اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د اروپايي ټولنې استازو ویلي چې یو ټولشموله سیاسي جوړښت کولی شي افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات پر لور بوځي.
هغوی همداراز غوښتنه کړې چې بشري مرستې دې په ټول هېواد کې له خنډ پرته خلکو ته ورسېږي او ښځو ته دې د مرستو په بهیر کې د ګډون زمینه برابره شي.
د اروپايي ټولنې په وینا، په افغانستان کې د سیاسي ګډون پراخوالی د اوږدمهاله ثبات لپاره مهم شرط دی، او نړیواله ټولنه باید د بشري حقونو موضوع ته دوامداره پاملرنه وکړي.
بل لور ته، د افغانستان واکمنو چارواکو تر دې وړاندې د ټولشموله حکومت موضوع د هېواد کورنۍ مسئله بللې او د بهرنیو هېوادونو څرګندونې یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.
د يادونې وړ ده چې د ټولشموله حکومت غوښتنه په وروستیو کلونو کې د لوېدیځو او سیمهییزو هېوادونو له لوري په وار وار مطرح شوې ده، چې ځینې یې د افغانستان د ثبات لپاره مهم شرط ګڼي.

