شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 758

دیمیتري پسکوف:ټرمپ ته د بریا مبارکي ځکه نه ورکوو، چې هغه له مونږ سره د دوښمن په څېر چلند کوي

0

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وایي، روسیه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د بیا راګرځېدو په اړه قضاوت د هغه د اقداماتو او څرګندونو پر بنسټ کوي.

پسکوف ویلي، چې دوی به د مشخصو کړنو او څرګندونو پر بنسټ پایلو ته وګوري.

هغه زیاته کړې چې د روسیې ولسمشر تر اوسه د ټرمپ د بریا په اړه د مبارکۍ پلان ځکه نه لري چې امریکا له روسیې سره “د دوښمنۍ” چلند کوي.

د ډونالډ ټرمپ بریا؛چین ورسره د سولې فضا کې د همکاري غوښتنه لري؛ خو ایران وايي د دوی پالیسي ثابته ده

0

چین او ایران د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې دوی له واشنګټن سره د متقابلو اړیکو د سولې په چوکاټ کې د ګډې همکارۍ غوښتونکي دي؛ خو ایران بیا ویلي، چې د دوی پالیسي د امریکا پر وړاندې ثابته ده.

د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني ویلي، د ټرمپ او هرېس پالیسي او نظرونه د ایران پر وړاندې دومره توپیر سره نه لري او د ټرمپ راتګ یې هم یوه پلان شوی کار بللی دی.

خلیلزاد ټرمپ ته:مبارکي درته وایم؛ اوس د یووالي او بیا رغوونې وخت را ورسېد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ټرمپ بریا لپاره پر خپله ایکس پاڼه هغه ته مبارکي ورکړې.

خلیلزاد ویلي، اوس د یووالي، بیا رغولو او نوي کولو وخت رارسېدلی دی.

په ورته مهال بیا د ناټو عمومي سرمنشي مارک روټه هم هغه ته مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي روټه لیکلي، دوی انتظار باسي، چې له ټرمپ سره د یوې پیاوړې سولې لپاره یو ځای کار وکړي.

انعام الله سمنګانی:امریکایان ښځو ته د واک سپارلو ته چمتو نه دي

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر انعام الله سمنګاني ویلي چې امریکایان ښځو ته د واک سپارلو ته چمتو نه دي.

سمنګاني په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې مخکې وېل کېده، چې یوه ښځه به د امریکا ولسمشره شي؛ خو په وینا یې دغه کار تر دې وړاندې هم نه شوی او تر دې وروسته به هم په دې اړه د خلکو باور کم شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، که د نورو نژادونو رایې یوې خواته شي؛ نو شاید ډېرو کمو امریکایانو به کاملا هرېس ته رایه ورکړې وي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ډونالډ ټرمپ وګټلې او کاملا هرېس ماتې وخوړه.

ټرمپ ته د بریا مبارکي؛د برېټانیا، اسراییل او هنګري لومړي وزیرانو ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ډونالډ ټرمپ ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغه بریا د سپینې ماڼۍ لپاره یو تاریخي سند وباله.

نتنیاهو ویلي، چې دا اقدام به د امریکا او اسرائیل پیوستون نور هم پیاوړی کړي.

بل لورته د هنګري لومړي وزیر اوربان ویکټور هم ټرمپ ته مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده، چې امریکا ستر سیاسي مزل وکړ.

هغه دا بریا د نړۍ لپاره اړینه بللې ده.

په ورته مهال د بریټانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمرډ هم ټرمپ ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې دی په راتلونکي کې له ټرمپ سره کار کولو ته سترګې پر لاره دی.

ټرمپ:د جګړې غوښتونکي نه یوو

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د جګړې غوښتونکی نه دی.

هغه پر خپلې لومړنۍ وینا کې ویلي، داعش سره یې جګړه کې یاده ډله ځپلې؛ خو په وینا یې چې تر دې وروسته د جګړې غوښتونکی نه دی.

که څه هم تمه وه، چې هغه د افغانستان، اوکراین او غزې په اړه هم خبرې وکړي؛ خو په دې اړه یې کوم نظر څرګند نه کړ.

ټرمپ پر خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ویلي وو، چې باګرام ورته مهم دی او د بریا په صورت کې به یې د بېرته تر لاسه کولو هڅه وکړي.

ټرمپ ته د بریا مبارکي؛مودي: هیله لرو چې د واشنګټن او نوي ډیلي اړیکې لا پراخه شي

0

د فاکس نیوز د شمېر پر بنسټ د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د یو شمېر هېوادونو چارواکو مبارکي ورکړې.

د فرانسې ولسمشر او د هند لومړي وزیر هغه ته د مبارکي ترڅنګ د غوره اړیکو هیله هم څرګنده کړې.

نریندرا مودي ویلي، تمه لري چې د واشنګټن او نوي ډیلي اړیکې لا پیاوړې شي.

د یادونې ده، چې فاکس نیوز په رسمي ډول ټرمپ د امریکا ولسمشر اعلان کړ.

ټرمپ لومړنۍ وینا کې:غیر قانوني کډوال باسم؛ ټول باید په قانوني ډول راشي

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې لومړۍ وینا کې ویلي چې غیر قانوني کډوال به وباسي.

هغه زیاته کړې، چې ټول کډوال باید په قانوني ډول راشي.

نوموړي ویلي، جګړه نه غواړي؛ خو د ایران، روسیې او چین پر وړاندې به اقدامات وکړي.

ټرمپ ژمنه کړې چې امریکا به بیرته پخواني غوره حالت ته ور ستنوي.

زېلنسکي:له شمالي کوریا سره زمونږ جګړه د نړۍ د بې ثباتۍ نوی باب دی

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، له شمالي کوریا ځواکونو سره د دوی جګړه د نړۍ د بې ثباتۍ یو نوی باب دی.

په همدې حال کې د اوکراین دفاع وزیر ویلي، چې په سرحدي سیمه کې د دوی او شمالي کوریا د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ویلي، چې د شمالي کوریا پوځیان د روسیې په ملاتړ له دوی سره جګړه کوي.

مسکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه:افغان ښځې له سختو ننګونو سره مخ دي

د ملګرو ملتون د ښځو څانګې ویلي، چې افغان نجونې لاهم له پرلپسې ځپنې سره مخ دي.

یاد سازمان لیکلي، چې افغان ښځې له خپلو بنسټيزو حقونو بې برخې شوې، له زده کړو بې برخې شوې، په زوره په کور کې بندیانې شوې او اوس له یو بل سره له اړيکو هم منع کېږي.

دوی ویلي، چې دا بې عدالتي به د نړیوالې ټولنې لپاره یو ګواښ وي.