چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 756

سمیع سادات امریکا ته:راځئ طالبان مات او په افغانستان کې د چین او ایران د نفوذ مخه ونیسو

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات له امریکا غوښتي، چې په افغانستان کې طالبان مات او د چین د نفوذ مخنیوی وکړي.

هغه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د وروستیو ټاکنو په اړه ویلي، چې دا به واشنګټن ته یو لوی فرصت ورکړي، چې د نړۍ لپاره یو نوی لید لوری ولري.

سادات ویلي، افغانستان کې د چین حضور زیات شوی او ایران هم په دغه هېواد کې القاعده ډلې ته روزنه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، د ایران او چین نفوذ په افغانستان کې د اندېښنې وړ دی.

هغه هیله ښودلې، چې د افغانانو پر مټ به طالبان مات او یو وار بیا به په افغانستان کې حکومتولي ته ورسېږي.

سرچینې؛منظور پښتین تر سختو امنیتي ګواښونو لاندې دی

0

باوري سرچینې وایي، چې د پاکستان حکومت له قومي جرګې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له سختو فشارونو سره مخ کړی او اوس مهال له سختو امنیتي ګواښونو لاندې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پښتین د ترور ډلې هدف ګرځېدلی؛ خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې دا ډله څوک ده.

تر دې وړاندې بیا پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي وو، چې پښتین ته د هر ډول زیان رسېدو مسؤلیت به د پاکستان په غاړه وي.

د طالبانو حکومت؛پکتیا کې پر یو تن د قصاص حکم عملي کړ

طالبانو پکتیا کې پر یو تن د قصاص حکم پلي کړ.

د طالبانو له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا حکم د ګردېز په یو لوبغالي کې پلی شوي، چې په دغو مراسمو کې طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني، د طالبانو د مرافعې محکمې رئیس عبدالله خالد او د هغه مرستیال وحیدالله صدیقي او نور طالب چارواکو هم برخه اخیستې وه.

یاد کس د قصدي قتل په تور قصاص شو.

قصاص شوی کس محمد ایاز نومېده او د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اوسېدونکی وو.

د طالبانو د مخابراتو وزارت:د انټرنيټي او غږېزو کڅوړو بیې ټیټوو

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، چې د لومړي ځل لپاره د فریکونسۍ داوطلبي ترسره شوه، چې پکې د ۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۸ میګا هرټز فریکونسي مخابراتي شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوې ده.

د یاد وزارت مسوولینو نن په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې تر دې اجارې وروسته به مخابراتي شرکتونه د انټرنیټ 4G خدمتونه وړاندې کوي.

دوی ویلي، تر دې وروسته به د انټرنیټي کڅوړو بیې ټیټي او کیفیت لوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې لاهم خلک له لوړو بیو او د انټرنېټ له ټیټ کیفیت شکایت کوي.

ملا برادر:د بې کارۍ د کچې کمول زمونږ لومړیتوب دی

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، هېواد کې د بې کارۍ د کچې کمول د دوی لومړیتوب دی.

هغه د «د وړو تمویلونو ملي کنفرانس: فرصتونه او ننګونې» تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې زیاته کړې، چې نړۍ باید د کوچنیو تمویلونکو پروژو په برخه کې له دوی سره په څنګ کې ودریږي.

هغه ویلي، په ټول هېواد کې سراسري امنیت راغلی او کورني او بهرني پانګوال باید له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

اتونبایوا طالبانو ته:په اقتصادي برخه کې ښځو ته لومړیتوب ورکړئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشرې روزا اتونبایوا ویلي، چې دوی له افغانانو سره مرستې ته چمتو دي.

هغې په کابل کې د «کوچنیو تمویلاتو کنفرانس» په نوم جوړې شوې ناسته کې ویلي، اروپايي ټولنه او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټول بنسټونه چمتو دي چې له افغانانو سره د کوچنیو پروژو په تمویل کې همکاري وکړي.

نوموړې له طالبانو غوښتي چې په اقتصادي برخه کې ښځو ته لومړیتوب ورکړي.

نورالدین عزیزي نړیوالو ته:د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده کړئ

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي یو وار بیا په نړیوالو غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

نور الدین عزیزي کابل کې یو کنفرانس ته ویلي، د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانانو او خصوصي سکتور ده او که نړۍ په ریښتیا هم له خصوصي سکتور څخه ملاتړ کوي؛ نو دغه شتمني دې ازاده کړي.

عزیزي زیاتوي، دوی له ټولو سوداګرو سره همکاري کوي او له پانګوالو غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

متقي:سیاست مو پرانېستی او ټولو لوریو سره تعامل غواړو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، سیاست یې پرانېستی او ټول کولای شي، چې له دوی سره تعامل ته را وړاندې شي.

نوموړي په کابل کې یو کنفرانس ته ویلي، چې له ټولو لوریو سره غوره اړیکې غواړي.

تر دې وړاندې بیا د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې دوی له نړۍ سره مشروط تعامل غواړي.

نواز شریف:لا هم تمه لري چې هند د دوی هېواد ته د چمپین ټرافي سیالیو ته ورشي

0

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف وایي، لاهم تمه لري، چې د هند لوبډله به پاکستان ته چمپین ټرافي ته ورشي.

هغه ویلي، اړتیا ده چې هند سره اړیکې بېرته ورغول شي او ستونزې باید حل شي.

تر دې وړاندې پاکستان تمه لرله چې هند دغه هېواد ته د چمپین ټرافي سیالیو لپاره ورشي؛ خو څو ورځې وړاندې د هند کرکټ بورډ وویل،چې نه غواړي د چمپین ټرافي لپاره پاکستان ته لاړ شي.

د هند دغې پرېکړې د ګڼو خلکو غبرګونونه را پارولي دي.

ډونالډ ټرمپ؛له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو کې د ښکېلو جنرالانو استعفاء غواړي

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې د ښکېلو جنرالانو استعفاء غواړي.

ټرمپ ویلي، چې هر هغه جنرال چې دې موضوع کې لاس درلود، ورنه غوښتنه کوي چې د لوړې په ورځ له غرمې مخکې استعفا وکړي.

ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه په داسې حال کې کوي، چې وړاندې تر دې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې نوموړي پر جوبایډن هم توندې نېوکې کړې دي.