جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 676

ټرمپ خپلې مېرمنې سره یوځای؛د لوړې له مراسمو وړاندې بایډن او د هغه مېرمن سره لیدلي

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې له خپلې مېرمنې سره یوځای له ولسمشر جوبایډن او د هغه مېرمن سره کتلي.

ټاکل شوې، چې راتلونکو ساعتونو کې به ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم ترسره کړي.

لارا ټرمپ:ډونالډ ټرمپ د نړۍ د ساتلو لپاره راغلی

0

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اینګور او د اریک ټرمپ مېرمن لارا ټرمپ وايي، چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوازې د امریکا نه؛ بلکې د نړۍ د ساتنې لپاره ولسمشر شوی.

نوموړې په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي، چې ټرمپ به د نړۍ د ساتنې لپاره کار وکړي.

تر دې وړاندې بیا ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې هڅه کوي په نړۍ کې جګړې ختمې کړي.

ایران:تمه لرو چې د بایډن پالیسي د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړه وي

0

ایران وايي، تمه لري چې د امریکا نوې مشري به د سیمې په اړه یوه نوې تګلاره غوره او د هېوادونو ګټو ته به احترام وکړي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، هیله لري چې د امریکا د نوي حکومت تګلاره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړه وي.

نوموړي دغه راز پر بایډن نیوکه کړې، چې د حماس ملاتړ یې کړی؛ خو ویلي یې دي، چې ټرمپ له دوی سره د اټومي تړون په بیا احیا کولو کې هیڅ جدیت نه دی ښوودلی.

تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې واک ته له رسېدو وروسته به پر ایران د اعظمي فشار له پالیسي کار واخلي.

لینزي ګراهام:تر بل هر وخت زیات له افغانستان څخه امریکا ته د ګواښونو احتمال زیات شوی

د امریکا د کانګریس غړي لینزي ګراهام یو وار بیا له افغانستان څخه امریکا ته د ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

ګراهام ویلي، چې دی هیڅ وخت خپل هېواد کې د برید په اړه دومره اندېښمن نه وو، لکه اوس وخت کې چې دی.

هغه زیاته کړې، د ټولې نړۍ جګړې ته په کتو، د دوی لپاره باید د سرحدونو امنیت او د اردو تمویل لومړیتوب وي.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نشته.

مولانا فضل الرحمن:د کورمې ستونزه باید د جرګې له لارې حل شي

0

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، غوره ده، چې په کورمه کې فرقه‌يي جګړې د جرګې له لارې حل شي.

هغه ویلي، د جرګې سیستم یو سنتي او پخوانی سیستم دی او د دا ډول ستونزو د هواري لپاره تر ټولو غوره لار ده.

فضل الرحمن ویلي، چې یو طرفه زور هیڅ پایله نه لري او دا چاره د ستونزې حل کېدو پر ځای ستونزه نوره هم لویوي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کورمه کې پاکستاني دولت د تروریزم ضد عملیات پیل کړي.

د طالبانو پر حکومت؛د عباس ستانکزي نیوکې د نړیوالو رسنیو د بحث ټکی ګرځېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونو په نړیوالو رسنیو کې هم ځای موندلی، چې ځینو دا د دوی پر حکومت د یو لوړ پوړي چارواکي بې ساري نیوکې بللې دي.

عباس ستانکزي ویلي وو، چې افغانستان کې نیمايي نفوس سره بې عدالتي روانه ده، چې دا د شریعت لار نه ده.

د هغه د څرګندونو په اړه، اکنامیسټ ټایمز، سي ان ان، رویټرز او یو شمېر نورو رسنیو بېلابېل خبرونه لیکلي، چې ځینو یې ویلي، دا په خپل ذات کې د دومره لوړ پوړي چارواکي له لوري د طالبانو پر حکومت تر ټولو توندې نیوکې وې.

ډونالډ ټرمپ؛نن د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه کوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د دغه هېواد د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه کوي.

نوموړی د دویم ځل لپاره امریکا کې واک ته ورسېد.

پوره څلور کاله وړاندې یې په همدې ورځ د ۴۵ ولسمشر په توګه دنده پای ته رسېدلې وه؛ خو اوس یې له کاملا هرېس ټاکنې وګټلې او نن به د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

هغه ویلي، لسګونه فرمانونه یې په میز پراته دي، چې د لوړې له کیدو سره سم به یې لاسلیک کړي.

ګوترېش؛غزه کې د اوربند پر ټینګېدو خوښي څرګنده کړې

0

ملګرو ملتونو غزه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ له اوربند هرکلی کړی.

د یاد سازمان عمومي منشي انتونيو ګوتریش ویلي، چې دوی له غزې سره د مرستو زیاتوالي ته ژمن دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې دا اوربند به د مرستو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.

د یادونې ده چې غزې کې له اوربند سره سم، دغې سیمې ته مرستې زیاتې شوې دي.

غزه کې د خلکو خوښي؛له ۱۵ میاشتو جګړو وروسته خلک په ارام زړه واټونو ته راوتلي

0

د اوربند له ټینګښت سره سم، د غزې زرګونه خلک لویو لارو ته راوتي او د ارام ساه اخلي.

دوی د خپلو خپلوانو قبرونو ته هم تللي او ځینې نور یې د خپلو ویجاړو شویو کورونو په پلټلو بوخت دي.

غزه کې څه باندې ۱۵ میاشتې جګړه وشوه؛ خو تېره ورځ پکې ۴۲ ورځنی اوربند ټینګ شو.

د یادونې ده چې تېره ورځ ناوخته د اسرائیل درې او د فلسطین ۹۰ بندیان ازاد شول.

خلیلزاد: د نجونو د زده کړو پر تړاو د عباس ستانکزي خبرې او د اسلامي همکاریو ناستې پریکړه لیک هیله بخښونکی دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د نجونو او ښځو پر مخ باید ښوونځي او پوهنتونونه د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره سم پرانېستل شي.

هغه په دې اړه د عباس ستانکزي څرګندونې او د اسلامي همکاریو سازمان ناستې پرېکړه لیک هیله بښوونکی بللی دی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ عباس ستانکزي په یوه غونډه کې ویلي وو، چې دا د شریعت لار نه؛ بلکې خپل طبیعت دی، چې د ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړلې دي.