د ملګري ملتونه اړوند د هوا پېژندنې نړیوال سازمان ویلي، چې د اقلیمي بدلون له امله نړۍ ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د تاریخ تر ټولو ګرم کال تجربه کړي.
راپور کې ویل شوي چې د ځمکې د تودوخې کچه په چټکۍ لوړېږي او دا وضعیت د سختو موسمي بدلونونو لامل ګرځي.
د ملګري ملتونه اړوند د هوا پېژندنې نړیوال سازمان ویلي، چې د اقلیمي بدلون له امله نړۍ ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د تاریخ تر ټولو ګرم کال تجربه کړي.
راپور کې ویل شوي چې د ځمکې د تودوخې کچه په چټکۍ لوړېږي او دا وضعیت د سختو موسمي بدلونونو لامل ګرځي.
د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي، چې د اوکراین جګړه کې د روسیې وضعیت مخ په کمزورۍ دی او اوس جګړه د اوکراین په ګټه بدلېدونکې ښکاري.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو سیاستونو مسؤلې کایا کالاس ویلي، اروپا به له اوکراین خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او پر روسیې یې د بېقید شرط اوربند غوښتنه کړې ده.
نوموړې زیاته کړې، چې روسیې په وروستیو میاشتو کې د جګړې په ډګر کې درانه تلفات ګاللي او اقتصادي بندیزونو هم پر مسکو فشار زیات کړی دی.
هغې ټینګار کړی، چې اروپايي هېوادونه به د اوکراین دفاعي او مالي ملاتړ نور هم پیاوړی کړي.
بلخوا، د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د لوېدیځو متحدینو دوامدار ملاتړ د اوکراین ځواکونو مورال لوړ کړی او هڅه کوي هغه سیمې بېرته ونیسي چې روسیې نیولې دي.
په ورته وخت کې، روسي چارواکو د اروپايي ټولنې څرګندونې “سیاسي تبلیغات” بللي او ویلي یې دي چې خپل پوځي عملیاتو ته به دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به سبا د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته رسمي سفر وکړي.
د معلوماتو له مخې، نوموړی به د خپل سفر پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره هم لیدنه وکړي.
تمه ده په دې کتنه کې به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز وضعیت او د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي
د طالبانو حکومت د دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب مجاهد، له یو شمېر هغو افغانانو سره په لیدنه کې چې په روسیه کې مېشت دي، ویلي چې پخوا په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو شمېر د پام وړ و، خو اوس یې یوازې لږ کسان پاتې دي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان هندوان او سیکان حق لري بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او دلته د مالکیت، امنیت او تړاو احساس ولري.
مجاهد ټینګار وکړ چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر وګړی کولای شي په ډاډه زړه خپل وطن ته ستون شي او ژوند وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، هېواد به یې «تل د ایران تر څنګ ولاړ وي» او د تهران ملاتړ ته به دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان د ایران د سولې، ثبات او امنیت ملاتړ کوي.
د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف دا څرګندونې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د اختر په مناسبت په ټلفوني خبرو کې کړي.
د پاکستان لومړي وزیر هیله څرګنده کړې چې ډېر زر به د ایران د ملت د عزت او وقار مطابق د سولې یوه هوکړه وروستۍ شي او په وینا یې، دا کار به د ایران د اقتصادي ظرفیتونو د پراخېدو او د ټولې سیمې د ګټې لامل شي.
نوموړي همداراز ویلي چې پاکستان په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د خبرو له لارې د شخړو د حل غوښتونکی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي په توګه بریالی رول لوبولی او همداراز اسلاماباد ځان د احتمالي خبرو اترو د کوربه په توګه هم وړاندې کړی دی.
اکسیوس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د روان اوړي په پیل کې په کیوبا کې د حکومت د احتمالي سقوط سناریو ارزوي او د احتمالي ګډوډۍ په صورت کې یې د پوځي غبرګون تمرینونه هم ترسره کړي دي.
