پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 657

سعودي عربستان:نتنیاهو د غزې د خلکو بېځایه کېدل غواړي او دا د فلسطین په خاوره تېری دی

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د غزې د خلکو په جبري ډول بېځایه کول غندلي دي.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې نتنیاهو د فلسطینیانو جبري بې ځایه کیدنه غواړي او دا د فلسطین په ځمکنۍ جغرافیه او د دوی په خاوره تېری دی.

اعلامیه زیاته کړې، چې د اسراییلو لخوا پر فلسطینیانو هر ډول جبر د منلو نه دی او له دې کاره دې لاس واخلي.

مکسیکو؛ترافیکي پېښې ۳۰ تنه وژلي

0

د مکسیکو په جنوب کې د یوه بس په ټکر کې له ۳۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، بس د کانکون او تاباسکو ښارونو تر منځ په حرکت کې و او شاوخوا ۴۴ مسافر پکې سپاره وو.

د ځایي رسنیو په وینا، لس کسان ژوندي پاتې شوي دي.

پولیسو ویلي، چې د دې پېښې د لاملونو څېړنه روانه ده.

نتنیاهو:ټرمپ د ټولې نړۍ لپاره یو ستر رهبر دی

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د فاکس نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل تر ټولو ستر ملګری وباله.

نتنیاهو ویلي، چې ټرمپ د اسرائیل او امریکا په ائتلاف کې لوی بدلون راوست، چې دا اړیکې یې تر پخوا ډېرې پیاوړې کړې.

هغه ټرمپ د امریکا او نړۍ لپاره یو ستر رهبر بللی او زیاته یې کړه چې اسرائیل تر امریکا لوی ملګری نه لري، په ځانګړې توګه د ټرمپ تر مشرۍ لاندې، او امریکا هم تر اسرائیل ستر دوست نه لري.

نتنیاهو د دواړو هېوادونو د قوي اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا اړیکې تر ډېره د ګډو دښمنانو له کبله دي.

نوموړي یادونه وکړه چې ټرمپ بیا ځلي اسرائیل ته د وسلو تحویل پیل کړ او څرګنده یې کړه چې اسرائیل د څو اړخیزې جګړې په ترڅ کې د ګډو دښمنانو پر وړاندې په جګړه بوخت دی.

ډونالډ ترمپ؛د انتوني بلینکن او جیک سالیوان امنیتي معلوماتو ته لاسرسی بند کړ

0

‏د سپینې ماڼۍ چارواکو اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو د پخواني وزیر انتوني بلینکن او د ملي امنیت د پخواني سلاکار جیک سلیوان امنیتي او محرمو معلوماتو ته لاسرسی بند کړ.

دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شو چې ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن ته د امنیتي او محرمو اسنادو لاسرسی هم لغوه کړ.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر د جو بایدن د حکومت د عدلیې وزارت د مرستیالې، لیزا موناکو هم محرم اسنادو ته لاسرسی لغوه کړی.

د یادونې ده چې د امریکا پخواني ولسمشرانو په دودیز ډول استخباراتي غونډو او معلوماتو ته لاسرسی درلود، تر څو د ملي امنیت او بهرني سیاست په اړه اوسني ولسمشر ته مشورې ورکړي.

د لبنان لومړي وزیر؛نواف سلام خپل نوی حکومت تشکیل، او د حزب الله دوره پای ته ورسوله

0

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام خپل نوی حکومت معرفي کړ او د دغه هیواد د موقتې ادارې لخوا چې څو کاله یې چارې پرمخ وړلې، ورته د پای ټکی کیښود.

نواف سلام ټینګار وکړ چې د لبنان د بیا په ځان بساینې فرصتونه په لاس ورغلي او همدا یې بهترینه موقع ده چې دغه هیواد د جګړې له ډګره وباسي څو د فساد، سوء مدیریت او اوږد اقتصادي بهران ته د پای ټکی کېږدي چې د نړیوالې ټولنې خام شوی باور بیرته راواړوي.

یاده دې وي چې د لبنان د نوي حکومت د تشکیل سره د حزب الله مذهبي ډله چې څو کاله یې د دغه هیواد په حکومتي چارو تسلط درلود هم د تضعیف سره مواجه شوه.

