یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 676

کوېټه؛یو پلار د ټیک‌ټاک پر سر خپله ۱۵ کلنه لور وژلې

0

کوېټه کې د انورالحق په نوم یو تن خپله پنځلس کلنه لور په ډزو وژلي.

د یادې پېښې علت د هغې د لور له لوري د ټیک ټاک شبکې کارول او پر هغې د ویډوګانو نشرول ښودل شوي.

یاده کورنۍ څه موده وړاندې له امریکا څخه را ستانه شوي وو.

تر دې وړاندې پاکستان کې هم د ټک ټاک ټولنیزې شبکې کارولو له کبله ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د قرانکریم سوځونکی؛سلوان مومیکا د نامعلومه کسانو له لوري وژل شوی

0

عراقي الاصله سلوان مومیکا د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

هغه د سویډن پلازمېنې ته نږدې په یو ښار کې وژل شوی دی.

مومیکا په ټپي حالت کې موندل شوی چې وروسته یې ساه ورکړې.

هغه څه موده وړاندې د قرانکریم یوه نسخه سوځولې وه.

منیر اکرم؛د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره کتلي دي.

منیر اکرم پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې یې افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې منیر اکرم تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته ګواښونه متوجې دي.

د جرمني پارلمان؛دغه هېواد ته د ورتلونکو کډوالو د مخنیوي طرحې تصویب کړې

0

د جرمني پارلمان هغه طرحې تصویب کړې چې له مخې یې د دغه هېواد په پولو کې د کډوالو د پناه غوښتنې تر ډيره ردیږي.

دغه طرحې چې شمېر یې معلوم نه دی، د اپوزیسیون د محافظه کارانو له خوا پارلمان ته وړاندې شوې وې چې د ښي اړخې افراطي ګوند (اې.ایف.ډي) په ملاتړ تصویب شوې.

دغه هېواد کې د کډوالو ضد دریځ وروسته له هغه زیات شو، چې تېره اوونۍ په جنوبي ښار اسفانبورګ کې د چړې په یوه برید کې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

ذبیح الله مجاهد:د معاشاتو د ورکړې په اړه دې حکومتي کارکونکي تشویش نه کوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه رد کړل چې ګنې مالیې وزارت د حکومتي کارکوونکو دریو میاشتو معاش ځنډولی او نشي اجرا کولای.

ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:« د مالي وزارت محترم مقام ډاډ ورکوي چې د روانې دلوې میاشتې په جریان کې به د ټولو یو میلیون او څلويښت زره امارتي کارمندانو معاشات ورکړل شي.»

هغه ویلي، چې هيڅوک دې په دې اړه تشویش نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد بودیجه داخلي بنسټ لري او د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري.

ذبیح الله مجاهد:هېوادوال دې د ډالر لوړېدو ته اندېښنه نه کوي

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت بیا لوړېدو سره سم، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې هېوادوال دې په دې اړه هیڅ اندېښنه نه کوي.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي:«افغانۍ خپل ارزښت ساتلی هيڅوک دې تشویش نه کوي.
د افغانستان بانک او نور اړوند ارګانونه هغو ستونزو ته متوجه دي چې د کرنسۍ په وړاندې پيدا شي.»

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې یو وار بیا ډالر د افغانیو پر وړاندې را لوېدلي دي.

امریکا؛د الوتکو د ټکر له کبله تر اوسه د ۱۸ تنو جسدونه موندل شوي

0

امریکا کې د دوو الوتکو د ټکر له کبله تر اوسه د ۱۸ کسانو جسدونه موندل شوي.

سکای نیوز ویلي، چې په مسافر وړونکې الوتکه کې ۶۵ کسان سپاره وو.

تر اوسه د یادې پېښې له کبله د وژل شویو کسانو د موندلو عملیات روان دي.

اوس مهال د ریګان هوایي ډګر څخه الوتنې ځنډول شوې دي.

اسرائیلو؛د فلسطین په کرانه سیمه کې لس تنه وژلي

0

له اوربند سره سره، اسرائیلو د فلسطین په کرانه سیمې برید کړی، چې لس کسان یې وژلي.

اسرائیل ویلي، چې په دې برید کې یې وسله وال په نښه کړي.

بل لورته د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې دا برید په طوبس سیمه کې شوی دی.

د یادونې ده چې اوس مهال لسګونه زره فلسطیني کډوال بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

جنوبي سوډان؛د یوې الوتکې د نسکورېدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي

0

په جنوبي سوډان کې د یوې الوتکې د نسکوریدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

اسوشیېټیډ پریس ویلي، چې دا الوتکه هغه مهال راوغورځېده، چې د یونېټي ایالت له هوایي ډګره د جوبا نړیوال هوایي ډګر ته، چې د جنوبي سوډان پلازمېنه ده، روانه وه.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د الوتکې د سقوط لامل څه و، او چارواکو د قربانیانو د هویت په اړه هم څه نه دي ویلي.

واشنګټن ډي سي؛یوه مسافر وړونکې الوتکه له بلک هاک الوتکې سره تر ټکر وروسته غورځېدلې

0

امریکا کې ددغه هېواد امریکن ایرلاین یوه مسافر وړونکې الوتکه له یوې نظامي بلک هالک هلیکوپتر سره ټکر کړی.

امریکایي رسنۍ وایي، چې د ټکر په پایله کې دغه مسافر وړونکې الوتکه راغورځېدلې ده.

په یاده الوتکه کې ۶۵ کسان سپاره وو.

د دغې پېښو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.