نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د بریتانیا حکومت د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه د طالبانو حکومت له چارواکو سره د احتمالي خبرو امکان ارزوي.
د راپورونو له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي چې لندن د اروپایي هېوادونو د هغو پرېکړو جدي څارنه کوي چې د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو په تړاو نیول کېږي.
مالومات ښيي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰ زره افغانانو په بریتانیا کې د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې ځینو اروپایي هېوادونو ویلي وو، ټاکل شوې د طالبانو حکومت یو پلاوی د رد شویو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع د خبرو لپاره اروپا ته سفر وکړي.

