شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 741

قطر او برېټانیا؛د افغانستان په اړه خبرې کړې

قطر او برېټانیا د افغانستان په وروستي وضعیت خبرې کړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، فیصل بن عبدالله آل حنزاب د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي، انډریو مک کوبري سره کتلي چې په افغانستان کې پر وروستي سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې شوې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دغې لیدنې خبر ورکړی، خو د ناستې په اړه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

د یادونې ده چې اوس مهال د ګڼ شمېر هېوادونو چار سمبالي د افغانستان لپاره خپلې چارې له قطر څخه سمبالوي.

د طالبانو د مشر نوی فرمان؛د یو ریاست رییس پکې د وزارت مرستیال ټاکل شوی

د طالبانو مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده په خپل حکومت کې یو لړ بدلونونه رامنځته کړي.

د نوموړي د فرمان له مخې، د کندهار د ټولګټو چارو ریاست پخوانی مرستیال عبدالهادي یعقوب د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، د بادغیس والي مولوي عبدالصمد د غزني د والي په توګه او د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون مرستیال ملا عزیز الرحمن د کندهار ولایت د ټولګټو چارو ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

د دغه فرمان له مخې، د یو شمېر قول اردو ګانو چارواکي هم تغییر او تبدیل شوي.

سره له دې چې خلک هر وخت د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې کار اهل کار ته نه سپاري؛ خو په تازه ګمارنو کې یې هم لیدل کېږي چې مقرر شوي چارواکي ټول طالبان دي.

نیمروز؛د طالبانو کمیساري له ایران څخه د ۱۰۰ تنو هغو افغانانو د جسدونو رالېږد تائید کړی، چې ایراني پوځیانو وژلي وو

د نیمروز کمیسیاري کې طالبانو دغه ولایت ته د سل تنو هغو کسانو د جسدونو انتقال تائید کړی، چې څه موده وړاندې د ایران بلوچستان کې د دغه هېواد ځواکونو وژلي وو.

دوی ویلي، په دې کې د هغو افغانانو جسدونه هم شته چې په ټرافیکي پېښو کې وژل شوي.

یو شمېر سرچینې وایي په دې کې ډېر جسدونه د هغو افغانانو دي چې ایرانیانو وژلي وو.

تر دې وړاندې هم ایران ته تللي طالب پلاوي منلې وه چې پر افغانانو برید شوی؛ خو د وژل شویو کسانو شمېر یې یوازې درې تنه ښودلی وو.

د طالبانو امربالمعروف؛هرات کې د ښځو لپاره ځانګړې شوې کافې تړلې دي

د طالبانو امربالمعروف هرات کې د ښځینه وو لپاره ځانګړې شوې کافې تړلې دي.

هلته یو شمېر کافې د میرمنو لپاره ځانګړې وې، چې هیڅ نارینه نه ور پرېښودل کېده؛ خو اوس هغه هم تړل شوي دي.

تر دې وړاندې طالبانو د دغو کافې مالکانو ته ویلي وو، چې خپل کاروبار وتړي.

د طالبانو حکومت د یاد کار موخه له اخلاقي فساد څخه مخنیوی یادوي.

یوناما:افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې لومړۍ غونډه جوړه شوه

یوناما وایي، افغانستان کې یې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې لومړۍ غونډه جوړه کړه.

یادې ادارې په یو راپور کې ویلي، دا غونډه یې د دوحې درېیمې ناستې د پرېکړو او ژمنو په تعقیب جوړه کړې.

راپور کې د یوناما د مشرې روزا اتونبایوا له قوله ویل شوي، چې افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه مهمه مسئله ده، چې ان پر لرې پرتو ټولنو هم اغېز کوي.

د یادونې ده چې د دوحې درېیمې ناستې کې د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره هڅې، د کنګل شوې شتمني ازادول او افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ګډې کاري ډلې جوړول مهمې غوښتنې وې.

