شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 742

هه‌نګاو:ایران یو ۲۷ کلن افغان وګړی اعدام کړی

د بشري حقونو سازمان “هه‌نګاو” وایي، چې ایران یو ۲۷ کلن افغان وګړی اعدام کړی دی.

دغه سازمان ویلي، چې اعدام شوی کس نظام الدین نورالحق نومېږي او د مزار ولایت څخه وو، چې تېر کال د ایران د قضايي ادارې له خوا د “قصدي وژنې” په تور په اعدام محکوم شوی و.

یاد سازمان زیاته کړې، چې نوموړی د شنبې په ورځ د شیراز په مرکزي زندان کې اعدام شو.

د یادونې ده، چې په روان کال کې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۶۳ تنو ته رسېدلی دی.

پاکستان:وروستیو لاریونونو کې د ۱۹ افغانانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰۰ تنه مو نېولي

اسلام اباد کې په وروستیو لاریونونو کې ۱۹ افغانان هم نېول شوي دي.

د اسلام‌‌‌اباد د پولیسو مشر سید علي ناصر رضوي ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له‌خوا شاوخوا ۱۰۰۰ مظاهره‌چيان نيول شوي چې ۱۹ افغانان هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې پاکستان کې لاریون کونکو د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې له زندان څخه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

د یادونې ده چې نن د عمران خان تحريک انصاف ګوند پر خپله ایکس‌‌‌پاڼه وویل، چې دوی خپل لاریون په مظاهرو کې د لږ تر لږه شپږ کسانو له وژل کېدو وروسته وځنډاوه.

د بشري حقونو د څار سازمان:طالبان په رسنیو کې د انتقادي محتوا لرونکو موادو د خپرولو مخه نیسي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې طالبان په رسنیو کې د هر ډول انتقادي محتوا لرونکو موادو د خپرولو مخه نیسي.

یاد سازمان د رسنیو په کارونو کې د طالبانو په لاس‌‌‌وهنې او د افغان خبریالانو پر ستونزو اندېښنه ښودلې.

دغه سازمان زیاته کړې چې طالبان په مستقیم ډول د رسنیو په خبري خونو کې په فعالیت سره د هر ډول انتقادي محتوا درلودونکو مواد د خپرولو مخه نیسي.

دوی ویلي، چې طالبانو زیاتره خبریالان نېولي او شکنجه یې هم ورکړې ده.

دا په‌‌‌ داسې حال کې ده چې پرون سه‌‌شنبه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما هم د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه راپور خپور کړ.

رویټرز:د عمران خان ګوند په موقتي توګه خپل اعتراضونه ودرول

0

رویټرز خبري اژانس وایي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان ګوند په موقتي توګه خپل اعتراضونه ودرول.

رویټرز ویلي، چې په دغو لاریونونو کې د عمران خان د ګوند لسګونه غړي هم نیول شوي دي.

په یادو لاریونو کې د څلور پاکستاني ځواکونو او دوو مظاهره چیانو په ګډون شپږ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ خپلو سرتېرو ته د عمران خان پر معترضو پلویانو د ډزو امر کړی وو.

هرات؛یو ځوان له خپلې مور سر پرې کړی دی

سرچینې وایي، د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې یوه ځوان له خپلې مور سر پرې کړی دی.

د سرچینو په خبره، دغه ځوان بسم الله نومېږي او په وینا یې د خپلې مور د بيا واده له امله په غوسه وو.

سرچینو زیاته کړې چې دغه ٢٢ کلن ځوان د خم عبدالرحمن په کلي کې د خپل ماما په همکارۍ خپله مور په چاقو وژلې او تښتېدلی ده.

سرچینې دغه راز ویلي، چې د دغې مېرمنې د دوهم واده ورور او زوی یې مخالف وو.

د طالبانو ځایي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حماس:موږ هم اسرائیلو سره اوربند ته چمتو یو

0

د حماس یوه جګپوړي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دا ډله په غزه کې اوربند ته چمتو ده او په لبنان کې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د اوربند د موافقې هرکلی کوي.

دغه چارواکي ویلي، چې موږ په مصر، قطر او ترکیې کې منځګړو ته خبر ورکړی چې حماس د اوربند او د بندیانو د تبادلې جدي تړون ته چمتو دی؛ خو اسرائیل د دې موافقې په وړاندې خنډ دی.

په ورته وخت کې به لبنان کې د اوربند په پلي کېدو سره، امریکايي او اسرائیلي چارواکو هیله څرګنده کړې چې د حزب الله د پوځي ملاتړ له لاسه ورکول به حماس دې ته اړ کړي چې سولې ته غاړه کېږدي.

بل لورته اسرائیلو ویلي، چې حماس د يرغمل شويو کسانو د خوشې کولو په اړه تر اوسه د دغه هېواد شرطونه نه دي منلي.

د طالبانو حکومت؛پروان کې یو کس د قذف په تور ۸۰ دُرې وهلی

د طالبانو حکومت سترې محکمې ویلي، چې په پروان کې یې پر یوه کس د قذف حد پلی کړی دی.

یادې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کس په یوه بل کس د زنا تور پورې کړی و چې د ثبوت نه لرلو له امله په عام محضر کې اتیا دُرې و وهل شو.

د یادونې ده چې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو حکومت د ۱۵ ښځو په ګډون ۱۰۱ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې په درو وهلي دي.

ریچارډ بینېټ:د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جنسيت پر بنسټ سیستماتیکې ځپنې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

ریچارډ بینټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنيوي د ورځې د پیلېدو په مناسبت ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول لوی جرم دی او په وینا یې دا جرم د طالبانو له لوري ترسره کېږي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو حکومت افغانستان ته د ریچارډ بینېټ په راتګ بندیز ولګوو او هغه یې د پروپاګند په خپرولو تورن کړ.

ازبکستان کې؛د ملګرو ملتونو او د منځنۍ اسیا هېوادونو چارواکي له افغانستان سره په همکارۍ خبرې کوي

ازبکستان وایي، چې د ملګرو ملتونو چارواکي او د منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران په تاشکند کې راټول شوي ترڅو د سیمې او افغانستان سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په ګډون د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، او ترکمنستان استازي په دې غونډه کې ګډون لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې غونډې د اجنډا یوه مهمه برخه د افغانستان پر محور د سیمه‌ییزې همکارۍ اړوند بحثونه دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

محسن نقوي:د افغان کډوالو د برخلیک په اړه به لنډ وخت کې یوه مهمه پرېکړه وشي

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، چې د پاکستان په وروستیو مظاهرو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه به نن جزیات شریک کړي.

نوموړي ویلي، چې په نژدې ورځو کې به د افغان کډوالو د برخلیک په اړه یوه مهمه پرېکړه اعلان شي.

محسن نقوي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړې.

د یادونې ده چې په اسلام اباد کې د وروستیو مظاهرو له کبله شپږ تنه وژل شوي او دغه مظاهرې لا هم دوام لري.