سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 696

مسعود پزشکیان:له ورور هېواد سره مو یو پلاوی د حقابې په اړه په خبرو بوخت دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د هلمند په سیند کې د حقابې په اړه طالبان او ایراني چارواکي په خبرو بوخت دي.

نوموړي ویلي، د انرژۍ وزارت اړوند ټیم مؤظف شوی، چې له ورور هېواد سره په دې اړه خبرې وکړي او خپله دی هم دا مسله څاري، ترڅو ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران د انرژۍ وزارت وزیر هم ویلي وو، چې دا مسئله له دیپلوماتیکو لارو په جدي ډول تعقیبوي.

د امریکا لاس انجلس؛د اورلګېدنې له کبله تر اوسه ۱۱ کسان وژل شوي

0

د امریکا په لاس انجلس کې د اورلګېدنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد.

دا اورلګېدنه، چې د تېرې سې شنبې په ورځ په کالیفورنیا کې رامنځته شوې وه؛ تر اوسه یې لس زره کورونه ویجاړ کړي دي.

د راپورونو له مخې، د یادې اورلګېدنې د مهارولو هڅې تر اوسه اته سلنه بریالۍ شوې دي.

بل لورته روانه اوونۍ کې د یو شمېر چټکو بادونو خبرداری هم ورکړل شوی، چې ښايي دا اور نور هم زیات کړي.

شمالي وزیرستان؛د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې یو پوځي او څلور تنه وسله وال وژل شوي

0

سیمه‌ییزې سرچينې وایي، د شمالي وزيرستان په غوريوم سيمه کې پاکستاني پوځیانو عملیات کړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغو عملياتو کې لږ ترلږه څلور وسله وال وژل شوي دي.

بل لورته بیا د شمالي وزيرستان په سپين وام سیمه کې د امنيتي ځواکونو پر موټر د ماين چاودنه شوې چې له امله يې يو پاکستانی پوځي وژل شوى دى.

د طالبانو حکومت؛د بندیانو د تبادلې په اړه له امریکا سره د مذاکراتو پیلیدل ومنل

د طالبانو حکومت ومنله چې د زندانیانو د تبادلې په اړه یې له امریکا سره خبرې روانې دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په دې اړه خبرې لا کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

حمدالله فطرت زیاته کړې، چې دوی په امریکا کې د خپلو بندي وګړو د خلاصون هڅه کوي.

څو ورځې وړاندې وال سټریټ ژورنال ویلي وو، چې امریکا او طالبانو په دې اړه خبرې پیل کړې.

علي ابادي:د هلمند سیند کې د حقابې موضوع په جدي ډول تعقیبوو

د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي ویلي، هېواد یې د هلمند سیند کې د حقابې موضوع د طالبانو له حکومت سره د تعامل او دیپلوماتیکو لارو څخه په جدي ډول تعقیبوي.

نوموړی زیاتوي، په دې برخه کې مذاکرات اخر ته د رسېدو په حال کې دي او ژر به یې پایلې شریکې کړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، علي ابادي ویلي، هڅه یې دا ده، چې د خپلو خلکو لپاره د اوبو حق تر لاسه کړي.

د طالبانو حکومت وایي، د هلمند په اوبو کې د ایران له حق منکر نه دي؛ خو د حقابې تړون ته په کتو دا حق هغه وخت ورکوي، چې په سیند کې اوبه پرېمانه شي.

د بایډن حکومت؛د وینزویلا د ولسمشر د نیولو لپاره جایزه لوړه کړه

0

امریکا د نشه یي توکو د قاچاق په تور د وینزویلا د ولسمشر مادورو د نیولو په تړاو د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوې ۱۵ میلیونه ډالره جایزه ۲۵ میلیونه ډالرو ته لوړه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، بایډن دا جایزه داسې مهال لوړوي چې نیکولاس مادورو په رسمي ډول د درېیم ځل لپاره د خپل هېواد د ولسمشرۍ دوره پیل کړه.

هغه د امریکا او لویدیځو هېوادونو له مخالفتونو سره سره واک ترلاسه کړ.

امریکا بیا ویلي، د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې درغلي شوې او دوی به د مادورو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

خلیلزاد:اسلام اباد کې د ښځو حقونو سازمان ناسته د پاکستان تبلیغاتي هڅه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې په پاکستان کې د نجونو پر زده کړو د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې جوړېدو موخه له افغان ښځو سره خواخوږي نه ده.

خلیلزاد ویلي، چې ددې غونډې موخه له طالبانو سره د روانو اختلافاتو په لړ کې یوه تبلیغاتي هڅه ده.

نوموړي دغه راز ویلي، چې ځینې وخت ستاسو دښمن هم کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي.

هغه د افغان نجونو د زده کړو د ستونزې حل یوازې د افغانانو مسوولیت یاد کړی.

د یادونې ده چې د پاکستان په پلامېنه اسلام اباد کې د افغان ښځو د حقونو په اړه نن د اسلامي همکاریو سازمان دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.

هېره دې نه وي، چې پاکستان دې غونډې ته د طالبانو حکومت هم ور بللی دی.

دیمیتري پسکوف:ولادیمیر پوتین له ډونالډ ټرمپ سره خبرو ته چمتو دی

0

کریمیلن وایي، ولادیمیر پوتین چمتو دی، چې د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې پوتین د نړۍ له رهبرانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې له ټرمپ سره هم خبرو ته چمتو دی؛ خو نوموړي نه دي ویلي چې د خبرو اجنډا به یې څه وي.

تر دې وړاندې بیا ډونالډ ترمپ ویلي وو چې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره به اقدامات وکړي.

د کرکټ لوبډلې پر وړاندې له پراخو مخالفتونو سره سره؛حامد کرزي د کرکټ له لوبډلې خپل ملاتړ اعلان کړ

انګلستان سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبې د بایکاټ کولو د پراخو غږونو وروسته، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د کرکټ ملي لوبډله او د ګران هېواد ټولو ویاړلو لوبغاړو د سپورت په ډګر کې د خپلو افتخاراتو په ذریعه د ‎افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلانده ساتلی.

نوموړي لیکلي:«د افغانستان خلکو تل د خپلو ورزشکارانو ملاتړ او تشویق کړی او هیله لري چې دوی د خپل زیار او استعداد پر مټ لا ډیرې کامیابۍ گران هېواد ته ور په برخه کړي.»

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه وایي، او هیڅ ډول محدویت په افغان لوبډلې نه لګوي.

سکای نیوز ته د دې شورا یوه ویاند ویلي چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نارینه لوبغاړي باید د طالبانو د سیاستونو له امله مجازات نه شي، ځکه دوی نشي کولای د طالبانو د حکومت دریځونه “بدل یا کنترول” کړي.

د بریتانیا د فرهنګ وزیره:د کریکټ لوبغاړي باید د طالبانو د پالیسیو جزا ونه ویني

د بریتانیا د فرهنګ وزیرې لیزا ناندي ویلي، د کریکټ لوبغاړي هغه څوک نه دي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسیو جزا وویني.

نوموړې ویلي، د دوی لوبډله به په چمپینز ټرافي سیالیو کې له افغان لوبډلې سره لوبه وکړي.

نوموړې دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې فوزیه کوفي او یو شمېر نورو سیاستوالو د بریتانیې له کرکټ بورډ غوښتي چې افغان کرکټ لوبډلې سره لوبې لغوه کړي.