د پاکستان د بلوچستان ایالت په کلا عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې دوه افغان کارګر د ډزو په یوه پېښه کې وژل شوي دي.
د ځايي چارواکو په وینا، یاد کسان د کار موندنې لپاره سیمې ته تللي وو، خو نامعلومو وسلهوالو پرې ډزې کړې چې له امله یې دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
امنیتي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او مړي یې روغتون ته انتقال کړي دي.
پولیس وایي، د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته به جسدونه د وژل شویو کورنیو ته وسپارل شي.
تر اوسه د برید د انګېزې او عاملانو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

