د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، هغه افغانان چې قطر ته انتقال شوي، له یوې سختې پرېکړې سره مخ دي: یا به کنګو هېواد ته ځي او یا به بېرته افغانستان ته ستنېږي.
راپور زیاتوي چې ډونالډ ټرمپ د شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو د انتقال لپاره له کنګو سره خبرې کوي.
د سرچینو په وینا، په دې ډله کې د امریکايي ځواکونو پخواني ژباړونکي، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو غړي او د امریکايي سرتېرو د کورنیو یو شمېر غړي شامل دي.
ویل کېږي چې د دغو کسانو راتلونکی لا هم روښانه نه دی او دا پرېکړه د هغوی لپاره له جدي اندېښنو سره مل ده.

