چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 669

پوتین:د اوکراین جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو له ونډې اخیستو مننه کوم

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه د روسي پوځیانو ترڅنګ د خپلو سرتېرو د استولو او د کورسک سیمې په نیولو کې د مرستې له امله مننه کړې ده.

ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې روسیې او شمالي کوریا د ستراتیژیکې همکارۍ یوه هوکړه هم لاسلیک کړې ده، چې له مخې یې د یرغل پر مهال د متقابل ملاتړ ژمنه شوې ده.

کیم جونګ اون هم تایید کړې چې د خپلو ځواکونو مرسته یې د اوکراین جګړه کې له روسي پوځیانو سره کړې ده.

پاکستاني رسنۍ؛وزیرستان کې چاودنې ۷ تنه وژلې او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي

0

د پاکستان ځایي رسنیو د خبر له مخې په وزیرستان کې د یوې چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه د سولې د کمېټې په دفتر کې شوې.

یاده پېښه د وزیرستان جنوبي ولسوالۍ د واڼه بازار په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو له خوا خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د دغه دفتر ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

راپورونه زیاتوي چې د دې برید هدف سیف الرحمن و، چې د «قوماندان نظیر» په نوم د یوه پخواني وسله‌والې ډلې قوماندان پاتې شوی و.

دا پېښه داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګرو بریدونه زیات شوي

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.

دوحې ته د طالب پلاوي سفر؛امیرخان متقي د قطر لومړي وزیر سره د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دوحه کې د قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثانی سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړي.

دواړو لوریو د افغانستان په سولې او سیاسي ټیکاو خبرې اترې کړي.

د قطر له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان خلکو د ټولو قشرونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

ایران؛د بندر رجايي د چاودنې د قربانيانو شمېر ۴۶ تنو ته رسېدلی

0

د ايران د هرمزګان ولايت د بحران د مديريت عمومي رئيس اعلان کړی چې د بندر رجايي د خونړۍ چاودنې د قربانيانو شمېر ۴۶ تنو ته لوړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د بندر رجايي اورلګيدنه لا هم مهار شوې نه ده او د اور وژنې هڅې دوام لري.

د هرمزګان د بحران د مديريت مسؤل زياته کړې چې ۱۰۷۲ تنه ټپيان تر ابتدايي درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي؛ خو ۱۳۸ تنه ټپيان لا هم د درملنې لپاره بستر دي.

عباس عراقچي نتنیاهو ته:ايران هر ډول بريد ته سمدستي غبرګون ښودلی شي

0

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هغه څرګندونو ته چې ویلي د ايران ټول اټومي تاسيسات دې له منځه يوړل شي، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي غبرګون ښودلی.

عباس عراقچي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که هر ډول بريد وشي، سمدستي ورته ورته ځواب ورکول کېږي.

هغه زياته کړې چې ايران د خپلو دفاعي وړتياوو په برخه کې بشپړ ډاډ لري او د بهرنیو دښمنانو هڅې به شنډې کړي.

اسماعیل بقایي:د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو خبرې به راتلونکې شنبه پیل شي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ څلورم پړاو خبرې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د ځانګړي استازي ترمنځ پیل شي.

ټاکل شوې چې دا خبرې راتلونکې شنبې ورځ پیل شي.

تر دې وړاندې عمان ویلي وو، چې د دواړو لوریو ترمنځ به د لوړې کچې یوه غونډه هم ترسره شي.

اسماعیل بقايي ویلي، چې له دغو خبرو څخه د اروپايي هېوادونو لرې کېدل د هغوی خپل انتخاب وو.

رویټرز:د هند حکومت د کشمېر پېښې په تور دوه پاکستانيان نیولي

0

د هند حکومت په کشمیر کې د وروستۍ پېښې په تور دوه پاکستاني وګړي نیولي دي.

رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې درې شکمن وسله وال یې نیولي، چې دوه پکې پاکستاني وګړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هند ویلي، چې د دغو بې دلیله ډزو ځواب به پرېنږدي.

اوس مهال په کشمېر کې هند د پلټنې پراخ عملیات پیل کړي دي.

نتنياهو:د ايران اټومي پروګرام بايد له منځه يوړل شي

0

د امريکا او ايران ترمنځ د روانو خبرو په لړ کې، د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي چې د ايران ټول اټومي تاسيسات بايد له منځه يوړل شي.

د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې، نتنياهو يو ځل بيا ټينګار کړی چې د ايران اټومي پروګرام بايد بشپړ ودرول شي، په داسې حال کې چې واشنګټن او تهران د يوې نوې اټومي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرو ته دوام ورکوي.

ويل شوي چې تر دې دمه د امريکا او ايران ترمنځ د عمان په منځګړيتوب درې پړاوه غيرمستقيمې خبرې ترسره شوي دي، خو لا هم دواړه لوري نهايي توافق ته نه دي رسېدلي.

نتنياهو پر ايران د فشار راوړلو غوښتنه کړې او ټينګار کړی چې اسرائيل به هېڅکله ايران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

نیویارک ټایمز:هند پر پاکستان د نظامي برید لپاره چمتووالی نیسي

0

نیویارک ټایمز خبر ورکړی، چې هند پر پاکستان د نظامي برید لپاره پر چمتووالي بوخت دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هند په کشمېر کې د وروستۍ پېښې په اړه سلګونه کسان نیولي دي.

راپور کې د یو شمېر سرچینو له قوله ویل شوي، چې هندي چارواکو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره جلسه کې د پاکستان له ملاتړه د هغو برخمنو ډلو په اړه تشریحات ورکړي، چې هند په نښه کوي.

ډونالډ ټرمپ:له روسیې مایوسه شوی یم

0

د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر روسيې نيوکه کړې او ویلي چې له روسيې مايوسه شوی دی.

هغه ویلي، چې له ولاديمير پوتين غواړي جګړه بنده کړي او سولې ته ورسېږي.

د زيلنسکي د دريځ په اړه، ټرمپ ويلي: «زه فکر کوم چې زيلنسکي به تيار وي چې د کريميا له ټاپو وزرې څخه د روسيې په ګټه تېر شي.»

نوموړي دغه راز ويلي چې د ايران په اړه خبرې ډېرې ښې روانې دي او تمه لري چې ډېر ژر به له تهران سره يو توافق ته ورسېږي، پرته له دې چې د پوځي بريد اړتيا پېښه شي.

هغه زياته کړې چې هڅه کوي د ايران او د نړۍ د نورو ستونزو حل ته لاره هواره کړي، هغه ستونزې چې د هغه په وينا، څلور کاله وړاندې نه وې.