پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 658

د المان لومړي وزیر؛احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې

0

د المان لومړي وزیر اولاف شولتز د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې.

د سوریې جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د المان لومړي وزیر اولاف شولتز، احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې او اطمنان یې ورکړی چې المان به د سوریې په بیا رغوونه کې رغنده رول ولوبوي.

شولتز په یوه تلیفوني اړیکه کې چې شا او خوا یو ساعت یې دوام وکړ د سوریې حکومت ته د بشارالاسد جمهوري دولت د راپرځولو مبارکي ورکړه او ډاډ یې ورکړ چې المان به په هره برخه کې د سوریې یو خواخوږی او ملاتړی پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.

د طالبانو دفاع وزارت:د ازبکستان له لوري امریکا ته د اووه بلک هاک الوتکو سپارلو اندېښمن کړي یوو

د طالبانو حکومت دفاع وزارت د ازبکستان له لوري د پخواني افغان حکومت اووه بلک هاک الوتکې، چې بېرته امریکا ته ورکړل شوې، ویلي، چې د طالبانو حکومت په دې تړاو انديښمن دی.

یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي او د افغانستان د تیرې ادارې لخوا ازبکستان ته د تیښتې په مهال انتقال شوي دي، باید بیرته افغانستان ته را انتقال کړل شي.

دغې وزارت ویلي:« دا چې یادې الوتکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي، موږ ته داسې کول د منلو نه دي، ځکه افغانان حق لري چې د خپل حق غوښتنه او پوښتنه کوي او همسایه هیوادونه هم باید د افغانانو حق ته درناوی ولري.»

دغې وزارت له امریکا څخه غوښتي، چې بیرته افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د را انتقالیدو په لاره کې خنډونه وانچوي او بیرته یې افغانانوته وسپاري.

نتنیاهو:د اسراییلي بندیانو عکسونه شوک ورکوونکي دي؛ حماس به بې ځوابه پرېنږدو

0

وروسته له هغې چې د درېیو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو انځورونه خپاره شول، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغو یرغمل شویو کسانو حالت «شوکونکي» وباله او ټینګار یې وکړ چې د حماس دغه ډول کړنې بې ځوابه به پاتې نه شي.

د نتنیاهو دفتر په یوه پیغام کې ویلي: «د نن ورځې د یرغمل شویو کسانو د سپارلو صحنه ټکان ورکوونکې وه او حتماً به ځواب ورکړل شي.»

د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو کورنیو هم د دغه یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو مراسم «خفه کوونکي انځورونه» بللي دي.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، الی شارابي، اوحد بن امي او اور لوی هغه درې اسرائیلي یرغمل دي چې د شنبې په ورځ په غزه کې خوشې شول.

مخکې له دې چې دوی د سره صلیب استازو ته وسپارل شي، دوی په داسې حال کې چې د حماس وسله‌والو کسانو کلابند کړي وو، مجبور کړای شول چې د حماس د رسنیو په وړاندې وینا وکړي.

د ایران مذهبي مشر:حماس اسراییل ته په ماتې ورکولو سره امریکا ته هم ماتې ورکړې

0

د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي وایي، چې حماس اسرائیل ته په ماتې ورکولو سره په حقیقت کې امریکا ته ماتې ورکړې.

علي خامنه‌اي دا څرګندونې د حماس د مشرتابه شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

خامنه‌یي ویلي، چې د حماس مقاومت او د غزې د خلکو زغمل شوې کړاوونه د ټولو مقاومت کوونکو لپاره یوه نمونه ګرځېدلې ده.

ایراني رسنیو ویلي، چې په دې لیدنه کې د حماس د مشرتابه شورا رییس محمد اسماعیل درویش، د حماس د سیاسي دفتر مرستیال خلیل لحیه، او د لویدیځې غاړې د حماس مشر زاهر جبارین هم حضور درلود.

مسعود پزشکیان:دښمنان فکر کوي که موږ محاصره کړي، له لوږې به مړه شو

0

د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، دښمنان فکر کوي که موږ محاصره کړي، له لوږې به مړه شو.

هغه ویلي«که د رهبر د ټاکل شوي ليدلوري مطابق عمل کړی وای، بايد راتلونکی کال به په سيمه کې لومړی ځای خپل کړی وای.»

