سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 75

سویلي کوریا؛خپلو وګړو ته له ایرانه د ژر وتلو خبرداری ورکړی

0

په تهران کې د سویلي کوریا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې که الوتنې لا هم عادي روانې وي، نو ژر تر ژره دې له ایرانه ووځي.

دغه سپارښتنه په داسې حال کې شوې چې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام په اړه سیمه‌ییزه ترېنګلتیا زیاته شوې ده.

سفارت ویلي، که وضعیت نور هم کړکېچن شي، ښايي نړیوالې الوتنې وځنډول شي او له هېواده د وتلو لارې محدودې شي.

سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې د امنیتي سپارښتنو جدي پاملرنه وکړي، له ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو ډډه وکړي او له سفارت سره په اړیکه کې پاتې شي.

نصیر احمد فایق:پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونو له امله مې ملګرو ملتونو ته رسمي شکایت وکړ

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو رسمي شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلی دی.

د استازولۍ د سرپرست نصیر احمد فایق په وینا، دغه شکایت د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ د ۲۱ او ۲۲ نېټو د هوايي بریدونو په اړه دی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ملکي وګړي، وژل شوي دي.

نوموړي ویلي چې افغانستان له نړیوالې ټولنې غواړي څو د دغو بریدونو د درولو لپاره عاجل اقدامات وکړي او د پېښې په اړه خپلواکه څېړنه ترسره شي.

په شکایت کې ټینګار شوی چې یاد بریدونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، او باید عاملین یې حساب ته راکاږل شي.

د افغانستان دایمي استازولۍ همداراز د ملګرو ملتونو د منشور د رعایت او د نړیوالو اصولو د درناوي غوښتنه کړې ده.

بلوچستان؛پر پولیسو او ودانیز شرکت برید کې لس کاریګر تښتول شوي

0

د بلوچستان په بارکهان او خضدار ولسوالیو کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یوه پولیس مرکز او ودانیز شرکت بریدونه کړي او شاوخوا ۱۰ کاریګر یې تښتولي دي.

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري راپور ورکړی، چې په بارکهان کې له برید وروسته څلور کاریګر او په بله جلا پېښه کې شپږ نور کسان له سیمې وړل شوي دي.

د راپور له مخې، تښتول شوي کسان د موسی‌خېل او سند اوسېدونکي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغو پېښو مسوولیت نه دی منلی.

اکسیوس:واشنګټن ایران ته د هوکړې وروستی فرصت ورکوي

0

اکسیوس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې روانې خبرې اترې د ایران لپاره وروستی چانس بلل کېږي، څو د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره هوکړې ته ورسېږي؛ که نه نو امریکا به پراخ پوځي اقدام ته مخه کړي، چې کېدای شي د ایران ستر مشر علي خامنه‌ای هم پکې په نښه شي.

راپور وایي، ټاکل شوې د خبرو نوی پړاو د پنجشنبې په ورځ په جېنوا کې ترسره شي.

یو لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، که تهران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې روښانه وړاندیز وړاندې کړي، واشنګټن چمتو دی خبرې بیا پیل کړي.

د راپور له مخې، امریکايي لوری د ایران د رسمي مسودې په تمه دی او دواړه خواوې ښايي د هر اړخیز اټومي تړون تر مخه پر یوې لنډمهالې هوکړې هم بحث وکړي.

سهیل اپریدی:په تیرا کې د ملکي تلفاتو مسوول امنیتي ځواکونه دي

0

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په تیرا دره کې د ملکي وګړو وروستۍ مرګ‌ژوبله وغندله او ویې ویل چې دغه پېښه د امنیتي ځواکونو د بې‌کفایتۍ او ناتوانۍ پایله ده.

هغه په خپله اعلامیه کې ویلي چې په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي، او صوبايي حکومت به د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

بل لور ته پاکستان تحریک انصاف هم پېښه خواشینوونکې بللې او د شفافو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

ځایي سرچینو ویلي، په تیرا کې د هاوان مرمیو د لګېدو له امله ملکي کورونه زیانمن شوي او د پېښې پر ضد اوسېدونکو لاریون کړی دی.

نیویارک ټایمز:ټرمپ د ایران پر ضد د پراخ پوځي اقدام امکان ارزوي

نیویارک ټایمز وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، که له ایران سره راتلونکې خبرې یا یو محدود لومړنی برید ونه شي کولای تهران د واشنګټن غوښتنو منلو ته اړ کړي، نو په راتلونکو میاشتو کې به د پراخ پوځي اقدام او حتی د ایران د رهبرۍ د بدلون سناریو هم و ارزوي.

د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې د امریکا او ایران د مذاکره کوونکو پلاوي د پنجشنبې په ورځ په ژنو کې سره وویني؛ هغه ناسته چې د پوځي شخړې د مخنیوي لپاره وروستۍ موقع بلل شوې ده.

هم‌مهاله ټرمپ د خبرو د احتمالي ناکامۍ په صورت کې بېلابېل سناریوګانې ارزوي.

