جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 675

د امریکا سنا مجلس؛ مارک روبیو چې د طالبانو سخت مخالف دی د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تایید کړ

‏د امریکا سنا مجلس یا کانګریس د فلوریډا ایالت سناتور مارکو روبیو ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تایید کړ.

ښاغلی ریبو د طالبانو یو له ترټولو سخت منتقدینو څخه دی او تردې وړاندې یې څو ځلې طالبان د یوه ترهګرې ډلې په توګه د پیژندولو غوښتنه کړې وه.

تردې مهاله جوته نده چې نوموړی به په خپل بهرني سیاست کې په افغانستان کې د طالبانو سره څه ډول چلند وکړي.

د ملي مقاومت په نوم جبهه: یواځې تېره میاشت مو ۶۵ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نوم جبهې اعلان کړی چې یوازې تیره میاشت په ۲۲ هدفي عملیاتو کې ۳۵ طالب جنګیالي وژلي او ۳۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دملي مقاومت له جبهې څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، پدې عملیاتو کې د طالبانو پنځه پوځي وسايط هم لمنځه تللي دي.

اعلامیه کې ویل شوي چې، دغه بریدونه په کابل، تخار، کاپیسا، بدخشان، کندز، بادغیس، فراه او هرات ولایتونو کې په طالبانو ترسره شوي دي.

د مقاومت جبهې ادعا کړې چې پدې بریدونو کې لسګونه میله وسلې هم د دوی ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

اعلامیه کې ادعا شوې چې ډیری بریدونه دشپې په اوږدو د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه په طالبانو ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تردې مهاله پدې اړه څه نه دي ویلي.

د سوریې نوی واکمن؛ احمد شرع وایي له امریکا سره اړیکو رغولو ته تیار دی

0

په سوریه کې د واکمنې ډلې مشر احمد شرع چې په ابو محمد جولاني هم پیژندل کېږي د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ددې هیواد د ۴۷م ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې سوریه له امریکا سره د اړیکو د ښه کېدو په تمه ده.

د سوریي واکمن د امریکا ولسمشر «په منځني ختیځ کې د سولې رهبر» په توګه یاد کړ او ډاډ یې څرګند کړ چې د ټرمپ په راتګ سره به په سیمه کې سوله او ثبات رامنځته شي.

امریکا، بریتانیا، اروپايي ټولنې او یو شمیر نورو لویدیځو هېوادونو د سوریې د لرې کړای شوي ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال پر سوریې سخت بندیزونه لګولي دي.

د سوریې نوی رژیم چې مشري یې د داعش او القاعدې د یوه پخواني غړي په غاړه دی، هیله لري چې دا بندیزونه به لیري او لودیځ سره به یې اړیکې عادي او نورماله شي.

له امریکا سره بندي افغان؛خان محمد د امریکايي وګړو په تبادله کې ازاد او هېواد ته را لېږدول شوی

له امریکا سره بندي افغان خان محمد له امریکا سره د اوږدو مذاکراتو په پایله کې ازاد او بېرته خپل هېواد ته راولېږدول شو.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، چې نوموړي ته د عمري بند سزا اورول شوې وه او په کالیفورنیا کې یې د بند موده تېروله.

نوموړی نږدې دوه لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی وو.

ایران:د طالبانو له حکومت سره د حقابې په اړه تفاهم ته رسېدل ناشوني نه دي

ایران وايي، د حقابې په تړاو د طالبانو له حکومت سره هوکړې ته رسېدل ناشوني نه دي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې په دې برخه کې همکاري د تهران او کابل اړیکې لاپیاوړې کولای شي.

تر دې وړاندې بیا ایراني چارواکو ویلي وو، چې که طالبان په رضا اوبه ورنه کړي؛ نو خپله حقابه به په زوره واخلي.

بل لورته د طالبانو حکومت وايي، د ایران له حقابې منکر نه دي؛ خو له اوبییز کال پرته د دوی حقابه نه شي ورکولای.

ډونالډ ټرمپ؛د ټک‌ټاک د بندولو تړون وځنډوه

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټک ټاک د بندولو تړون وځنډوو.

نوموړي ویلي، یوازې دی د دې صلاحیت لري، چې ټک ټاک وځنډوي او یا یې هم بند کړي؛ چې دی به په دې اړه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره یکشنبه په امریکا کې ټیک ټاک د نږدې۱۴ ساعتونو لپاره تړل شوی وو.

امریکا وايي، ټک ټاک یوه چینايي کمپنۍ ده او دوی یې د معلوماتو د خوندي ساتلو په موخه تړي.

ټرمپ:امریکا به د روغتیا نړیوال سازمان له تړون څخه ووځي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې هېواد یې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وځي.

نوموړي پر دې سازمان د بې غورۍ تور پورې کړی او ویلي یې دي، چې دوی د کرونا او نور بحرانونه په سم ډول مدیریت نشو کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تېره شپه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي و، چې د ګل‌خانه‌يي ګازونو له تړون څخه یې هم ځان ووېست.

د ټرمپ د لوړې مراسم؛۹ قاضیان او د کانګرس یو شمېر غړي د کانګرس تالار ته رسېدلي

0

د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو ته ۹ قاضیان او د کانګرس غړي د کانګرس تالار ته رسېدلي.

ټاکل شوې چې د هغه د وینا ډېره برخه به پر امریکا د بیا باور په اړه ور ټوله وي.

په پام کې ده چې دا مراسم به راتلونکو ساعتونو کې پیل شي.

ډونالډ ټرمپ؛له خپلې مېرمن سره یو ځای سنت جان کلیسا ته تللی

0

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د لوړې مراسمو څخه وړاندې له خپلې مېرمنې سره یو ځای د سنت جان کلیسا ته تللی.

سنت جان له سپینې ماڼۍ سره نږدې کلیسا ده، چې د امریکا ولسمشران تر لوړې وړاندې ورځي.

امریکا کې دا دود له ۱۹۳۰کال وروسته پیل شوی.

ټرمپ خپلې مېرمنې سره یوځای؛د لوړې له مراسمو وړاندې بایډن او د هغه مېرمن سره لیدلي

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې له خپلې مېرمنې سره یوځای له ولسمشر جوبایډن او د هغه مېرمن سره کتلي.

ټاکل شوې، چې راتلونکو ساعتونو کې به ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم ترسره کړي.