شنبه, مې 23, 2026
Home Blog Page 778

ایران:له تحریرالشام سره مستقیم تماس نه لرو

0

ایران وایي، په سوریه کې له حاکمې ډلې تحریرالشام سره مستقیم تماس نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، ایران د سوریې د ملي حاکمیت ملاتړ کوي او سوریه باید د تروریزم په پناه ځای بدله نه شي.

د یادونې وړ ده چې ایران د بشارالاسد حکومت کلک ملاتړی ګڼل کېده.

فیدان:سوریه کې نور د کرد ملېشو لپاره ځای نشته

0

ترکیه وايي، چې د سوریې راتلونکي کې د کرد ملېشو لپاره هیڅ ځای نشته.

د یاد هېواد دبهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه باید لغوه شي.

د هغه په خبره، د دغو ځواکونو دوام د کردستان د ملېشو دوام دی.

فیدان زیاتوي چې د سوریې له نوي حکومت سره یې د ډیموکراتیکو ځواکونو په اړه خبرې کړې او دوی باور لري چې دا هېواد به د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره ګامونه پورته کوي.

ټرمپ:پوتین هیله ښودلې چې ژر تر ژره راسره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي

0

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله ښودلې چې ژر تر ژره ورسره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.

ټرمپ په اریزونا کې د وینا پر مهال ویلي چې ولسمشر پوتین ویلي چې هغه غواړي ژر تر ژره له ما سره وویني.

ټرمپ زیاته کړې، چې موږ باید دې ته انتظار وباسو او باید دا جګړه پای ته ورسوو.

ټرمپ ویلي، دا جګړه وحشتناکه ده او نور باید پای ته ورسېږي.

د یادونې ده چې ټرمپ د خپلو ټاکنېزو کمپاینونو پرمهال هم ژمنې کولې چې واک ته له رسېدو وروسته به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

عباس ستانکزی:ایران، چین او افغانستان باید له یو بل سره یووالی ولري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وایي، د منځنۍ اسیا هېوادونه باید له یو بل سره یووالی ولري.

هغه زیاته کړې، افغانستان، ایران او چین ته پکار ده، چې له یو بل سره پیاوړې اړیکې ولري.

عباس ستانکزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په غونډه کې ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ اقتصادي پراختیا شرایطو پورې تړلې.

فلیپ لازاریني:غزه کې د جګړې ټول قوانین نقض شوي

0

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کارموندنې اداره وایي، چې اسرائیلو د جګړې ټول قوانین تر پښو لاندې کړي.

د یادې ادارې مشر فلیپ لازاریني پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې په غزه کې د جګړې ټول قوانین تر پښو لاندې شوي او اوس مهال هلته پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه عادي شوي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې نړۍ باید د غزې له اوسني وضعیت څخه بې پروا نه وي.

شمالي وزیرستان؛ټي‌ټي‌پي ډلې درې پاکستاني پوځیان وژلي

0

د شمالي وزیرستان په بنو کې د پاکستان حکومت پر پوځ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې درې پوځیان وژل شوي او شمېر نور ټپیان دي.

دا بریدونه تېره ورځ ماسپښین او مازیګر ناوخته شوي.

د دغو بریدونو مسؤلیت د ټي‌ټي‌پي ډلې په غاړه اخیستی.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ مهم کارکوونکی؛حضرت محمد د ټي‌ټي‌پي ډلې له لوري وژل شوی

0

تحریک طالبان پاکستان د پاکستاني پوځ مهم کارکوونکی حضرت محمد وژلی.

پر نوموړي د کوېټې په چمن کې برید شوی.

هغه له اوږدې مودې راهیسې د ټي ټي پي هدف وو.

د یادونې ده چې یاده ډله اوس مهال هلته خورا پیاوړې شوې او په دې وروستیو کې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

معصوم ستانکزی طالبانو ته:اسلامي نړۍ د نجونو زدکړې غواړي؛ نو تاسې خو عقل کل نه یئ، چې د دوی خلاف روان یاست

د پخواني حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی وایي، د افغان ښځو د زدکړو حق باید ورکړل شي.

نوموړی وایي، د اسلامي نظام اساس زدکړې دي او د اسلامي نظام او اجماع غوښته تعلیم ده.

هغه زیاتوي، هیڅوک عقل کل نشي کېدلای چې د ټولې اسلامي ټولنې خلاف روان وي.

امرالله صالح:له ۲۰۲۱ کال راهیسې طالب استخباراتو نږدې یو زر او دوه سوه کسان په کونړ او ننګرهار کې وژلي

د جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې یو زر او دوه سوه کسان په کونړ او ننګرهار کې د طالب استخباراتو له لوري وژل شوي دي.

ښاغلي صالح په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا کسان د طالبانو د استخباراتو د یو رییس ډاکټر بشیر په واسطه له محکمې پرته وژل شوي دي.

صالح ویلي، طالبانو کابل ته له ننوتو یوه ورځ وروسته په ۴۰۰ بستریز روغتون کې ټپي عسکر په ډزو وویشتل.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو يوه چارواکي د دغه جنايت د مسووليت د مخنيوي په موخه رسنيو ته له جسدونو څخه د يوه ډک کانټينر د کشف خبر ورکړ.

امرالله صالح د یادو کسانو د هویت په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي؛ خو تر دې وړاندې د ننګرهار په کانال نهر کې هم د ګڼو خلکو جسدونه موندل شوي دي.

سعودي عربستان؛کابل کې خپله استازولي بېرته پرانیسته

سعودي عربستان په کابل کې بېرته خپله استازولي پرانېستله.

د افغانستان لپاره د سعودي سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا چاره د افغانستان ولسونو ته د خدمت لپاره ترسره کوي او سر له نن څخه یې کارونه پیل دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته؛ سعودي کابل کې خپل سفارت تړلی وو.