نوموړي زیاته کړې چې يوازې دا کافي ده چې په ځان باور ولرو او ووينو چې موږ دا وړتيا لرو.

هغه ویلي چې په ملي وړتياوو باور کولای شي د پرمختګ لاره هواره کړي.

امریکا؛الاسکا کې نادرکه شوې الوتکه غورځېدلې او لس تنه پکې وژل شوي

0

د امریکا په الاسکا کې د الوتکې غورځېدو له کبله لس تنه وژل شوي دي.

امریکایي چارواکو ویلي، چې دغه الوتکه تېره ورځ د برینګ ایر هوایي شرکت یوه امریکایي الوتکه له لسو مسافرو سره په الاسکا کې د الوتنې پر مهال د رادار له سکرین څخه ورکه شوې وه.

دا الوتکه له اوالاکلیت هوايي ډګر څخه د نوم هوايي ډګر ته روانه وه، چې دواړه د لویدیځ الاسکا ښارونه دي.

د یادونې ده چې دا په تېره یوه اونۍ کې امریکا کې د الوتکې غورځېدو درېیمه پېښه ده.

پاکستان؛مشهوره ټیک ټاکره سیماګل په مرموز ډول وژل شوې

0

پاکستان کې یوه پېژندل شوې ټیک ټاکره سیما ګل چې په «سایکو ارباب» هم پېژندل کېږي، په مرموز ډول وژل شوې.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې سیما ګل د پښتونخوا د صوابۍ مرکز په ورسک سړک سیمه کې وژل شوې او مړی یې موندل شوی دی.

د نوموړې ورور پولیسو ته ویلي، چې د خور وضعیت یې ناڅاپي ډول خراب شوی او روغتون ته په لاره یې ساه ورکړې.

هغه ویلي، چې د خور ناڅاپي مړینې یې شکونه راپیدا کړي دي.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې ددغې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

ډونالډ ټرمپ:د امریکا د میلیاردونه ډالرو نظامي تجهیزات په افغانستان کې په غفلت سره پرېښودل شوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا میلیاردونه ډالره ارزښت لرونکي نظامي تجهیزات په غفلت سره په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې دغه تجهیزات له کوم دلیل پرته په افغانستان کې پاتې شوي.

هغه زیاته کړې، چې دغه وسایل د امریکا د نظامي وسایلو یوه کوچنۍ برخه ده.

ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي، چې په افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات به بېرته راوړي.

بل لورته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دغه تجهیزات د افغانستان ملي شتمني ده او هیچاته یې نه ورکوي.

د پاکستان پوځ:شمالي وزیرستان کې د عملیاتو په ترڅ کې مو یو افغان چې ترهګریزې کړنې یې کولې، وژلی

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې ISPR په یو بیان کې ویلي، چې د شمالي وزیرستان په دته خیلو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یو افغان وګړی چې په پاکستان کې دننه په ترهګرۍ کې لاس درلود وژل شوی دی.

بیان کې راغلي، چې دغه کس لقمان خان نصرت نومېږي او د کمال خان زوی دی، چې د افغانستان د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دغه بیان کې زیاته شوې چې د طالبانو حکومت چارواکو سره اړیکه نیول شوې ترڅو د یاد کس جسد، چې د افغانستان تبعه دی، ترلاسه کړي.

بیان کې دغه راز ویل شوي، چې په پاکستان کې ترهګریزو فعالیتونو کې د افغان اتباعو د ښکېلتیا نه انکارېدونکې ثبوت دی.

بیان کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو حکومت څخه تمه کیږي چې خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د اعمالو لپاره وکاروي.

ټرمپ:جاپان به ډېر ژر له امریکا څخه مایع ګاز وارد کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې جاپان به ډیر ژر له متحده ایالاتو څخه مایع طبیعي ګاز یا LNG په بې ساري مقدار وارد کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې چین هم له امریکا څخه د مایع طبیعي ګاز (LNG) اخیستلو ته ډېره لېوالتیا ښودلې.

ټرمپ دغه راز ویلي، چې د امریکا د تېلو په نورو هېوادونو کې هم تقاضا ډېره ده.