شنبه, جون 27, 2026
Home Blog Page 740

بیلډ نشریه:پر یمن د امریکا بریدونه ښایي پر ایران د برید لپاره تمرین وي

0

الماني نشریې بیلډ لیکلي، چې د امریکا نظامي تحرکاتو ته په کتو، ښايي سیمه د یو توپان شاهده وي.

یادې نشریې په یو راپور کې پر یمن د امریکا وروستیو بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې ښايي دا بریدونه په ایران د بریدونو لپاره د یو تمرین په موخه ترسره شوي وي.

سرچینه زیاتوي، چې امریکا د خپلو وژونکو وسلو په چمتو کولو بوخته ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ویلي، پر ایران د نظامي اقدام طرحه یې هم د میز پر سر پرته ده.

پر ټرمپ د چین طنز؛خولۍ دې هم چینایي پر سر کړې

0

پر چینايي توکو د امریکا تعرفو لوړېدو ته په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په طنزیه بڼه ویلي، چې د ټرمپ خولۍ هم د چین ده.

په همدې حال کې یو شمېر چینايي وګړو هم پر خپلو ایکس‌پاڼو د ټرمپ له لوري په انتخاباتي کمپاینونو کې پر سر شوې سره خولۍ نشر کړې او ویلي یې دي، چې دا د چین تولید دی.

د یادونې ده، چې اوس مهال امریکا پر چینايي توکو خپله تعرفه لوړه کړې او له چین غواړي، چې دوی باید د امریکا پر توکو تعرفه ونه لګوي.

د ازادۍ جبهه:بلخ او تخار کې مو ۹ طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د آزادي جبهه وایي، چې د دوی ډلې تېره ورځ په بلخ او تخار ولایتونو کې پر طالبانو دوه بریدونه کړي، چې له امله یې ۹ طالب جنګیاليو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې جبهې ویلي، چې لومړی برید د مزارشریف ښار په څلورمه ناحیه کې، د نظرګاه هوټل مخې ته شوی چې په ترڅ کې یې ۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي او د دوی یوه رنجر موټر هم له منځه تللی دی.

جبهه زیاتوي، چې دوهم برید د تخار ولایت مرکز، تالقان ښار د ګولايي باغ په سیمه کې پر یوې پوستې شوی، چې په پایله کې ۲ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

دې جبهې ویلي، چې په دغه بریدونو کې د دوی کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

یونیسف:په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړو ته مو روغتیايي او تغذیوي خدمتونه برابر کړي دي

یونیسف د ۲۰۲۴ کال د کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې سږکال له ۲۰ میلیونو زیات افغانان، چې نیمايي یې ماشومان دي، د دې ادارې تر ملاتړ لاندې مرکزونو کې له لومړنیو روغتیايي خدماتو برخمن شوي دي.

راپور کې ویل شوي، چې نږدې ۱۲ میلیونه ماشومان او میندې له تغذیې اړوند خدمتونو ګټه اخیستې ده.

راپور زیاتوي، چې ۵۶۴ زره ماشومان، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي، د ټولنیزې زده‌کړې له لارې ښوونې ته لاسرسی موندلی دی.

یونیسف په دې راپور کې سره له یادو پرمختګونو، په افغانستان کې پر شته پیچلو ننګونو اندېښنه ښودلې ده.

یوناما:طالبانو د امر بالمعروف قانون له لارې د خلکو ژوند محدود کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کېدو د خلکو پر ازادیو او شخصي حریم ژور منفي اغېز کړی دی.

یوناما وایي، طالبانو په ۲۸ ولایتونو کې د والیانو تر مشرۍ لاندې اجرائیه کمېټې جوړې کړې دي، څو دا قانون تطبیق کړي.

راپور زیاتوي، چې محتسبانو ته پراخ واک ورکړل شوی، چې خلک په خپله خوښه ونیسي او مالونه یې ضبط کړي.

د یوناما په وینا، دا قانون نه یوازې د نارینه او ښځو، بلکې اقلیتونو، ځوانانو او آن غیر سني مذهبي ډلو ژوند هم اغېزمن کړی دی.

