جمعه, جون 5, 2026
Homeکورپاڼههند؛په غازي‌آباد کې د یوې ځوانې ښځې مړی د هوټل په خونه...

هند؛په غازي‌آباد کې د یوې ځوانې ښځې مړی د هوټل په خونه کې موندل شوی

د هند د اترپردېش ایالت په غازي‌آباد ښار کې د یوې ځوانې ښځې مړی د یوه هوټل په خونه کې موندل شوی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د یادې ښځې جسد د هوټل په خونه کې په ځړول شوي حالت کې موندل شوی او پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

چارواکو تر اوسه د مړینې د لامل او د پېښې د څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي، خو وایي چې د قضیې ټول اړخونه تر څېړنې لاندې دي.

د ښځې هویت او د پېښې نور جزئیات به د پلټنو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here