي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه ردوي.

ترمذ چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان اړوند سیمه‌ییزو غونډو مهم مرکز ګرځېدلی، دا ځل هم د دواړو لوریو د استازو د لیدنې کوربه و.

تر اوسه د طالبانو حکومت او پاکستان د دې لیدنې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

هند؛په غازي‌آباد کې د یوې ځوانې ښځې مړی د هوټل په خونه کې موندل شوی

د هند د اترپردېش ایالت په غازي‌آباد ښار کې د یوې ځوانې ښځې مړی د یوه هوټل په خونه کې موندل شوی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د یادې ښځې جسد د هوټل په خونه کې په ځړول شوي حالت کې موندل شوی او پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

چارواکو تر اوسه د مړینې د لامل او د پېښې د څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي، خو وایي چې د قضیې ټول اړخونه تر څېړنې لاندې دي.

د ښځې هویت او د پېښې نور جزئیات به د پلټنو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.

ولادیمیر پوتین؛هند ته د سو-۵۷ جنګي الوتکو د ګډ تولید وړاندیز کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هېواد یې چمتو دی له هند سره د سو-۵۷ پنځم نسل پټې (سټیلت) جنګي الوتکې په ګډه پراخه او تولید کړي او اړوند مهمې ټکنالوژۍ هم ورسره شریکې کړي.

پوتین دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د هند هوايي ځواک د پنځم نسل جنګي الوتکو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

اوس مهال د هند هوايي ځواک د پنځم نسل جنګي الوتکې نه لري.

د راپورونو له مخې، د پاکستان له خوا د چین د J-35AE سټیلت جنګي الوتکو د احتمالي ترلاسه کولو اټکلونو په هند کې اندېښنې زیاتې کړې دي.

بل لور ته، د هند د کورني پنځم نسل جنګي الوتکې پروژه، چې د «پرمختللې منځنۍ جنګي الوتکې» (AMCA) په نوم یادیږي، لا هم د پراختیا په پړاو کې ده او تمه کېږي د ۲۰۳۰مې لسیزې په منځنیو کلونو کې خدمت ته داخل شي.

د روسیې دا وړاندیز د هند د هوايي ځواک د عصري کولو په لړ کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي، خو تر اوسه د نوي ډیلي له لوري په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.

پاکستانی خبریال طاهر خان: د طالبانو حکومت له پاکستان سره په ځینو ټکو نرم شوی

پاکستانی خبریال او شننونکی طاهر خان وایي، د طالبانو حکومت له پاکستان سره د یوې احتمالې هوکړې لپاره پر ځینو ټکو او نومونو نرم شوی.

نوموړي له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت دا منلې چې که له پاکستان سره کومه هوکړه لیکل کیږي نو د وسله والو ډلو پر ځای په صریحو ټکو د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي ولیکي.

طاهر خان وایي، تر دې وړاندې طالبان په همدې نوم له پاکستان سره جوړ نه راتلل او غوښتل یې عمومي وسله والې ډلې ولیکي.

د طاهر خان په وینا، اوس پاکستان د طالبانو له حکومت دا هم غواړي چې ټي ټي پي د ترهګرې او خوارجې ډلې په توګه یاده کړي خو طالبان داسې څه ورسره نه مني.

نوموړي همداراز ویلي چې احتمال لري د طالبانو حکومت او پاکستان استازي په تاشکند کې د ترمذ ډیالوګ په څنډه کې غیر ‏رسمي لیدنه وکړي، خو تراوسه دواړو لوریو په دې اړه څه نه دي ویلي.