یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 675

ټاس:د امریکایي الوتکې له غورځېدو وروسته د ټرمپ او پوتین خبرې نه دي شوي

0

د روسیې ټاس خبري اژانس د روسیې د ولسمشر د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله ویلي، چې د امریکایي الوتکې د غورځېدو وروسته د ټرمپ او پوتین ترمنځ هیڅ ډول خبرې نه دي شوي.

هغه ویلي، چې امریکا کې د الوتکو له غورځېدو وروسته ټرمپ او پوتین هېڅ ډول خبرې نه دي کړې.

تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د الوتکې د غورځېدو په اړه د هغه او پوتین ترمنځ د ټېلېفوني خبرو اترو په اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، «په دې اړه هیڅ بحث نه دی شوی، نه، نه، نه.»

ټاس ویلي، چې خبریالانو دا ځواب داسې تعبیر کړى و چې ممکن ټېلېفوني خبرې شوی وي، خو د الوتکې د غورځېدو په اړه نه وي.

اسراییلو؛د لبنان په ختیځ کې د حزب‌الله پر تاسیساتو بمباري کړې

0

د اسراییل هوایي ځواکونو د لبنان په ختیځ کې د حزب الله پر تاسیساتو بمباري کړې ده.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې په البقاع سیمه کې یې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي.

دوی زیاته کړې، چې په نښه شویو هدفونو کې د ترځمکې لاندې تاسیسات چې د ایران ملاتړې حزب الله ورڅخه د وسلو د تولید او پراختیا لپاره کاراخیست او هم د سوریې ـ لبنان د پولې په اوږدو کې نور تاسیسات چې دې ډلې ورڅخه د وسلو د قاچاق لپاره کاراخیست، شامل دي.

یاد پوځ دغه راز ویلي، چې په سیمه کې اوربند ته ژمن دي؛ خو د ترهګرو هیڅ ډول فعالیتونه نشي زغملی.

ریچارډ بینېټ:افغان کرکټ ښځینه لوبډلې وښودله چې دوی به غلې نشي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینیټ وایي، افغان ښځینه لوبغاړې په کور دننه او ټوله نړۍ کې په سپورټ پورې تړلې دي.

ښاغلي بینیټ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې افغان کرکټ ښځینه لوبډلې په میلبورن کې په هرې منډې سره ښکاره پیغام ورکړ چې دوی به غلې نشي.

نوموړي زیاته کړې، په داسې حال چې افغان ښځې په جلاوطنۍ کې لوبې کوي، په افغانستان کې ښځې په بشپړدول له سپورټ څخه منع دي.

د یادونې ده چې افغان ښځینه لوبډلې پرون په میلبورن کې د اسټرالیا د بې پولې ښځینه کرکټ لوبډلې په وړاندې د دوو منډو په توپیر لوبه وبایلله.

ایران؛تېره یوه میاشت کې لس افغانان اعدام کړي دي

ایران په تیره یوه میاشت کې د بېلا بېلو جرمونو په تور لس افغانان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم ویلي، چې د هغوو شمیرو له مخې چې موږ یې لرو، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې لس افغانان، شپږ یې د قتل او څلور یې د مخدره مواد قاچاق په تور اعدام شوي دي.

هغه ویلي، چې ایران په ۲۰۲۴ کال کې په بیلابیلو تورونو ۵۳ افغانان اعدام کړي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د سترې محکمې یوه پلاوي څه موده مخکې تهران ته د یو سفر په ترڅ کې له ایرانه غوښتي وو چې د افغان بندیانو لیست، په ځانګړې توګه د هغو بندیانو چې په اعدام محکوم شوي له دوی سره شریک کړي.

مارک روبیو:د ګرینلنډ اخیستلو لپاره د ټرمپ لیوالتیا یوه جدي موضوع ده

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، چې د ګرینلند اخیستلو لپاره د ټرمپ لېوالتیا یوه جدي موضوع ده، چې په مستقیم ډول د امریکا ګټو پورې نغښتې ده.

نوموړی زیاتوي چې ټرمپ په دې برخه کې ان له نظامي قوت هم درېغ نه کوي.

د یادونې ده چې ټرمپ په انتخاباتي منډو ترړو کې هم د ګرینلنډ په الحاق ټینګار کړی و.

تولسي ګبرد:که داعش یا القاعده له افغانستان څخه مونږ ته زیان ورسوي؛ نو د ځپلو لپاره یې هملته ورځو

د امریکا د استخباراتو مدیره تولسي ګبرد ویلي، چې هېواد یې له افغانستان څخه خپل څار ته دوام ورکوي.

ګبرد وایي، غواړي افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې پټنځایونه وڅاري.

نوموړې زیاتوي، القاعده د اوږدې مودې لپاره پاکستان کې پناه ځایونه او تمریني ځایونه لرل او اوس هم له همغه هېواد څخه تمویلیږي.

د دې په خبره، که اړتیا ولیدل شوه، چې القاعده له افغانستان څخه دوی ته کواښ پېښوي؛ نو دوی به یې هم له نږدې څخه په نښه کړي.

سرچینې؛شیخ هبت الله نږدې ورځو کې د طالبانو د حکومت پر راتلونکي د بحث په اړه یوه غونډه جوړوي

باورې سرچینې وایي، چې ټاکل شوې راتلونکو څو ورځو کې د شیخ هبت الله اخوندزاده ترمشرۍ لاندې یوه لویه غونډه شي.

دغې غونډې ته له مرکز او ولایتونو څخه طالب مشران ورټول شوي.

د معلوماتو پر بنسټ، په دې ناسته کې د فرمانونو پر بشپړ تطبیق، او د طالبانو د حکومت پر راتلونکي خبرې کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د المان پارلمان څېړنیز کمېسیون:طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه لرو

د المان د پارلمان څېړنیز کمیسیون وایي، کابل کې د المان سفارت له پرانیستو سره بیا هم اړتیا ده، چې د المان پرسونل په صحنه کې حاضر وي.

د دغې کمیسیون مشر میشائل مولر وایي، طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نشته.

د هغه په خبره، دا خبرې باید په دې معنی نه وي، چې ګوندې طالبانو سره لاس یو کړي.

د یادونې ده چې یاد کمېسیون له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د بېړنیو وتلو په اړه واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو راهیسې څېړنه کوي.

امریکا؛د الوتکو د ټکر له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېدلی

0

امریکا کې د الوتکو د ټکر له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېدلی دی.

سره له دې، چې الوتکه کې ۶۴ تنه سپاره و؛ خو ژغورونکې ډله وایي، چې ښایي هیڅ یو ژوندی نه وي پاتې شوی.

اوس مهال د پاتې کسانو د موندلو لټون روان دی.

شاپور ځدران؛له کرکټ څخه استعفاء وکړه

0

افغان چپ لاسي تېز توپ اچوونکي شاپور ځدران له نړیوال کرکټ څخه استعفاء وکړه.

هغه ویلي، پرېکړه ورته سخته وه؛ خو اړ وو چې له کرکټ لاس واخلي.

نوموړی وایي، ۲۲ کاله یې کرکټ وکړ او دا یې، مینه، شوق او هویت وو.

د یادونې ده چې شاپور ځدران د افغانستان د اولو ورځو لوبغاړی و، چې په کیڼ لاس یې تېزه توپ اچونه کوله.