د راپور له مخې، یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، اوسنی وضعیت د “چټک سقوط” بڼه لري؛ خو واشنګټن دا مهال د کیوبا د حکومت د بشپړ نسکورولو نیت نه لري او دا بهیر په مرحلو کې پر مخ وړل کېږي.
اکسیوس زیاته کړې، د فشار دغه تدریجي سیاست به ټرمپ ته فرصت ورکړي چې د ایران له روانو خبرو وروسته پر کیوبا زیات تمرکز وکړي.
یو بل چارواکي ویلي، ټرمپ غواړي ټول ممکن فشارونه وازمويي؛ خو د پخوا په پرتله اوس د امریکا اختیارونه محدود شوي دي.
همداراز بل چارواکي ټینګار کړی چې واشنګټن لا هم د بندیزونو او نورو فشارونو لپاره پراخ امکانات لري او ښايي نور اقدامات هم ترسره شي.
د راپورونو له مخې، پاکستاني او چینايي شرکتونو د چین په هانګژو ښار کې د پاکستان-چین د سوداګرۍ کنفرانس پر مهال د ۱.۲۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.
په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د چین د ژیجیانګ ایالت والي لیو جي هم ګډون کړی و.
راپورونه وایي، شهباز شریف د څو سترو چینايي شرکتونو له استازو سره هم لیدلي چې په کې «سي اې ټي اېل»، «سټارچارج» او ګشیوژنګ فارماسوټیکل ګروپ» شامل دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي، دغه تړونونه د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.
همداراز دواړو لوریو د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) د پراختیا، د ګوادر بندر د پیاوړتیا او د سیمهییز اتصال د پراخوالي پر موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
د پکتیا ولایت د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ویلي، ناپېژاندو کسانو د زرمت ولسوالۍ د بیګوالو سیمې اړوند د عمرالدین په نوم د یوه اوسېدونکي د مڼو بڼ ته سخت زیان رسولی او ۱۰۹ هغه ونې یې پرې کړې چې حاصل ته رسېدلې وې.
نوموړي ويلي چې پولیسو د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، د مېوو د ونو پرېکول نه یوازې اقتصادي زیان اړوي، بلکې د بزګرانو پر حاصلاتو او د سیمې پر کرنیز وضعیت هم منفي اغېز کوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په نورو سيمو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.
د امېت شاه په مشرۍ د هند د کورنیو چارو وزارت د پاکستان پولې ته نږدې د «غیرقانوني» ودانیو د نړولو امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، هند ویلي هغه ودانۍ چې د پولې له ۱۵ کیلومترۍ دننه جوړې شوې او غیرقانوني بلل کېږي، باید ونړول شي.
امیت شاه د هند امنیتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې په ځانګړي ډول د سرحدي نفوذ، د نشه يي توکو قاچاق، د ترهګرۍ مالي ملاتړ او د ځمکو ناقانونه غصب د «سرحدي جرمونو» پر ضد اقدامات زیات کړي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د هند او پاکستان اړیکې د تېر کال له لنډې جګړې وروسته لا هم ترینګلې دي.
راپورونه وایي، هند اوس د پاکستان له پولې سره د امنیتي تدابیرو د سختولو هڅه کوي او د “سمارټ بارډر” یا هوښیارې پولې پروژه هم پر مخ وړي، څو د نفوذ او قاچاق مخه ونیسي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد په مسکو کې د ایران د ملي امنیت شورا د منشي له مرستیال علي باقر کني سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان خاوره او فضا هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې.
د راپورونو له مخې، یعقوب مجاهد ویلي چې «اسلامي امارت» دا موضوع د امریکا او ایران د وروستیو کړکېچونو پر مهال هم په عملي ډول ثابته کړې ده.
دغه لیدنه د نړۍ د لوړپوړو امنیتي چارواکو د څوارلسمې غونډې په څنډه کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شوې ده.
بلخوا، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې علي باقري کني په دې لیدنه کې امریکا او اسراییل د سیمې د هېوادونو “ګډ دښمنان” بللي دي.