جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 666

ډونالډ ټرمپ؛د کاناډا او مکسیکو په صادراتو ګمرکي تعرفې د یوې میاشتې لپاره وځنډولې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کاناډا او مکسیکو لګول شوې تعرفې د یوې میاشتې لپاره وځنډولې.

رویټرز خبري اژانس وایي، چې له چین پرته پر کاناډا او مکسیکو لګول شوې تعرفې وځنډیدې.

رویټرز زیاته کړې، چې دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د کاناډا لومړي وزیر، جسټېن ټروډو له ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې او د مکسیکو ولسمشرې هم د ګډې پولې د کنټرول او د یو شمېر امتیازاتو ژمنې وکړې.

د ISI نوې لوبه: کنټرول شوې اپوزیسیون او ستراتیژیکه فریبکاري

0

لیکوال: احمد شاه انګار
سریزه
په استخباراتي عملیاتو کې، کنټرول شوې اپوزیسیون او ستراتیژیکه فریبکاري هغه تخنیکونه دي چې د سیاسي روایتونو د اداره کولو او د مخالفو حرکتونو د کنټرول لپاره کارول کېږي. دا ستراتیژۍ د دې لپاره کارول کېږي چې مخالفین یا خو ایجاد شي، یا پکې نفوذ وشي، تر څو هر ډول سیاسي بدلون د پلان کوونکي د موخو سره سم پاتې شي. د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو داسې ښکاري چې د پاکستان د استخباراتو اداره (ISI) دغه تاکتیکونه کاروي، څو د طالبانو ضد روایت او مخالفو ډلو مدیریت په لاس کې ولري.

ویل کېږي چې ISI د طالبانو ځینې مهم شخصیتونه لکه سراج الدین حقاني، عباس ستانکزی او جنرال مبین د طالبانو د ضد غږ په توګه وړاندې کړي، خو په حقیقت کې دوی ته دنده سپارل شوې چي‌ د طالبانو د رژيم ضد حرکتونه کنترول کړي. دا مقاله د دې استخباراتي ستراتیژۍ تحلیل کوي، د افغانستان پر سیاسي وضعیت یې اغېزې څېړي، او ممکنه ضد اقدامات وړاندې کوي، څو د دې ستراتیژۍ اغېزمنتیا کمه شي.

کنټرول شوې اپوزیسیون او ستراتیژیکه فریبکاري څه ته وايي؟

کنټرول شوې اپوزیسیون Controlled Opposition هغه ستراتیژیک تخنیک دی، چې پکې یوه دولت یا استخباراتي اداره قصداً مخالف مشران رامنځته کوي یا پکې نفوذ کوي، څو د مقاومت لوری کنټرول کړي لکه د ملي مقاومت جبهه NRF او یا هم دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالي شورا.
دا ستراتیژي دې ته زمینه برابروي چې ظاهراً یو اپوزیسیون شتون ولري، خو د هغه عملونه د پلان کوونکي د ستراتیژیکو ګټو پر ضد نه وي.

ستراتیژیکه فریبکاري Strategic Deception بیا یوه بله تخنیکي تګلاره ده، چې د سیالانو، دولتونو، یا ډلو د غولولو لپاره کارول کېږي، څو هغوی د غلطو معلوماتو پر بنسټ تصمیمونه ونیسي.

د افغانستان په شرایطو کې، ISI د کنټرول شوې اپوزیسیون څخه د څو موخو لپاره ګټه اخلي؟

د یوې خپلواکې ضد طالباني ډلې د رامنځته کېدو مخه نیسي.

د واقعي مخالفینو هویت معلوموي او هغوی یا جذبوي، یا یې کمزوري کوي.

ډاډ ترلاسه کوي، چې هر سیاسي بدلون د پاکستان له ستراتیژۍ سره برابر وي.

دا ستراتیژي نوې نه ده؛ په تاریخ کې KGB، CIA، او MI6 هم ورته تاکتیکونه کارولي، څو د نورو هېوادونو سیاسي وضعیتونه مدیریت کړي.

