سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 697

د بریتانیا د فرهنګ وزیره:د کریکټ لوبغاړي باید د طالبانو د پالیسیو جزا ونه ویني

د بریتانیا د فرهنګ وزیرې لیزا ناندي ویلي، د کریکټ لوبغاړي هغه څوک نه دي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسیو جزا وویني.

نوموړې ویلي، د دوی لوبډله به په چمپینز ټرافي سیالیو کې له افغان لوبډلې سره لوبه وکړي.

نوموړې دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې فوزیه کوفي او یو شمېر نورو سیاستوالو د بریتانیې له کرکټ بورډ غوښتي چې افغان کرکټ لوبډلې سره لوبې لغوه کړي.

بلوچستان؛د پاکستاني ځواکونو پر موټر چاودنه شوې

0

بلوچستان کې د چاودنې له کبله درې پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه د بلوچستان په چمن ریل ګاډي سټیشن کې د امنیتي ځواکونو پر موټر شوې چې له کبله یې لږ تر لږه ۳ کسان ژوبل شوي دي.

تر اوسه د یادې چاودنې مسؤلیت چا نه دی منلی.

د یادونې ده چې هلته بلوڅ ازادي غوښتونکي د پاکستاني پوځ خلاف ورته بریدونه ترسره کوي.

کونړ سرکاڼو ولسوالۍ؛پاکستاني پوځ سره نښته کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته کې یو طالب وژل شوی.

سره له دې چې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه وایي؛ خو پاکستاني رسنیو ویلي چې دواړو لوریو یو پر بل د هاوان نږدې پنځوس ډزونه کړي.

ویل کېږي چې په دغه نښته کې دوه نور طالبان ټپیان شوي او د هاوان مرمیو له کبله له سیمې څخه ګڼ شمېر کورنۍ وتلې دي.

اوکراین:۲۰۲۴ کال کې مو د روسیې ۴ لکه او ۲۷ زره سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

0

اوکراین وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې یې د جګړې پرمهال د روسیې څه باندې ۴ لکه ۲۷زره سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

د اوکراین دفاع وزیر او لوی درستیز الکساندر سرسکي ویلي چې روسي ځواکونو ته دغه مرګه ژوبله د ۲۰۲۴کال د جنورۍ له پیل د ډسمبر تر ۳۰مې اوښتې ده.

په ورته وخت کې الجزیرې ویلي، چې د ۲۰۲۴کال پرمهال هره ورځ ۱۱۸۰ سرتېري وژل شوي دي.

بل لورته روسیې ویلي، ۲۰۲۴ کال کې یې، د اوکراین څه باندې څلور زره کیلومټره خاوره نیولې.

امیرخان متقي؛د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

‏د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره لېدلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او اماراتو پر دوو اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې اترې وکړې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه لېدنه کې د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي، په ځانگړې توگه اماراتو کې افغان توکو ته د بازارموندنې پر لارو چارو خبرې وشوې او پرېکړه شوې چې په اړه به يې تخنيکي کارونه ترسره شي.

تکل دغه راز لیکلي:« د بهرنيو چارو وزير له اماراتي لوري وغوښتل چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې راشي او افغان حکومت چمتو دی چې د پروسې د ښه پلي کېدو په برخه کې خپل رول ولوبوي.»

د هغه په خبره، په پای کې د دوې اړخيزې سوداگرۍ د لا پراختيا په موخه د منظم کار پر دوام او د توافق شوو چارو پر تعقيب هوکړه وشوه.

امیرخان متقي؛د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې کړې

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او د خلکو تر منځ په اړیکو هر اړخیزې خبرې وشوې.

په لیدنه کې امیرخان متقي د هند د بشردوستانه مرستو مننه کړې او زياته کړې یې ده چې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي د سیمې د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

متقي هندي لوري ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه چاته خطر نشته او د ديپلوماتیکو اړیکو د لوړولو، د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د سهولتونو رامنځته کولو هیله یې څرګنده کړې ده.

تکل ویلي چې د هند مرستیال وزیر په افغانستان کې د سرتاسري امن، ثبات، له مخدره توکو، او فساد سره د طالبانو د مبارزي ستاینه کړې او زیاته یې کړه چې هند لیواله دی په سیاسي او اقتصادي برخه کې له افغانستان سره اړیکې پراخې او د چابهار بندر له لارې سوداګري ته وده ورکړي.

په پای کې دواړو خواوو د ویزو او تجارت په برخه کې د اسانتیاوو په راوستلو هوکړه کړې.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت؛د جبریل عمر پر مړینې خواشیني ښودلې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د استرلیایي ښوونکي جبریل عمر پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د دغې پېښې په اړه د عمر کورنۍ او خواخوږو ته تسلیت وایي.

جبریل عمر تېرو کلونو کې طالبانو نیولی وو، چې وروسته مسلمان او کابل کې یې اوسېدنه غوره کړه.

هغه له اوږدې مودې راهیسې د سرطان له ناروغۍ کړېده.

اسټرالیایي ښوونکی؛جبریل عمر کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ

اسټرلیاوي ښوونکی جبریل عمر کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

جبریل عمر چې د طالبانو حکومت سره زنداني وو، له خوشې کېدو وروسته مسلمان او په افغانستان کې یې استوګنه غوره کړه.

نوموړی له اوږدې مودې راهیسې له ورپېښې ناروغۍ کړیده او نن ومړ.

شمالي وزیرستان؛وسله والو د ترهګرۍ ضد افسر وژلی

0

نا څرګندو وسله والو د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیس افسر وژلی دی.

ځايي مسوولینو ویلي، چې یاد افسر په هدفي برید کې په نښه شوی.

تر اوسه چا د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د یادونې ده، چې هلته دا ډول پېښې تحریک طالبان پاکستان ډله ترسره کوي.

د طالبانو حکومت رسمي اعلامیه کې؛د پاکستان د پولي واحد روپۍ کارول غبرګونه راوپارول

په رسمي اعلامیه کې د افغانۍ د کرنسۍ پر ځای د پاکستان د پولي واحد روپۍ کارولو د ټولنیزو رسنیو د یو شمېر افغانو کاروونکو نیوکې راپارولي.

دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ لیکلي، چې له طالبانو سره شل کاله په کالدارو معامله شوې، نو ځکه د افغانۍ او ډالرو اسعار هم ورته روپۍ ښکاري.

مولوي اندړ دا چاره هم د طالبانو وارخطایي بللې، چې د افغانیو پرځای د پاکستان کرنسۍ نوم اخلي.

بل لورته لیکوال خوشحال خلیل هم د طالبانو حکومت پر مرستیال ویاند نیوکه کړې چې د افغانیو او ډالرو پر ځای یې د پاکستان د کرنسۍ نوم کارولی.

خوشال خلیل لیکلي، چې د دوی ذهن، فکر او اصطلاحات ټول پاکستاني دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د مرستو په اړه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون کې لیکلي وو، چې امریکا له دوی سره یو روپۍ مرسته هم نه ده کړې.