شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 684

حامد کرزي؛د علي رضا اساهي پر مړینه خواشیني ښودلې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د بدن د ښکلا اتل علي رضا اساهي مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده.

ښاغلي کرزي په ایکس کې لیکلي، چې علي رضا اساهي یو زیارکښ ځوان و چې د بدن د ښکلا په برخه کې یې په خپلو هڅو سره اتلولي ترلاسه کړه.

نوموړي د اساهي له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

راشد خان:د علي رضا اساهي د کورنۍ لاسنیوی کوم

افغان لوبغاړي راشد خان د بدن ښکلا ملي لوبغاړي علي رضا اساهي له کورنۍ سره د مرستې اعلان کړی.

راشد له نورو هېوادوالو هم غوښتي چې د علي رضا اساهي د کورنۍ لاسنیو وکړي.

علي رضا اساهي پرون پنجشنبه کابل کې د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه.

نوموړي دوه ځل د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی و چې د سرو زرو مډالونه یې ګټلي وو.

ریچارډ بینېټ؛د شیخ هبت‌الله او عبدالحکیم حقاني د نېولو د حکم هرکلی کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د شیخ هبت الله او عبدالحکیم حقاني د نیولو له حکم هرکلی کړی.

نوموړي ویلي، دا طالبانو ته یو څرګند پیغام دی، چې ټولې کړنې یې څارل او بررسي کېږي.

د بینېټ په خبره، دا فرمان افغانانو ته هم ډاډ ورکوي چې د دوی حقونه هیر شوي نه دي.

د یادونې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې د یادو کسانو د نیولو حکم کړی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې؛د شیخ هبت‌الله او عبدالحکیم حقاني د نېولو حکم کړی

د نړيوالې جنايي محکمې څارنوال کریم خان ویلي، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده او د یادې ډلې د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني باید ونیول شي.

کریم خان ویلي، شیخ هبت الله او عبدالحکیم د بشر ضد جرمونه کوي.

تر.اوسه د طالبانو حکومت دې خبرې ته کوم غبرکون نه دی ښودلی.

ملا برادر؛د قطر سفارت شارژدافیر سره په ناسته کې قطري پانګوالو ته افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د قطر سفارت له شارژدافیر مُردف القاشوطي سره کتلي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لوریو په دې کتنه کې د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا برادر په دې ناسته کې د طالبانو، امریکا او د افغانستان د تېر حکومت ترمنځ د مذاکراتو اسانتیا د رامنځته کولو لپاره د قطر له کوربه‌توب ستاینه کړې ده.

په دې ناسته کې ملا عبدالغني برادر قطري پانګوالو ته بلنه ورکړې چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د قطر سفارت شارژدافیر ویلي، چې هېواد یې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دی او په وینا یې چې هېواد یې د کابل او دوحې ترمنځ د مسافرو او سوداګریزو توکو د الوتنو د زیاتوالي لپاره کار کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قطر به ډېر ژر د کندهار ولایت په میرویس روغتون کې د ۴۰۰ نویو بسترونو د جوړونې پروژه پیل کړي.

خیبر پښتونخوا؛ټانک سیمه کې د پاکستان دوه ایف‌سي ځواکونه وژل شوي

0

د خیبر پښنونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستان دوه ایف‌سي ځواکونه وژل شوي.

سرچینې وایي، چې په وژل شویو کسانو کې یو یې افسر وو.

د دغه بریدونو مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

بل لورته د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې څلور پاکستاني پولیس هم د وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

«جنرال» مبین د طالبانو حکومت ته:دا ملت جنګولو ته ندی پیدا شوی، حقوق یې ورکړئ

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند «جنرال» مبین د طالبانو حکومت ته ویلي چې د کبر له خبرو لاس واخلي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې ملت نور د بدبختیو توان نلري او دا ملت یوازې د جنګولو لپاره نه دی پیدا شوی.

مبین وایي، بیا به هرڅه له لاسه وتلي وي او هیچاته به مخ نه لرئ.

نوموړی وایي، د زدکړو دروازې تړل شوي او د ملت هرې خبرې ته توند او مایوسه کوونکی ځواب ورکول کېږي.

هغه د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې چې لاهم د زده کړو ستونزې ته حل لاره نه لري.

لاس انجلس؛د اور د تازه څپې له کبله خلکو ته د کورونو څخه د وتلو امر شوی

0

د امریکا په لاس انجلس کې لګېدلی اور لا تازه شوی او له یو شمېر سیمو څخه خلکو ته د وتلو امر شوی.

سیمه‌ییز چارواکي وایي ۳۱ زره کسانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې خپل کورونه پریږدي.

بل لورته رسنیو ویلي چې د تېرې دوشنبې ورځ د بادونو له کبله د دغه اور شدت زیات شوی او زرګونه هکتاره نوره ځمکه یې هم سوځولې.

جنوبي وزیرستان؛له یوې امنیتي پوستې څلور پاکستاني پولیس تښتول شوي

0

د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې څلور پاکستاني پولیس تښتول شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې وسله والو د پولیسو پر پوسته برید کړی او وروسته یې څلور پولیس اسیران بیولي.

یادې نښتې یو ساعت دوام کړی.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

مارک روبیو:ټرمپ به د امریکا تللی وقار بیرته را ستون کړي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د اوکراین جګړه پای ته رسول د امریکا د رسمي سیاست برخه ده.

نوموړي ویلي، دوی هڅه کوي چې په خپله څلور کلنه موده کې په ټوله نړۍ کې سوله ټینګه کړي.

روبیو زیاتوي، ټرمپ به د امریکا تللی وقار بېرته راستون کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ټرمپ پوتین ته خبرداری ورکړی وو، چې که خبرو ته حاضر نه شي؛ نو بندیزونه به پرې ولګوي.