د ISI احتمالي ستراتیژي؛ څلور اړخیزه تګلاره

۱. د اپوزیسیون رامنځته کول او مدیریت

د کنټرول شوې اپوزیسیون تر ټولو مهم عنصر دا دی، چې داسې شخصیتونه ځای پر ځای کړل شي، چې ځانونه د حکومت مخالف وښيي، خو په حقیقت کې د استخباراتو د ستراتیژۍ مطابق عمل کوي. په دې قضیه کې، داسې ښکاري چې ISI سراج الدین حقاني، عباس ستانکزی او جنرال مبین ته دا رول سپارلی، څو د د طالبانو د ضد روایت مشري وکړي، خو د دې حرکت د خپلواک کېدو مخه ونیسي.

په دې توګه، ISI د دې مخه نیسي، چې اپوزیسیون یوه خپلواک ځواک ته بدل شي، چې د پاکستان د ستراتیژیکو موخو پر ضد عمل وکړي. که یوه ریښتینې اپوزیسیون ډله رامنځته شي، نو دا به د افغان ملي هویت او ملي منافعو پر بنسټ وي او د پاکستان نفوذ او حاکمیت به له منځه یوسي . د دې لپاره چې دا ډول اپوزیسیون ایجاد نشي، ISI غواړي د طالبانو ضد روایت مشري د خپلو کسانو
په لاس کنترول کړي.

همدارنګه، دا ستراتیژي ISI ته دا موقع ورکوي، چې واقعي مخالفین وپېژني، بیا یې یا جذب کړي لکه (په دې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې ISI په ترکیه کې د افغانستان دژغورنې لپاره د ملې مقاومت عالي شورا د غړو سره کتلي او د هغو سره پر یو لړ مذاکراتو بوخت دي) ، یا یې هم کمزوري کړي.
هغه مشران چې د پاکستان د ستراتیژۍ سره سمون ونه لري، یا خو ترور کېږي، یا د معلوماتي جګړې له لارې بدنامېږي.

۲. د روایت مدریت Narrative management او Information Warfare اطلاعاتي جګړه

د ISI بله مهمه ستراتیژي دا ده، چې د طالبانو ضد روایتونو عمومي مسیر کنټرول کړي. اطلاعاتي جګړه د استخباراتي عملیاتو یو حیاتي عنصر دی، چې پکې د عامه ذهنیت مدیریت دومره مهم ګڼل کېږي، لکه د فزیکي قلمرو کنټرول.

د ISI هدف دا دی، چې د طالبانو ضد افکارو تمرکز پر محدودو اصلاحاتو وي، نه پر طالبانو د بشپړ ردېدو. که اپوزیسیون د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ، له پاکستانه د خلاصون، یا د ملي هویت لپاره غږ پورته کړي، نو دا د پاکستان لپاره یو ستراتیژیک ګواښ جوړېږي.

د دې تر څنګ، ISI د ټولنیزو رسنیو له لارې هم د معلوماتي جګړې ستراتیژي عملي کوي. د دوی د نفوذ لاندې فعالان د هغو رهبرانو پیغامونه تبلیغ کوي چې دوي يې ترلاس لاندي کار کوي ، چې د دوی ګټو ته وفادار وي، او په عین وخت کې د خپلواکو شخصیتونو نوم بدوي.

۳. فریبکاري او رواني جګړه (PSYOPS)

د ISI د ستراتیژۍ بله برخه دا ده، چې د خلکو ذهنونه کنټرول کړي. دوی داسې خلک د اپوزیسیون په لیکو کې ځای پر ځای کوي، چې د واقعي مخالفینو اعتماد جلب کړي. بیا، واقعي د طالبانو ضد فعالین چې ورسره تماس نه نیسي، ISI ته معلومېږي، چې ورپسې یا هدفي بریدونه ترسره کوي، یا یې د بدنامۍ کمپاین ته داخلوي.

د دې تر څنګ، ISI د دروغو معلومات خپروي، څو د اپوزیسیون اخلاقي قوت کمزوری کړي. دوی دا تبلیغات کوي، چې د مقاومت مشران سره اختلافات لري، یا دا چې طالبان ډېر قوي دي، څو خلک د مبارزې نه ناهیلې کړي.

۴. د بهرني نفوذ مخنیوی

ISI نه غواړي چې کوم بهرنی ځواک د افغانستان کې د طالبانو د ضد حرکتونو ملاتړ وکړي. که هند، ایران، یا لوېدیځ هېوادونه یو قوي اپوزیسیون پیدا کړي، دا به د پاکستان د ستراتیژۍ لپاره لوی خطر وي.
د دې لپاره، ISI د اپوزیسیون دننه خپل عناصر ځای پر ځای کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې د طالبانو پر ضد هر ډول تغییر به د پاکستان تر کنټرول لاندې وي. د دې ستراتیژۍ موخه دا ده، چې افغانستان خپلواک سیاسي مسیر وانخلي، او پاکستان د افغانستان د راتلونکي تصمیمونو اساسي فکتور پاتې شي.

