د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د روسیې له یو شمېر انرژۍ اړوندو کمپنیو سره د خبرو اترو په ترڅ کې د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره د همکارۍ نوې لارې هوارې شوې دي.
د شرکت په وینا، د دوی پلاوي د روسیې د سفر پر مهال د برېښنا د تولید، شبکو د پراختیا او تخنیکي ظرفیت لوړولو په برخو کې له اړوندو شرکتونو سره بحثونه کړي دي.
چارواکي وایي، روسي لوري د تخنیکي همکارۍ او پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی او تمه ده چې په نږدې وخت کې به تخنیکي ټیمونه افغانستان ته ولاړ شي، څو د احتمالي پروژو عملي ارزونه ترسره کړي.
د برېښنا شرکت په باور، دا تعاملات کولی شي د هېواد د انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو او د برېښنا سیستم د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وګرځي.

