پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 654

واسیلي نیبنزیا:مسکو ډېر مخکې ویلي چې USAID د سخت دریځو ملاتړ کوي او اوس ټولو ته ثابته شوه

0

د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا وایي، مسکو له ډېر وخت راهیسې ویلي چې USAID په ټوله نړۍ کې له سخت‌دریځو ملاتړ کوي.

نیبنزیا ویلي، چې هغه وخت دا خبره د “روسي تبلیغاتو” په توګه رد شوې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس ټولو ته ثابته شوه چې هر څه رېښتیا وو.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې ایلن ماسک دا اداره د سخت دریځو د ملاتړ او د جرمونو لپاره د لارو چارو پر برابرولو تورنه کړې وه.

فراه؛ابوناصر بندر کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه تنه وژلي

د فراه ولایت په ابو ناصر بندر کې، د ایران پولې ته نږدې، د یوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت سیمه‌ییزو طالب چارواکو تایید کړې چې وژل شوي کسان د تفریح لپاره په سفر بوخت وو، کله چې د سړک غاړې ماین وچاودید.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

ازبکستان؛له افغانستان سره پر پوله د نشه‌یي توکو د کشف خبر ورکړی

د ازبکستان ملي امنیت خدمت د افغانستان څخه ۶۰۰ کیلو او ۱۲ ګرامه نشه یي توکو د کشف خبر ورکړی دی.

ازبکستاني رسنیو د ازبکستان د ملي امنیت خدمت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان سره په سرحد کې د سرخندریا ګمرک کې سلګونه کیلوګرامه چرس کشف شوي دي.

رسنۍ زیاتوي، چې قاچاقچیانو هڅه کړې وه چې دغه توکي د جاروګانو په موټر کې پټ او ازبکستان ته ولېږدوي.

رسنیو دغه راز ویلي، چې د کشف شوو موادو ارزښت په تور بازار کې ۱۶.۵ میلیون ډالر اټکل شوی دی.

خالد پښتون: ملاهبة الله نشته، او تردې مهاله یې هویت ندی ثابت شوی

د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون د سعید شینواري سره په خبرو کې ویلي چې ملاهبة الله شتون نه لري.

ښاغلی پښتون وایي، د هبة الله هویت تردې مهاله ندی ثابت، او په ۲۱مه پیړۍ کې هیڅ واکمن د خلکو پټ نه شي پاتې کیدای.

امیرخان متقي؛د ناروې له شارژدافیر پیر البرټ سره لیدلي

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ناروې له شارژدافیر پير البرټ سره لیدلي دي.

د یاد وزارت ویاند ضیا احمد تکل په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې پیر البرټ له نشه‌يي توکو سره د طالبانو د حکومت مبارزه اغېزمنه بللې.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې البرت ژمنه کړې، چې ناروې به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې امیرخان متقي له نړۍوالو سره د مثبت تعامل او پر متقابل درناوي ولاړو اړیکو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره په اقتصادي ودې او پراختیايي چارو کې همکاري وکړي.

د امریکا د کانګرس غړی:امریکا به په راتلونکي کې بیرته افغانستان ته ستنېږي

د امریکا د کانګرس غړی پټ هاریګان وايي، ډاډه دی چې امریکا به په راتلونکي کې بېرته افغانستان ته ستنه شي.

هاریګان د افغانستان څخه د امریکا پر وتلو نیوکه کړې او دا یې د امریکا د راتلونکي نسل لپاره د جګړې پیل بللی.

هغه وايي، ۲۰۲۱ کال د طالبانو چټکه بریا سیاست ته د هغه د ننوتلو اصلي لامل و.

د هاریګان په وینا، د امریکا نظامي او سیاسي ماتې د امریکا د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

هغه ټینګار کړی که ډونالډ ټرمپ ولسمشر وای، د روسیې او اوکراین جګړه او د حماس بریدونه به نه وای شوي.

مایک والتز:امریکایان نه غواړي چې میلیاردونه ډالر د طالبانو لاس ته ورشي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز وايي، امریکایان نه غواړي چې میلیاردونه ډالر د “طالبانو” لاس ته ورشي.

مایک والټز له ان بي سي شبکې سره خبرو کې ویلي، امریکایي وګړي نه غواړي چې د ملګرو ملتونو د قراردادیانو په نوم شاوخوا درې میلیارده ډالر د “طالبانو” لاس ته وغورځیږي.

نوموړی زیاتوي، داسې مستند شواهد لري چې طالبان بیا له دغو پیسو د خپلو مخالفینو د ځپلو او د ملاتړو د همکارۍ لپاره کار اخلي.

تخار؛د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکو د سرو زرو د کانونو د چور او چپاول په اړه اعتراض کړی

د تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ اوسېدونکو د سرو زرو د کانونو د چور او چپاول په اړه اعتراض کړی دی.

معترضین وايي، د کانونو د کیندنې پر مهال یې کورونه، کلینیکونه او څړځایونه ویجاړ شوي دي.

د سرچینو په وینا، لسګونه اسکواټر ماشینونه دې ولسوالۍ ته راوړل شوي او د کانونو غیرقانوني استخراج زیات شوی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان؛پوځي ښوونځي او کالجونه د وسله والو بریدونو د ګواښ له امله تړل شوي

0

پاکستان کې پوځي ښوونځي او کالجونه د وسلوالو بریدونو د ګواښ له امله تړل شوي دي.

د پاکستان یو شمېر امنیتي سرچینې وایي، چې د دې ګام هدف د زده‌کړو په دې ادارو کې د ممکنه ترهګریزو حملو مخنیوی کول دي.

سرچینو زیاته کړې، چې دا ګام وروسته له هغه اخیستل شوی چې ځینو وسله‌والو ډلو ګواښ کړی، چې پوځي ښوونځي او کالجونو به په نښه وکړي.

بل لورته د پاکستان پوځي چارواکو ویلي، چې دغه اقدام د زده کوونکو د خوندیتوب لپاره د موقت وخت لپاره شوی.

ذبیح الله مجاهد:د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ متوجې نه دی او د نشه‌یي توکو د مخنیوي لپاره مو ټوله هڅه کړې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډله‌ییز امنیت سازمان د مشر څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې دوی د نشه‌یي توکو د مخنیوي لپاره خپله ټوله هڅه کړې.

مجاهد ویلي، په دې اړه یوې ګډې مبارزې او زیاتې بودجې ته اړتیا ده.

نوموړی وایي، د نشه‌یي توکو د مخنیوي لپاره یو طرفه ګام د پام وړ پایله نه لري.

مجاهد دغه راز زیاته کړې چې افغانستان کې ترهګرې ډلې هم حضور نه لري.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ډله‌ییز امنیت سازمان مشر ایمانګلي تاسماګمبتوف ویلي وو چې د افغانستان له خاورې ګواښونه متوجې دي.