عبدالسلام حنفي:پاکستان دې د افغان کډوالو د اسلامي او ګاونډي حقوقو درناوی وکړي

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان او افغانستان سرحد ته نږدې د تورخم کډوالو کمپ ته سفر کړی.

هغه له پاکستان څخه تازه را ستانه شوو کډوالو ته د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی.

نوموړي ویلي، چې پاکستان باید د راستنېدونکو افغان کډوالو د بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او ګاونډي حقوقو درناوی وکړي.

مارکوس زودر:د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره د مهاجرت په پالیسیو کې بدلون راولو

د جرمني د بایرن ایالت مشر مارکوس زودر ویلي، چې هېواد یې د مهاجرت په تګلارو کې بدلون راولي تر څو د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

نوموړي ویلي، د نوې تګلارې له مخې به مجرم کډوال بېرته افغانستان او سوریې ته واستول شي، د کورنیو د یو ځای کېدو بهیر به وځنډېږي او د تابعیت قانون به هم بدلون ومومي.

زودر همداراز زیاته کړې، چې جرمني به د پناه‌ غوښتونکو د منلو بهیر هم محدود کړي.

هغه دغه بدلونونه د جرمني لپاره حیاتي بللي دي.

د طالبانو ستره محکمه:درې تنه په نیمروز او بادغیس کې سبا په عام محضر کې اعداموو

د طالبانو حکومت د سترې محکمې ویاند، عبدالرحیم راشد ویلي چې سبا جمعه به درې تنه د قتل په تور په نیمروز او بادغیس ولایتونو کې اعدام شي.‌

طالب چارواکو له خلکو، دیني عالمانو او چارواکو غوښتي چې د اعدام د نندارې لپاره په زرنج او قلعه‌نو ښارونو کې راټول شي؛ خو ورته خبرداری ورکړل شوی چې له ځان سره وسله، سمارټ‌فون او د تصویر اخیستلو وسایل ور نه وړي.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، یو تن به په زرنج کې د ورزشي لوبغالي په ساحه کې په علني ډول اعدام شي.

محمد نعیم وردګ:افغانستان له امریکا او نړۍ څخه د غرامت حق لري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد نعیم وردګ د امریکا د مالي مرستو د بندېدو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه د غرامت غوښتلو حق لري.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې افغانستان د نړیوالو قوانینو له مخې دا حق لري چې د امریکا او د نړیوالې ټولنې له لوري د شل کلن ناروا اشغال او تحمیلي جګړو له امله د شویو زیانونو تاوان واخلي.

هغه لیکلي: «دا د تعجب ځای دی چې اوس یو شمېر هېوادونه آن بشري مرستې هم د سیاسي شرطونو تابع ګڼي او وخت ناوخت پرې له سره غور کوي.»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې وړمه شپه د افغانستان لپاره د امریکا د مالي مرستو د بندېدو په اړه طرحه تر بحث لاندې نېولې وه.

د امریکا د استازو جرګې مشر:امریکا به هېڅکله ترهګرو طالبانو ته پیسې ورنکړي

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر، برایان مست ویلي، چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې هیڅکله طالبانو ته نه ورکول کیږي.

نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا د مالي مرستو د بندېدو په اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې امریکا به د طالبانو ملاتړ ته په هیڅ ډول اجازه ورنکړي او د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی چې د نړيوالو هېوادونو او غیر دولتي سازمانونو له لوري د طالبانو د ملاتړ مخنیوی وکړي.

د مست په وینا، امریکا د افغانستان لپاره مرستې بندې کړې دي، ځکه چې د طالبانو د حکومت لاندې هېواد ته د مرستو ورکول ممکن د ترهګرو لاس ته ورشي.

په ورته وخت کې سناتور تیم بورچټ هم ویلي، چې سره له دې چې امریکا نه شي کولای طالبانو ته مرستې ورکړي؛ خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته لا هم میلیونه ډالر لېږل کیږي.