سرچینې وایي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان استازو د ازبکستان په سرحدي ښار ترمذ کې یوه غیررسمي ناسته کړې، چې د ازبکستان د حکومت په منځګړیتوب او غوښتنه ترسره شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د دواړو لوریو استازو د دوه اړخیزو اړیکو او روانو امنیتي اندېښنو په اړه نظرونه تبادله کړي، خو د خبرو د دقیقو موضوعاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
ویل کېږي چې د پاکستان له لوري په کابل کې پخواني سفیر منصور خان او څېړونکې ډاکټر امینه خان ګډون کړی و، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت استازیتوب ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان کړی دی.
دا ناسته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ اړیکې د سرحدي ستونزو او امنیتي تورونو له امله ترینګلې شوې دي.
پاکستان پرلهپسې ادعا کوي چې د دغه هېواد پر ضد وسلهوال بریدونه له افغان خاورې تنظیمېږي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه ردوي.
ترمذ چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان اړوند سیمهییزو غونډو مهم مرکز ګرځېدلی، دا ځل هم د دواړو لوریو د استازو د لیدنې کوربه و.
تر اوسه د طالبانو حکومت او پاکستان د دې لیدنې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