د دې ستراتیژۍ پایلې

د افغانستان پر سیاسي نظام اوږدمهاله کنټرول؛
که دا ستراتیژي بریالۍ شي، پاکستان به د افغانستان پر سیاست تلپاتې نفوذ ولري.

د واقعي مقاومت کمزوري کول
ریښتینې ضد طالباني ډلې به یا په سیستم کې جذبېږي، یا به وځپل شي.

د پاکستان د ستراتیژیک عمق ساتل؛ افغانستان به د پاکستان د نفوذ له ساحې نه وتلای نشي.

د نړیوالو لوبغاړو بې‌وسه کول؛ هند، ایران، او لوېدیځ به ونه‌ توانېږي، چې د طالبانو ضد خپلواک متحدین پیدا کړي.

څنګه کولای شو د ISI دا ستراتيژي‌ ناکامه کړو؟

کنټرول شوې څېرې افشا کول؛
د واقعي ژورنالیزم او استخباراتي تحلیل له لارې باید هغه څیرې او اشخاص افشاء کړو چې په اصل کې د پاکستان د منافعو لپاره کار کوي او تمثیل د مخالفت کوي لکه د عباس ستانکزي، مبین او ځیني نور فعالان.

د اپوزیسیون ویشل کېدو مخنیوی؛ د مقاومت مشري باید د یو څو محدودو اشخاصو پر ځای، پر پراخې ټولنې وویشل شي او اساس يي باید ملي روایت وي چې هغه افغانیت یا افغان نشلیزم دی.‌ په دې روایت کي باید ځیني مفاهیم وضاحت ولري لکه:

حالت باید روښانه تعریف شوي وي،‌چې ایا افغانستان اوس مهال د پاکستان لخوا اشغال دی که نه؟

طالبان څوک دي ایا د پاکستان استازی ځواک Surrogate Army ده او که داخلي افراطي ډله؟

د حل لار څه ده، جګړه او که د سولې مذاکرات، که افغانستان اشغال وي او طالبان بهرنی ځواک وي، نو بیا د سولي مذاکرات باید پر کومو شرایطو وسي او پر کومو مسایلو جوړجاړی ممکن دی؟

د نړیوالو اړیکو پراخول؛ د طالباني ضد حرکتونه باید یوازې پر یو هېواد تکیه ونه‌کړي، بلکې د څو هېوادونو مرسته ترلاسه کړي.

پایله

د ISI دا ستراتیژي د سیاسي نفوذ یو پیچلی استخباراتي عملیات بلل کېږي. د دې د بریا لپاره، دوی د اپوزیسیون کنټرول، د روایت مدیریت، رواني جګړه، او د بهرني نفوذ مخنیوی کوي.
خو که د دې ستراتیژۍ واقعیت افشا شي، اغېز یې کمېدلای شي. د افغانستان اپوزیسیون باید په هوښیارۍ عمل وکړي، د کنټرول شویو کسانو نفوذ کم کړي، او د نړیوالو سره اړیکې پراخې کړي، څو د پاکستان د نفوذ مخنیوی وشي

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

ذبیح الله مجاهد سیاسیونو ته:ډېره د شرم خبره ده چې هېواد کې د ستونزو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان ځولۍ کې ځان اچوئ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپورونو ته په اشارې چې ګواکې په ترکیه کې افغان سیاسیونو د ای ایس ای له غړي سره کتلي، وویل چې یو وخت همدې چارواکو پر موږ تور پورې کاوه چې موږ د پنجاب په اشاره جنګېږو؛ خو اوس خپله د ای ایس ای له مشرانو سره ګوري.

ښاغلي مجاهد په یو ایکس سپیس کې وویل، چې دا ډېره د افسوس او شرم خبره ده چې ځانته افغانان هم وایي او د هېواد لپاره بیا دومره بد نیت لري.

نوموړي زیاته کړه، چې دا خلک دې د پاکستان ځولۍ کې ځان نه اچوي او نه دې د هغوی په اشاره هېواد کې ستونزې ایجادوي.

