دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 739

ګیني کې؛د فوټبال لوبې پر مهال د نندارچیانو ترمنځ د شخړې له کبله ۵۶ کسان وژل شوي

0

په ګیني کې د فوټبال د سیالۍ پر مهال د شخړو له امله ۵۶ کسان وژل شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ګیني په جنوب‌ختیځ کې د فوټبال سیالۍ د لیدونکو ترمنځ د شخړې له امله لږترلږه ۵۶ کسانو، چې په کې ماشومان هم شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د فرانس پرېس خبري آژانس په وینا، دا شخړې پرون د «نزیریکوري» ښار د ټورنمنټ په پایلوبه کې د دې ښار او د «لابه» لوبډلو ترمنځ رامنځته شوې دي.

ویل کېږي چې شخړه هغه مهال پیل شوه کله چې د لوبڅار د «نزیریکوري» په ګټه یو جنجالي پنالټي ورکړه.

د ګیني حکومت ویلي چې د دې پېښې په اړه به پلټنې ترسره کړي.

کابل؛د حزب اسلامي امیر له یو شمیر افغانو میرمنو او ځوانانو سره لیدلي

په داسې حال کې چې طالبانو په ښځو ګڼ بندیزونه لګولي او له نامحرمو خلکو سره یې له ناستو منع کړي؛ خو تازه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هېواد له یو شمېر ښځو او ځوانانو سره لیدلي دي.

د هغه ګوند ته منسوبې؛ ډیلي شهادت ورځپاڼې د دغې لیدنې خبر ورکړی؛ خو په اړه یې زیات جزیات نه دي خپاره کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت او سیاسي لیده کاته بندیز لګولی؛ خو بیا هم ګلبدین حکمتیار وخت ناوخت دا ډول لیدنې کوي، او د طالبانو د عدلیې وزارت پریکړه بابیزه ګڼي.

پښتونخوا؛د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله درې ماشومان وژل شوي

0

خیبرپښتونخوا کې په یوې دیني مدرسه کې درې ماشومان وژل شوي دي.

یاد ماشومان، په مدرسه کې د هاوان مرمۍ چاودنې له کبله وژل شوي دي.

دغه پېښه جاني خېلو سیمه کې رامنځته شوې.

ویل کېږي، چې دا هاوان مرمۍ ماشومانو له غره څخه راوړې وه او د لوبو کولو پرمهال یې چاودنه پرې کړې ده.

د اسرائیل ۱۲ رسنۍ:حماس سره یرغمل اسرائیلي پوځیان تر نیمايي زیات وژل شوي

0

د اسرائیل ۱۲ رسنۍ راپور ورکړی، چې د حماس له لوري د اسرائیل د یرغمل شویو کسانو له نیمايي ډېر یې د بېلابېلو دلایلو له کبله وژل شوي او مړه شوي دي.

د اسرائیل ۱۲ رسنۍ زیاته کړې، چې له حماس سره د جګړې غځول به د دغو کسانو ژوند نور هم له خطر سره مخ کړي.

د یادونې ده، چې د یرغمل شویو اسرائیلي وګړو، خلاصون د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند مهم شرط ګڼل کېږي.

خلیلزاد:د سوریې وګړي د خپل حکومت، ایران او روسیې له لوري له سخت وحشت سره مخ دي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د سوریې خلک له یوې لسیزې راهیسې د حکومت او د هغوی ملاتړو، ایران او روسیې له سخت وحشت او کیمیاوي وسلو له استعمال سره مخ دي.

د هغه په خبره، د سوریې وګړي داسې هېواد غواړي چې د ایران او روسیې له لاسوهنو پاک وي.

نوموړي یو وار بیا د دواړو لوریو له خوا پر سولې او خبرو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې داسې یو سیسټم باید رامنځته شي، چې د ټولو حقونه په کې خوندي وي.

د سوریي پوځ:د وسله والو یاغیانو مو یو شمیر سیمې بیرته نیولي

0

د سوریې پوځ وایي، د یولړ عملیاتو په لړ کې ددې هیواد یو شمېر هغه ښارونه بېرته نیولی چې د مخالفو یاغیانو په لاس کې وو.
په ورته وخت کې د سوریې د اپوزیسیون د مرستې ډلې چې د سپینې خولې په نوم پیژندل کیږي، اعلان کړی چې د سوریې او روسیې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.
بلخوا یو شمیر حکومتي سرچینې وايي، د سوریې او روسیې جنګي الوتکو د یکشنبې په ورځ د یاغیانو تر ولکې لاندې ښار ادلیب هوایي بریدونه کړي چې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د سوریې پوځ او ملګری هیواد روسیه وايي، د یاغیانو پټنځایونه یې په نښه کړي او پر ملکي وګړو یې بریدونه رد کړي دي.

رسنۍ وایې په ادلب او شاوخوا سیمو او حلب ته نږدې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د نورو اهدافو په بمباریو کې په وژل شویو کې لس ماشومان هم شامل دي.

د سهیل شاهین زوی؛هند ته د طالب دیپلوماتانو په نوملړ کې معرفي شوی

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې طالبانو د یو شمېر چارواکو نومونه هند ته د دیپلوماتانو په توګه لیکلي.

هندي سنډي ګارډین راپور ورکړی، چې په دغو کسانو کې د سهیل شاهین د زوی نوم هم شامل دی.

تر اوسه طالب چارواکو او د هند حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هند ویلي چې طالبانو ته د سفارت ورکړې په اړه غور کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د افغانستان په اړه ناسته کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی، چې روانه میلادي میاشت د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.

یادې ادارې نن په دې اړه یو راپور خپور کړی؛ خو د کره نېټې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

راپور کې راغلي چې دې ناسته کې به د یوناما مشره روزا اتونبایووا د اوچا استازي او یو شمېر نور چارواکي وینا وکړي.

امنیت شورا ټینګار کړی، چې په دې ناسته کې د مدني ټولنو یو استازی هم برخه ولري.

کام آیر هوایي شرکت؛هره سې شنبه د کابل-دوحې څخه مستقیمې الوتنې پیلوي

کام ایر هوایي شرکت وایي تمه لري چې د روان کال د قوس میاشتې له ۲۷مې نیټې د کابل-دوحې ترمنځ خپلې الوتنې پیل کړي.
کام آیر وایي، د قوس له اوه ویشتمې وروسته به هره سه شنبه له کابل څخه دوحې ته مستقیمې الوتنې پیل کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی و چې له قطر سره یې د مستقیمو الوتنو هوکړه لاسلیک کړې ده.

د طالبانو د شمېرو له مخې هره ورځ د افغانستان له هوايي حریم څخه شاوخوا ۳۵۰ الوتنې کېږي.

د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره د قطر اړیکې د پام وړ پراخې شوې. د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته ډېرو لوېدیځو هېوادونو خپل سفارتونه له کابل څخه دوحې ته انتقال کړل. د امریکا په ګډون ګڼ هېوادونه اوس په دوحه کې د خپلو دیپلوماتیکو دفترونو له لارې د افغانستان وضعیت څاري.

پاکستان کې ناامني؛تیرو دوو ورځو کې تر شلو ډیر پاکستاني سرتیري او وسله وال مخالفین وژل شوي

0

په تیرو دوو ورځو کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو اورپکو د نښتو له امله تر شلو ډیر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

‏د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، وسله والو اورپکو ددغه هیواد په خیبر پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې په پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي.

پاکستاني رسنۍ وایي، په دې نښتو کې ۱۶ وسله وال او ۴ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.