چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 740

محمد نبي:د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندم؛ دوی له نجونو وروستی فرصت هم واخیست

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي پر نجونو د طبي زدکړو د بندېدو پرېکړه غندلې ده.

نوموړي پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، چې طالبانو اول پر نجونو ښوونځي، بیا پوهنتونونه او دا دی اوس ترې وروستی فرصت چې د طب برخه کې نیمه لوړې زدکړي وې هم واخیستل شو.

نوموړی زیاتوي، چې دا پرېکړه به یوازې نجونو ته نه، بلکې د هېواد ټولو وګړو ته زیان ورسوي.

محمد نبي همداراز یاده پرېکړه نا عادلانه بللې او زیاته کړې یې ده، چې په عاجزانه توګه د طالبانو له حکومت غواړي تر څو د نجونو د زدکړو د بندوالي پر پرېکړې دې بیا غور وکړي.

د شیخ هبت الله پرېکړې ته غبرګونونه؛دا ځل د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي هم چوپ پاتې نشول

د نجونو پر مخ د طبي انستیتونو د تړل کېدو پرېکړې په اړه د غبرګونونو په دوام، تازه د هېواد کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز هم خپل غبرګون ښودلی.

هغه د قرانکریم ایت او د پیغمبر “ص” هغه حدیث نشر کړی، چې په زدکړو ټینګار کوي.

تر ده د مخه راشد خان هم خپل غبرګون کې له طالبانو غوښتي وو چې پر دغې پرېکړې له سره کتنه وکړي.

راشد خان؛د نجونو د طبي انستیتوتونو پر بندېدو خواشیني ښودلې

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډل مشر راشد خان د نجونو د طبي زدکړو پر بندېدو خواشیني ښودلې ده.

هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې رسنیو کې د نجونو د طبي زدکړو بندیز په اړه خپرو شویو وېډیوګانو سخت خواشینی کړی دی.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې د نجونو زدکړې د هېواد په پرمختګ کې مهمې بللي او په خبره یې پر یادې پرېکړې باندې دې له سره کتنه وشي.

کندهار؛شیخ هبت‌الله اخندزاده کابینه ورغوښتې او اوس یې پټه ناسته روانه ده

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده او د کابینې ترمنځ یې ناسته روانه ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې ناسته کې د طالب وزیرانو ترڅنګ د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم شتون لري.

هغه د دغې ناستې د جزیاتو په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي؛ خو زیاتوي چې په بېلابېلو موضوعاتو به خبرې وشي.

دا دوه ورځنۍ ناسته د طالبانو حکومت د مشر په رهبري ترسره کېږي.

دا ناسته وروسته تر هغې ترسره کېږي، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو په طبي انستیتونونو کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز ولګوو.

اروپایي ټولنه:د طالبانو وروستۍ پرېکړه به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم زیات کړي

اروپایي ټولنې د طالبانو لخوا په طبي انستیتوتونو کې د نجونو د زده کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي چې دا پریکړه یو ځل بیا له اساسي او بشري حقونو څخه سخته سرغړونه او زده کړو ته د ښځو پر لاسرسي یو ناحقه برید دی.

یادې ټولنې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې پرېکړې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې ژوروي او د دغه هېواد د خلکو کړاو نور هم زیاتوي.

دوی دغه راز ټینګار کړی چې په تعلیم او کاري ځواک کې د ښځو ګډون یوازې د برابرۍ خبره نه ده، بلکې د هر هېواد د ځان بسیاینې، پرمختګ او هوساینې لپاره اړینه ده.

دغې ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې دا تبعیضي پالیسي بیرته واخلي او د نړیوالو قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت په طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوو.

حامد کرزی:طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانېزي

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې د نجونو پر مخ د طبي علومو د انستیتوتونو د دروازو بندول خورا خواشینونکي ده.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په داسې حال کې د نجونو پر مخ د انستیتوت دروازې وتړل شوې، چې د هېواد په ټولو برخو کې ښځې او ميندې له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

هغه ویلي: «افغانستان به هغه وخت له بهرنیو اړتیاوو وژغورل شي او داخلي ستونزو ته به لاره هواره شي چې متخصص او لوستي بشري منابع ولري او دا کار هغه وخت شونی دی چې د ټولو ځوانانو لپاره هغه که نجونې دي او که هلکان، د زده کړې زمینه برابره شي»

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د پردیو هېوادونو له اړتیا څخه د خلاصون یوازینۍ لار او د هېواد د ودې او پرمختګ یوازینی عامل تعلیم دی.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانېزي او په وینا یې د استعدادونو د ضایع کېدو مخه ونیسئ.

د اسټرالیا حکومت خپلو وګړو ته:افغانستان ته له ورتګ ډډه وکړئ

د اسټرالیا حکومت د افغانستان امنیتي وضعیت خطرناک بللی او له خپلو وګړو یې غوښتي چې دغه هېواد ته له سفر ډډه وکړي.

یاد دولت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې افغانستان کې د دوی د وګړو لپاره هیڅ تضمین نشته.

خبرپاڼه کې راغلي، که د اسټرالیا وګړي هلته لاړ شي؛ نو امکان شته چې یا ووژل شي او یاهم وتښتول شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د چمن پرلت کوونکو؛د چمن-سپین بولدک د لارې تړل کېدو پرېکړه ځنډولې

‏د چمن پرلت کوونکو د نن ورځې لاریون او د چمن- سپین بولدک لویې لارې د تړلو پرېکړه ځنډولې.

دوی ویلي، چې دغه پرېکړه یې د ځايي دیني عالمانو په غوښتنه کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به یې پرلت دوام کوي.

تر دې وړاندي پرلت کوونکو ویلي و، د روانې ډسمبر میاشتي پر څلورمه د چمن-سپین بولدک لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړي او پراخ لاریونونه به کوي.

د جنوبي کوریا ولسمشر؛د بېړني پوځي حکومت د اعلانونو پرېکړه بېرته واخیسته

0

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک د بېړني پوځي حکومت د اعلانونو پرېکړه بېرته واخیسته.

یون سوک په دغه هېواد کې بېړنی پوځي حکومت اعلان کړ، چې ورسره ګڼ مخالفتونه راپورته شول، چې له کبله یې نومړی د پرېکړې اخیستلو ته اړ شو.

په ورته مهال بیا د هغه دغه پرېکړه د ګڼو غبرګونو را پارېدو سبب شوه او د دغه هېواد تر ټولو سترې سوداګريزې ټولنې بیا په اعتصاب لاس پورې کړی.

یادې ټولنې ویلي، تر هغې به اعتصاب کوي، ترڅو چې یون سوک له دندې نه وي ګوښه شوی.

بل لورته د پارلمان مخې ته هم زرګونه لاریون کوونکي راټول شوي او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

د ډسمبر څلورمه؛د وژل شوي تیتسو ناکامورا پنځم تلین سره برابره ده

د ډسمبر څلورمه په افغانستان کې د جاپاني اینجینر تیتسو ناکامورا پنځم تلین سره برابره ده.

هغه پنځه کاله وړاندې په جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ووېشتل شو، چې لومړی ټپي او بیا یې ساه ورکړه.

جمهوري نظام ویلي وو چې د هغه د وژنې په اړه څېړنې کوي؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

عام افغانان د هغه وژل کېدل د افغانستان لپاره لوی زیان ګڼي او اوس هم د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د هغه قاتلین پیدا او سزا ورکړي.