سه شنبه, جون 23, 2026
Home Blog Page 779

سپینه ماڼې کې د امریکا او اکراین د مشرانو ناسته؛ولسمشر ټرمپ وایي چې زلنسکي سولې ته ژمن نه دی خو اکرایني سیال یې هغه په بې احترامۍ تورن کړ

0

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زلنسکي ترمنځ لفظي شخړه
د امریکا ولسمشر ټرمپ او مرستیال یې پرته لدې چې د اوکراین د ولسمشر زلنسکي میلمه پالنه وکړي د هغه سره سخته لفظي شخړه وکړه.

ولسمشر ټرمپ وایي، اوکرایني ولسمشر د سولې خبرو ته چمتو نه دی.

د اوکراین ولسمشر زلنسکي د ټرمپ له لورې روسیې ته په نږدې والي نیوکه وکړه او ټرمپ یې په بې احترامۍ تورن کړ.

د امریکا ولسمشر وویل چې اوکراین په روانه جګړه کې ماتې خوړلې او باید د قربانۍ کارت لوبولو ډډه وکړي.

ښاغلي ټرمپ ولسمشر زلنسکي وګواښه چې امریکا د اوکراین له ملاتړ څخه لاس په سر کیږي.

د طالبانو حکومت سترې محکمې؛سبا شنبه افغانستان کې روژه اعلان کړه

د طالبانو حکومت سږ کال د روژې لومړۍ نیټه له سعودي عربستان سره یو ځای اعلان کړه.

د طالبانو حکومت سترې محکمې د سعودي عربستان د روژې له اعلان څو شېبې وروسته اعلان وکړ چې سبا شنبه په افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ ده.

تازه خبرسعودي عربستان سبا شنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

0

سعودي عربستان اعلان کړی، چې سبا شنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.

بل لورته افغانستان کې لاهم د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت؛له خدای ج غواړو چې پر حامدالحق بریدکوونکو څخه بدل واخلي

د طالبانو حکومت پېښور کې د دارالعلوم حقانیې مدرسې د سرپرست مهتمم وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي او له خدایه یې هیله کړې، چې په دغه برید کې له لاس لرونکو بدل واخلي.

د طالبانو حکومت یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې د حامدالحق حقاني مړینه د علمي حلقو لپاره یوه کلکه ضایع ده.

اعلامیه کې د حامدالحق شاګردانو او کورنۍ ته تسلیت ویل شوی.

مولانا حامدالحق چې د طالبانو معنوي پلار هم بلل کېده، نن د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک حقاني مدرسه کې د یو ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.

شاه محمود میاخېل:دا یو تصویر له هغو درجنو کنفرانسونو غوره دی، چې د ښځو د زده کړو په اړه له بهره تمویلیږي

جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د دغه تصویر په اړه لیکلي، چې دې نجونو د طالبانو له لوري د زده کړو پر بندیز اعتراض کړی.

ښاغلی میاخېل زیاتوي، چې د کرکټ له میدانه دا خپور شوی پیغام د هغو درجنو ګران بیه او د بهرنیو له لوري تموېلېدونکو کنفرانسونو او غونډو څخه بهتره دی، چې د ښځو د حقونو د ملاتړ تر نوم لاندې قومي نفاق ته وده ورکوي.

نوموړی وایي، دغه بهرني کنفرانسونه د افغان ښځو پر وړاندې بندیز ته کوم پام نه کوي.

د یادونې ده چې دا تصویر نن د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د لوبې پر مهال اخیستل شوی.

د داعش خراسان څانګې؛د اکوړه خټک حقاني مدرسه کې د ځانمرګي برید مسولیت منلی

0

د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک حقاني مدرسې کې د شوي ځانمرګي برید مسولیت داعش خراسان ډلې منلی.

داعش ډلې په یاد برید کې د متهمم مولانا حامدالحق حقاني په ګډون د ۱۶ کسانو د وژلو ادعا کړې.

د یادې ډلې د ISKP څانګې ویلي:«چا چې هم د خراسان په خاوره کې د کفارو او مرتدینو مرسته او ملاتړ کړی وي، هغوی دې خپل انجام ته د رسېدو لپاره تیار شي، ځکه چې حساب به د ټولو واخیستل شي.»

د یادونې ده چې د اکوړه خټک حقاني مدرسې سرپرست حامدالحق حقاني وژل کېدو د پاکستان او افغانستان د دیني حلقو سخت غبرګونونه را پارولي او دا یې د انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل ګڼلی.

رحمت الله نبیل:د اکوړه خټک حقاني مدرسې سرپرست حامدالحق حقاني د انسان په جامه کې شیطان و

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د اکوړه خټک حقاني مدرسې سرپرست حامدالحق حقاني د انسان په جامه کې شیطان بللی.

ښاغلي نبیل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«د انسان په جامه کی یو شیطان وو. نوموړی او د هغه پلار دواړه د مرګ سوداګران وو!»

بل خوا د سیاسي چارو شنونکي نجیب ننګیال پر خپله ایکس‌پاڼه د حامدالحق حقاني هغه وینا لیکلې چې ویلي وو: ‏«د پاکستان د دفاع جنګ به افغانستان کې کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې نن ورځ د جمعې لمانځه پرمهال په یو ځانمرګي برید کې د اکوړه خټک حقاني مدرسې سرپرست مشر حامدالحق حقاني ووژل شو.

حنیف پشتین:د اکوړه خټک حقاني مدرسه کې برید د انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل دی

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پشتین د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک مدرسه کې ځانمرګی برید غندلی.

حنیف پشتین پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په روان جنګ کې زموږ مدرسه او مکتب معاف نه دي.

حنیف پشتین په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا برید د انساني او اسلامي اصولو خلاف دی او په دې سخت وخت کې موږ د جماعت علامه اسلام او د هغوی له کورنیو سره ولاړ یو.

دا په داسې حال کې ده چې نن د خیبر پښتونخوا په نوشهره کې د اکوړه خټک پر حقانیه مدرسه یو ځانمرګی برید شوی چې ددې مدرسې د سرپرست حامدالحق حقاني په ګډون د پنځو تنو د وژلو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اکوړه خټک د حقانیه مدرسې سرپرست؛مولانا حامدالحق حقاني د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

د خیبر پښتونخوا د پولیسو قوماندان تایید کړه چې مولانا حامدالحق حقاني، د اکوړه خټک د حقانیه مدرسې سرپرست، چې د چاودنې له امله سخت ټپي شوی و، په روغتون کې یې ساه ورکړه.

دا چاودنه نن د جمعې د لمانځه پر مهال د حقانیه مدرسې دننه شوې، چې په پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

مولانا حمیدالحق حقاني، چې د مولانا سمیع الحق زوی و، د دې برید اصلي هدف و.

تر اوسه هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

پاکستان؛د اکوړه خټک په حقانیه مدرسې کې چاودنه شوې

په پاکستان کې د اکوړه خټک په حقانیه مدرسه کې چاودنه شوې.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې دننه یوه زوروره چاودنه شوې.

لومړني راپورونه ښيي چې د دې چاودنې هدف مولانا حمیدالحق حقاني، د مدرسې سرپرست او د مولانا سمیع الحق زوی و.

د پاکستان پولیسو ویلي، چې مولانا حمیدالحق حقاني سخت ټپي شوی او پنځه کسان وژل شوي دي.

لومړني معلومات ښيي چې دا چاودنه یو ځانمرګی برید و؛ خو چارواکي لا هم د پېښې جزئیات څېړي.