چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 757

خلیلزاد:ټرمپ غواړي د اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، ټرمپ غواړي، چې له وینې بهوونې پرته په چټکۍ سره د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

خلیلزاد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د دې لپاره دوه لارې شته، چې یوه یې اوربند او بله یې داسې امنیتي ترتیبات دي، ترڅو مسکو په راتلونکي کې د خپلې واکمنۍ له پراختیا منع کړي.

خلیلزاد د ټرمپ دا هڅه ستایلې او دا کار یې یو ګټور اقدام بللی دی.

صالح:د طالبانو شتمنۍ ته زیان رسول له اوسني کړاو څخه د راوتلو یوه ښه لاره ده

د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هره هغه وسیله چې د طالبانو په واک کې ده او له هغې څخه د هغوی ضد او د خلکو ځپونکو سیاستونو د پلي کولو لپاره استفاده کیږي، د عامه شتمنۍ په توګه نه ګڼل کیږي، بلکې د خلکو د ځورونې وسیله ګڼل کېدی شي.

د هغه په خبره، د طالبانو دغې شتمنۍ ته زیان رسول د خلکو د اوسني ذلت او کړاو څخه د خلاصون او آزادۍ د مبارزې یوه برخه ده.

صالح زیاتوي، د ظلم او د طالبانو د ناپوهۍ له امله زموږ د هېواد اته میلیونه انسانان مجبور شوي چې خپل هېواد پرېږدي.

د ټولنیزو رسنیو ځینې طالب کاروونکي:ممبي کې نوی ټاکل شوی قونسل جمهوریتی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر طالب کاروونکي په ممبي کې د طالبانو له لوري د قونسل په توګه د اکرام الدین کامل په نوم د یو کس ټاکل کېدو ته په غصه شوي دي.

دوی له درې رنګه ملي بیرغ سره د کامل عکسونه نشر کړي او ویلي یې دي، چې نوموړی د جمهوریت پلوی دی او تېره شل کلنه جګړه کې ونډه نه ده اخیستې.

بل لورته یو شمېر نورو طالب پلویانو ویلي، چې کامل د نن ټکي اسیا ویبسایټ چلوو او جمهوریتي نه دی.

مولوي عبدالکبیر:په تېره شل کلنه جګړه کې افغانان زموږ تر شا ولاړ وو

د طالبانو حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بامیانو ته په خپل سفر کې له خلکو سره په لیدنه کې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې هر ډول توپیري چلند له منځه تللی دی.

مولوي عبدالکبیر له ځايي خلکو سره په ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې د انکشافي او بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې توازن په نظر کې نیول شوی دی.

د هغه په خبره، په تېر شل کلنه جګړه کې د افغانستان خلک د دوی تر شا ولاړ وو.

سراج الدین حقاني:له خلکو سره باید په چلند کې له نرمښت کار واخیستل شي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي، چې له خلکو سره باید ښه چلند وشي.

هغه په میدان وردګ ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چارواکي باید وظیفوي غفلت ترسره نه کړي او له خلکو سره په چلند کې له نرمښت کار واخلي.

نوموړي دغه راز طالب سرتېرو ته سپارښتنه کړې، چې خپلې چارې په سم ډول ترسره کړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر:حزب الله سره د جګړې ختمولو په اړه خبرو کې پرمختګ شوی

0

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر جدعون سار وایي، حزب الله ډلې سره د جګړې د ختمېدو برخه کې د خبرو په اړه پرمختګ شوی دی.

جدعون سار خبریالانو ته ویلي، اسرائیل په دې برخه کې له امریکا سره په ګډه کار کوي.

نوموي د دې اقدام لپاره ویلي، چې په دې اړه کېدونکې هوکړه کې باید داسې اجرائیوي میکانیزم شامل وي، چې د دوی خاورې ته نږدې د حزب الله د تاسیساتو مخه ونیسي.

سمیع سادات:سږ کال د طالبانو لپاره بد کال دی

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ له لوري مایک والټز ته د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وایم.

ښاغلي سادات په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې مایک والټز هغه سړی دی چې د افغانستان د جګړې په ډګر کې یې له امریکا او افغان وروڼو سره اوږه په اوږه مبارزه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا د یوې ښې راتلونکې او د طالبانو لپاره یو بد کال دی.

سادات دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې له مایک والټز سره کار کولو ته سترګې په لار یم.

عباس ستانکزی:په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ زموږ حق دی او باید را وسپارل شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د دوی حق دی او باید ور وسپارل شي.

عباس ستانکزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د دوی حکومت له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري او د سولې او ثبات ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې هم ډېری طالب چارواکو ددغې څوکۍ د ور سپارلو غوښتنه کړې ده.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي و، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو خبره د یوې مودې لپاره ځنډېدلې ده.

سهیل شاهین:ټرمپ د خبرو نه؛ بلکې د عمل سړی دی

دوحه کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ډېره د عمل سړی ښکاري.

هغه ویلي، د مسایلو د حل په برخه کې اړتیا ده چې ټول لوري ریښتیني وي.

هغه له یوې جاپانۍ رسنۍ، NHK سره په مرکه کې ټینګار کړی چې له نړۍوالې ټولنې او امریکا سره مثبت تعامل ته چمتو دي.

وړمه ورځ د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي وو چې ټولو سره تعامل غواړي.

خلیلزاد:مایک والټز یو زړور او هوښیار انسان دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ډونالډ ټرمپ له لوري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پخواني افسر مایک والټز ټاکل کېدو په اړه ویلي، چې هغه یو زړور او هوښیار انسان دی.

نوموړي ویلي، والټز تر دې وړاندې په افغانستان کې ازمایل شوی او خپله دنده یې په مېړانې ترسره کړې ده.

د یادونې ده، چې مایک والتز اوس مهال د امریکا د استازو په جرګه کې د فلوریډا ایالت استازی دی.