هغه سیاسیونو ته په اشارې زیاته کړه چې تاسو د امریکا، ناټو او برېټانیا ځولیو کې هم ځان واچوو؛ خو بیا مو هم ماتې وخوړه.

ذبیح الله مجاهد:شیخ هبت الله امر کړی چې نور دې زندانیانو ته شکنجه نه ورکول کېږي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې شیخ هبت‌الله اخوندزاده امر کړی چې نور دې په زندانونو کې زندانیانو ته شکنجه نه ورکول کېږي.

ښاغلي مجاهد په یو ایکس سپیس کې وویل، چې دوی هیله لري چې ټیټ رتبه طالبان د شیخ هبت الله امر پر ځای او نور په زندانونو کې زندانیانو ته شکنجه ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په زندانونو کې زندانیانو ته سختې شکنجې ورکول شوي او لا هم دغه چاره دوام لري.

ذبیح الله مجاهد:د طالبانو حکومت د سقوط فکر دې هېڅوک نه کوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې اختلافات د جګړې په معنا نه دي.

ښاغلي مجاهد په یو ایکس سپېس کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ټپي کېدو او د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو اوازې رد کړې.

مجاهد ویلي چې د داخلي اختلافاتو له امله د طالبانو حکومت د سقوط اوازې بې اساسه دي او هغه کسان چې فکر کوي چې د طالبانو حکومت به ړنګ شي، اشتباه کوي.

ذبیح الله مجاهد:د بګرام هوایي اډې نېول یو خیال دی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د بګرام هوایي اډې نیول یو خیال دی او امریکا به یې سل کالو کې هم ونه نیسي.

ښاغلي مجاهد یو ایکس سپیس کې ویلي، چې له امریکا څخه پاتې وسلې دوی ته په غنیمت کې پاتي.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت څه د اشرف غني حکومت نه دی چې د نورو غوښتنې به مني.

مولانا فضل الرحمن:د پاکستان حکومت د خپل هېواد امنیت نشي ساتلی؛ نو ځکه کابل تورنوي

د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، د دوی اوسنی حکومت د کابل پر وړاندې قصدا د دوښمنۍ پالیسي جوړوي.

نوموړی وایي، اسلام اباد د خپلې نا امنۍ پړه پر کابل ور اچوي؛ خو د خپل امنیت ساتلو لپاره کوم ګام نه اخلي.

د فضل الرحمن په خبره، پاکستان د مجاهدینو وخت کې افغانستان کې مداخله کوله؛ خو اوس کابل په مداخلې تورنوي.

هغه د پښتونخوا او بلوچستان پر وروستي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې.

هغه دغه راز ویلي، چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې حکومتي واک تقریباً ختم شوی دی.

هغه خبرداری ورکړی که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو هېواد به له خطرناکو حالاتو سره مخ شي.

تازه؛د طالبانو حکومت حمید خراساني نېولی

حماسه میډیا ته سرچینې ویلي، چې حمید خراساني د طالبانو حکومت نېولی.

سرچینې زیاته کړې، چې حمید خراساني د طالبانو حکومت د کورنیو چارو اړوند توهین امېزې خبرې کړي او غلط تورونه یې لګولي.

یادې سرچینې دغه راز ویلي، چې حمید خراساني د طالبانو د حکومت منځ کې د نفاق او تفرقې د هڅې په تور زنداني شوی.

د طالبانو حکومت؛کابل کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید تایید کړی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت کابل کې د ملګرو ملتونو پر دفتر یا یوناما برید منلی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، دغه برید چې پرون یکشنبه ترسره شوی پکې یو طالب سرتېری وژل شوی او د یوناما یو کارکوونکی ټپي شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

بل لورته راپورونه خپاره شوي چې د یاد برید مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

احمد الشرع؛د اردوغان په بلنه سبا ترکیې ته ځي

0

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع به سبا دغه هېواد ته سفر وکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا سفر د رجب طیب اردغان په رسمي بلنه ترسره کوي.

ټاکل شوې چې دواړه لوري به د وضعیت د ښه والي، امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې احمد الشرع اوس مهال سعودي عربستان ته په سفر دی او د محمد بن سلمان په ګډون یې ددغه هېواد یو شمېر چارواکو سره لېدنې ترسره کړې دي.