د هغه سلاکارانو ویلي، ټرمپ په نږدې ورځو کې د هدفمند برید ترسره کولو ته لېوالتیا ښودلې، څو د ایران مشرانو ته دا پیغام ورسوي چې باید د اټومي وسلې د جوړولو له وړتیا تېر شي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

په احتمالي اهدافو کې د سپاه پاسداران مرکزي قومندانۍ، اټومي تاسیسات او د بالستیک توغندیو پروګرام یاد شوي دي.

راپور زیاتوي چې ټرمپ د روان کال دننه د داسې پراخ برید امکان هم رد کړی نه دی چې هدف یې د ایران د ستر مشر علي خامنه‌ای لرې کول وي.

راپورونه:ایران له روسیې سره د ۵۰۰ میلیونه یورو پټ پوځي تړون کړی

0

د راپورونو له مخې، ایران او روسیې یو پټ پوځي تړون کړی دی چې ارزښت یې ۵۰۰ میلیونه یورو اټکل کېږي.

د دې تړون له مخې، ایران ته ۵۰۰ د Verba نومي د لاس پر ضد هوايي توغندي سیستمونه (MANPADS) او ۲۵۰۰ توغندي ورکول کیږي.

دغه سیسټمونه د ټیټ الوتونکو الوتکو او ډرونونو په وړاندې مؤثر دي او د معلوماتو له مخې، تحویلي یې د ۲۰۲۷ تر ۲۰۲۹ کال پورې پلان شوې، خو امکان لري چې ځینې برخه یې مخکې هم واستول شي.

احمد شاه ساحل:پر افغانستان پرلپسې بریدونه یوازې د یوې کړۍ کار نه، بلکې د ټول پاکستان کار دی

لیکوال او سیاسي شنونکي احمد شاه ساحل د پاکستان وروستي بریدونه د افغانستان پر خلکو او ملي هویت مستقیم برید بللی او ټینګار یې کړی چې د دې مسئلې په اړه باید “روښانه او بې‌ابهامه دریځ” ونیول شي.

نوموړي ویلي چې د پاکستان له لوري پوځي اقدامات یوازې د یوې محدودې کړۍ کار نه دی، بلکې دا د ټول پاکستان له سیاستونو سره تړاو لري، او باید د افغانانو د یووالي لپاره حقیقتونه په ښکاره ډول بیان شي.

ساحل ټینګار کړی چې د پاکستان بریدونه د افغان ولس پر عزت، تاریخ او غرور برید دی او خبرداری یې ورکړی چې که دا ډول اقدامات بې ځوابه پاتې شي، راتلونکې کې به نور هم تکرار شي.

هغه له سیاسي او ټولنیزو فعالانو غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې د افغانانو د یووالي لپاره واضح او صریح دریځ خپل کړي او د موضوع په اړه له مبهمو تعبیرونو ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانانو او پاکستان ترمنځ شخړه باید جدي وبلل شي او د خلکو احساسات باید عادي یا کم ارزښته ونه ګڼل شي.

آصف علي زرداري:که په پاکستان کې وینه تویېږي، عاملین به یې د افغانستان په څیر بیا بیا په نښه شي

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ویلي چې هېواد یې د پولې هاخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د اقدام حق لري او ټینګار یې کړی چې که په پاکستان کې تاوتریخوالی دوام وکړي، نو مسؤل کسان به تعقیب او حساب ورسره وشي.

د پاکستان د ولسمشرۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اسلام‌اباد د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره اقدامات مشروع بولي او دا یې د دولت اساسي مسؤلیت یاد کړی دی.

زرداري د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره ویلي چې د دوحې تړون له ژمنو سره سره لا هم داسې اندېښنې شته چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارېدلی شي.

هغه د ملګرو ملتوتو د څار راپور ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو د حضور یادونه شوې او ګواکې ځینې یې د پاکستان پر ضد فعالیتونه تنظیموي.

نوموړي ویلي چې هېواد یې د سیمې له هېوادونو سره د سولې او همکارۍ غوښتونکی دی، خو زیاته کړې یې ده چې د پاکستان د خلکو امنیت «بنسټیز او نه معامله کېدونکی اصل» دی.

پر افغانستان د پاکستان هوایي برید ته د هند د بهرنیو چارو وزارت غبرګون:پاکستان د سیمې بې ثباتۍ ته لمن وهي

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې هند د پاکستان هغه هوايي بریدونه په کلکه غندي چې د افغانستان په خاوره کې ترسره شوي او له امله یې ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اعلامیه زیاتوي چې دغه بریدونه د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې ترسره شوي چې دا کار یې لا ډېر خواشینوونکی بللی دی.

اعلامیې کې ویل شوي، پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي چې خپلې کورنۍ ناکامۍ بهر ته منتقلې کړي او د سیمې امنیت خراب کړي.

اعلامیه کې ټینګار شوی چې هند د افغانستان د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ملاتړ کوي او دا دریځ به دوام ولري.

هند ټینګار کړی چې د افغانستان پر خاوره هر ډول پوځي برید د نړیوالو اصولو خلاف دی او باید پای ته ورسېږي.