شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 736

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د افغانستان په اړه ناسته کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی، چې روانه میلادي میاشت د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.

یادې ادارې نن په دې اړه یو راپور خپور کړی؛ خو د کره نېټې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

راپور کې راغلي چې دې ناسته کې به د یوناما مشره روزا اتونبایووا د اوچا استازي او یو شمېر نور چارواکي وینا وکړي.

امنیت شورا ټینګار کړی، چې په دې ناسته کې د مدني ټولنو یو استازی هم برخه ولري.

کام آیر هوایي شرکت؛هره سې شنبه د کابل-دوحې څخه مستقیمې الوتنې پیلوي

کام ایر هوایي شرکت وایي تمه لري چې د روان کال د قوس میاشتې له ۲۷مې نیټې د کابل-دوحې ترمنځ خپلې الوتنې پیل کړي.
کام آیر وایي، د قوس له اوه ویشتمې وروسته به هره سه شنبه له کابل څخه دوحې ته مستقیمې الوتنې پیل کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی و چې له قطر سره یې د مستقیمو الوتنو هوکړه لاسلیک کړې ده.

د طالبانو د شمېرو له مخې هره ورځ د افغانستان له هوايي حریم څخه شاوخوا ۳۵۰ الوتنې کېږي.

د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره د قطر اړیکې د پام وړ پراخې شوې. د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته ډېرو لوېدیځو هېوادونو خپل سفارتونه له کابل څخه دوحې ته انتقال کړل. د امریکا په ګډون ګڼ هېوادونه اوس په دوحه کې د خپلو دیپلوماتیکو دفترونو له لارې د افغانستان وضعیت څاري.

پاکستان کې ناامني؛تیرو دوو ورځو کې تر شلو ډیر پاکستاني سرتیري او وسله وال مخالفین وژل شوي

0

په تیرو دوو ورځو کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو اورپکو د نښتو له امله تر شلو ډیر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

‏د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، وسله والو اورپکو ددغه هیواد په خیبر پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې په پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي.

پاکستاني رسنۍ وایي، په دې نښتو کې ۱۶ وسله وال او ۴ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

رویټرز:سوریې او روسیې په ګډه ادلب کې اووه مخالف وسله وال وژلي

0

ادلب کې د سوریې او روسیې په ګډو بریدونو کې اووه تنه وژل شوي دي.

رویټرز خبر ورکړی، چې دا برید تېره ورځ د سوریې حکومت پر مخالفینو شوی دی.

سرچینې د سیمې اوسېدونکو له قوله لیکلي، چې برید پر داسې سیمې شوی، چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته وه.

تر اوسه د سوریې حکومت مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې روسیې تېره ورځ هم د سوریې د مخالفې وسله والې ډلې یو شمېر سیمې په نښه کړې وې.

د بخښنې نړیوال سازمان:افغان ښځې سختې وځپل شوې، باید ملاتړ یې وشي

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې ویلي، اړتیا ده، چې د افغان نجونو ملاتړ وشي.

یاد سازمان ویلي، چې په تېرو درې کالو کې افغان نجونې له سخت بد وضعیت سره مخ وې.

له دغه سازمان څخه په خپاره شوي راپور کې د طالبانو بندیزونه غندل شوي؛ خو د افغان ښځو او نجونو مبارزه ستایل شوې ده.

راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو د افغان ښځو حقونه ورکړي.

د علي امین ګنډاپور د تره زوی؛سردار ثلقین خان نامعلومو کسانو وژلی

0

د خییر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د تره زوی د وسله والو کسانو له لوري وژل شوی دی.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې په سرادر ثلقین خان ګنډاپور باندې په دېره اسماعیل کې د لوني مور په سیمه کې برید شوی.

تر اوسه د یاد برید مسوولیت چا نه دی منلی.

سردار ثلقین خان تر دې وړاندې د پاکستان په حکومت کې هم دنده درلوده.

بشار اسد:ترهګر یوازې د زور په ژبه پوهېږي

0

دسوریې ولسمشر بشار اسد ویلي، چې ترهګر یوازې د زور او ځواک په ژبه پوهیږي.

بشار اسد نن د ابخازیا سیمې له سرپرست سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې ترهګر یوازې د زور په ژبه پوهیږي او دا هغه ژبه ده چې موږ به دوی پرې له منځه یوسو.

نوموړي زیاته کړې چې ترهګر د ملت او بنسټونو استازیتوب نه کوي او نه یې کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د تحریر الشام وسله والې ډلې لخوا ددغه هېواد په ګڼو سیمو کې جګړه روانه ده او تر اوسه له ۵ سوو ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو ۳ طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې یې ‏۳ طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې جبهې پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دوی ډلې د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې پر طالب سرتېرو برید کړی چې له امله یې دوه طالب سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

عباس عراقچي:امریکا د سوریې په ناکرارۍ او جهادي ډلو په ملاتړ کې ښکېله ده

0

ایران وایي، سوریه کې د روانو کړکېچونو له کبله د سوریې حکومت پرېکنده ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې نن یکشنبه پلازمینې دمشق ته ورسید، خبریالانو ته وویل چې داسرائیل او”تروریستي ډلو” ترمنځ هیڅ توپیر نشته.

هغه هیله څرګنده کړې، چې د سوریې حکومت یو وار بیا د تروریستي ډلو پر وړاندې بیا بریا تر لاسه کړي.

د عراقچي په خبره، سیمه له یوې نوې توطیې سره مخ ده او په سوریه کې روان کړکیچ د همدې توطیې برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا د سوریې په ناکرارۍ کې ښکیله وبلله.

پاکستان؛کورمه کې د وروستیو جګړو له کبله ۱۳۰ تنه وژل شوي دي

0

په کورمه کې د وروسیتیو مذهبي جګړو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۰ تنو ته رسېدلی دی.

د پاکستان پولیسو ویلي، چې په تازه نښتو کې شپږ تنه نور هم وژل شوي دي.

په دغو نښو کې د ټپیانو شمېر بیا ۱۸۶ تنو ته رسېږي.

د دغې جګړې له کبله د پېښور- پاړه چینار او خرلاڅې لارې هم تړل شوې دي.

د یادونې ده، چې دا جګړې له څو اوونیو راهیسې پیل شوې دي.