روسیه؛یو محصل د لومړي ځل لپاره خپل علمي تیزس له فضا څخه وړاندې کړ

0

یوه روسي محصل د تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره خپل علمي تیزس له فضا څخه وړاندې کړ

روسي رسنیو د روسیې د ولسمشرۍ اکاډمۍ رئیس الکسي کومیساروف له قوله ویلي، چې د روسیې فضانورد او اتل، ایوان واګنر، چې د ولسمشرۍ اکاډمۍ محصل دی، د نړۍ په کچه د لومړي ځل لپاره د خپل ماسټرۍ تیزس د نړیوال فضايي سټېشن څخه دفاع کړ.

فضانورد واګنر خپل تیزس «د دولتي سکتور د یوې ادارې د فعالیت ښه والی د کارکوونکو د غوره کولو د بهیر د ښه کولو له لارې» په اړه لیکلی دی.

چین؛د ځمکې ښویدو له کبله ۳۰ تنه نادرکه دي

0

په چین کې د ځمکې ښویدو له امله ۳۰ کسان نادرکه شوي دي.

د چین د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، د سیچوان ولایت د جین پینګ په ښار کې د ځمکې ښویدو ۳۰ تنه نادرکه کړي دي.

چینایي رسنیو زیاته کړې، چې ددغې ځمکې ښویدو ۱۰ کورونه لاندې کړي دي.

رسنیو دغه راز ویلي، چې نږدې ۲۰۰ کسان له سیمې څخه ژغورونکې ډلې ویستلي او د نورو نادرکه شویو کسانو د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.

جسټن ټروډو:د ډونالډ ټرمپ له خوا کاناډا د امریکا د ایالت په بدلېدو ریښتینې موضوع ده

0

د کاناډا پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د کاناډا د الحاق ګواښ یوه ریښتینې موضوع ده.

سي‌بي‌سي نیوز ویلي، چې جسټن ټروډو دغه څرګندونې په تورنټو کې د کاناډا-امریکا اقتصادي غونډه کې وکړې.

د خپور شوي غږیز فایل په اساس، د هغه خبرې د یو لا هم فعال مایکروفون له لارې ثبت شوې، په داسې حال کې چې فکر کېده خبریالان له غونډې څخه وتلي دي.

د کاناډا دوه سوداګریز مشران چې په دې ناسته کې حاضر وو، سي‌اين‌ان ته تایید کړه چې ټروډو ویلي دي: «ښاغلی ټرمپ دا نظر لري چې د دې کار اسانه لار زموږ د هېواد جذب یا الحاق دی، او دا یوه ریښتینې موضوع ده.»

ټروډو تر دې وړاندې، د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو څخه مخکې له سي‌اين‌ان سره په یوه مرکه کې، کاناډا د متحده ایالاتو د ۵۱م ایالت د جوړېدو په اړه د ټرمپ څرګندونې د تعرفو ګواښونو له پایلو څخه د پام اړولو هڅه ګڼلې وه او په خبره یې دا به هیڅکله ونه شي.

د المان لومړي وزیر؛احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې

0

د المان لومړي وزیر اولاف شولتز د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې.

د سوریې جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د المان لومړي وزیر اولاف شولتز، احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې او اطمنان یې ورکړی چې المان به د سوریې په بیا رغوونه کې رغنده رول ولوبوي.

شولتز په یوه تلیفوني اړیکه کې چې شا او خوا یو ساعت یې دوام وکړ د سوریې حکومت ته د بشارالاسد جمهوري دولت د راپرځولو مبارکي ورکړه او ډاډ یې ورکړ چې المان به په هره برخه کې د سوریې یو خواخوږی او ملاتړی پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.

د طالبانو دفاع وزارت:د ازبکستان له لوري امریکا ته د اووه بلک هاک الوتکو سپارلو اندېښمن کړي یوو

د طالبانو حکومت دفاع وزارت د ازبکستان له لوري د پخواني افغان حکومت اووه بلک هاک الوتکې، چې بېرته امریکا ته ورکړل شوې، ویلي، چې د طالبانو حکومت په دې تړاو انديښمن دی.

یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي او د افغانستان د تیرې ادارې لخوا ازبکستان ته د تیښتې په مهال انتقال شوي دي، باید بیرته افغانستان ته را انتقال کړل شي.

دغې وزارت ویلي:« دا چې یادې الوتکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي، موږ ته داسې کول د منلو نه دي، ځکه افغانان حق لري چې د خپل حق غوښتنه او پوښتنه کوي او همسایه هیوادونه هم باید د افغانانو حق ته درناوی ولري.»

دغې وزارت له امریکا څخه غوښتي، چې بیرته افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د را انتقالیدو په لاره کې خنډونه وانچوي او بیرته یې افغانانوته وسپاري.