د مخابراتو نړیوال سازمان راپور:نړۍ کې د انټرنېټ د استعمالوونکو شمېر په زیاتېدو دی

0

ملګرو ملتونو د مخابراتو د نړیوال سازمان له قوله راپور ورکړی، چې اوس مهال نړۍ کې له انټرنېټ ګټه اخیستنه زیاته شوې او ۵.۵ میلیارده کسانو له انټرنېټ ګټه اخیستې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د استعمالوونکو دا شمېر له تېر کال څخه ۲۲۷ میلیونه زیات دی.

راپور کې راغلي، چې دمګړی د نړۍ۶۸ سلنه خلک انټرنېټ کاروي.

د یادونې ده چې اوس مهال په نوره نړۍ کې ډېره برخه کار د انټرنېټ په واسطه ترسره کېږي.

د شیخ هبت‌الله د فرمان څخه نافرماني؛ملا هدایت الله بدري خپل یو رئیس پدې خاطر بندي کړ، چې خپل اوښی یې پرځای وګماري

د طالبانو حکومت د کانونو وزارت څخه یوې سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې ددې وزارت وزیر هدایت الله بدري د عوایدو پخوانی رئیس عقاب حنفي د یو پلان له مخې د اداري فساد په تور بندي کړی وو.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وایي، د کانونو وزیر هدایت الله بدري غوښتل خپل اوښی عبدالله حیدري عوایدو ریاست ته راولي؛ نو د یوې توطیې له مخې یې عقاب بندي کړ.

دیادونې وړ ده چې د کانونو وزارت د عوایدو پخوانی مشر عقاب حنفي د روان لمریز کال د قوس میاشت کې د طالبانو محکمې نوموړی بې ګناه وباله او برأت یې ورکړ.

میلیټري ویبپاڼه:د جنرال سمیع سادات لیکل شوی کتاب “وروستی قوماندان” یو له غوره پوځي کتابونو څخه دی

ملیټري ویبپاڼه وایي د افغان پوځ د پخواني جنرال سمیع سادات لیکل شوی کتاب “د افغانستان وروستی قوماندان، د افغانستان تېره او راتلونکې جګړه” په روان کال کې د ۹ غوره پوځي کتابونو په نوملړ کې راغلی دی.

“د افغانستان وروستی قوماندان” د سږ لمریز کال د زمري په پنځلسمه په انګلیسي او پښتو ژبو په امریکا کې خپور شو.

د متحدې جبهې مشر او د پخواني پوځ
جنرال سمیع سادات پدې کتاب کې له طالبانو سره د جګړې او د جمهوري حکومت د ړنګېدو په اړه خپل یادښتونه لیکلي.

کورمه کې؛جرګې د شیعه او سنیانو جګړه کوونکي له مورچو ښکته کړې

0

د پاکستان په کورمه کې جرګې پرېکړه کړې چې، سر له ننه به شیعه او سني وسله‌‌‌‌وال له مورچو راښکته کېږي او له نن وروسته به په یو بل ډزې نه کوي.

جرګې دغه راز ویلي چې، دواړه لورې به د یوه بل برمته شوي کسان خوشې کوي.

په کورمه کې پاکستاني چارواکو ویلي، چې د نومبر له یوویشتمې راپه‌دې خوا د شیعه او سنیانو شخړو له امله ۱۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰ ټپيان شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ویلي، چې مخکې هم دا جګړې کېدې؛ خو د جولای او اکتوبر ترمنځ په دې سیمه کې د دواړو لوریو د جګړو له امله ۷۹ کسان وژل شوي دي.

د اوربند له موافقې وروسته؛اسراییلي ځواکونو د حزب‌الله ۷ تنه وژلي

0

د اوربند له موافقې سره سره اسرايیلي ځواکونو د لبنان د حزب‌الله ډلې د اوو تنو د وژلو خبر ورکړی.

اسرائیلي ځواکونو ویلي، چې د لبنان په جنوب کې یې دغه ‌‌‌کسان پرون وژلي دي.

د اسرايیلي پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي، چې په سیمه کې د کسانو شتون له موافقې څخه سرغړونه وه.

د یادونې ده چې د اوربند موافقه کې هوکړه شوې، چې باید د حزب‌الله ځواکونه د لیتاني سیند چې د اسرايیل او د لبنان د سرحد په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی، له څنډو ووځي.