چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 627

بلوچستان؛خضدار ولسوالۍ کې چاودنې څلور تنه وژلي او پنځه نور ټپیان دي

د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د نال سیمې کې په یوه موټر کې د چاودنې له کبله نهه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه پېښه کې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

ددغې چاودنې او د پېښې د قربانیانو په اړه تر اوسه کره جزیات نه دي ورکړل شوي.

د تورخم جګړه؛د پاکستان له لوري د توغول شوي هاوان له کبله درې افغان خبریالان ټپیان شوي

تورخم کې د پاکستان له لوري د توغول شوې هاوان مرمۍ له کبله درې خبریالان ټپیان شوي.

دا خبریالان د شمشاد تلویزون، حریت راډیو او پژواک رسنیو دي، چې د خبري پوښښ لپاره تللي وو.

کابل کې شمشاد تلویزون هم د خپل خبریال ټپي کېدل مني او زیاتوي چې نوموړی د دغې جګړې د خبري پوښښ لپاره تللی و.

شهباز شریف:د کابل هوايي ډګر کې پر امریکایانو د برید طراح افغان وو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د کابل هوايي ډګر کې پر امریکايي وګړو د برید طراح یو افغان دی.

نوموړي ويلي، چې د دغه برید طراح د افغانستتان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې نیول شوی.

تر دې وړاندې ټرمپ ویلي و، چې یاد کس یې د پاکستان په همکارۍ نیولی دی.

بل لورته بیا شهباز شریف له ټرمپ مننه کړې، چې په دې برخه کې یې د پاکستان هڅې ستایلې دي.

ملګرو ملتونو؛په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د سیمه‌ییز مرکز جوړلو پرېکړه لیک صادر کړی

ملګرو ملتونو په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د سیمه ییز مرکز د جوړولو لپاره پریکړه لیک صادر کړی او قزاقستان بیا ویلي، چې دا مرکز به دمنځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د پایېدونکي پرمختګ موخې تعقیب کړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان د خلکو هوساینه په مستقیم ډول د مرکزي اسیا هېوادونو پورې تړلې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قزاقستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ته لېواله دی.

ډونالډ ټرمپ:زیلنسکي سپینې ماڼۍ ته د بیا راستنېدو لپاره چمتو دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې زیلنسکي سپینې ماڼۍ ته د بیا راستنېدو لپاره چمتو دی.

هغه ویلي، زیلنسکي یو وار بیا مذاکراتو ته چمتو دی، ترڅو د اوکراین جګړې ختمولو او کاني زېرمو په اړه خبرې وکړي.

بل لورته یو شمېر سرچینو ویلي، چې ښايي نوموړی به د سې شنبې په ورځ بېرته سپینې ماڼۍ ته راوګرځي.

تر اوسه سپينې ماڼۍ له اوکراین سره د کاني زېرمو د تړون لاسلیک په اړه څه نه دي ویلي.

سټېفني لوس:زده‌کړو، روغتیا او پاکو اوبو ته لاسرسی د افغانانو ژوند سره ژوره اړیکه لري

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام یا یو اېن-هبیتات د افغان ښځو او نجونو د حقونو، ونډې او پیاوړتیا په اړه یو وار بیا پر خپلې ژمنتیا ټينګار کړې.

د دغې ادارې استازې، اسټېفني لوس، د ښځو د نړۍوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې ویلي، چې زده‌کړو، روغتیا او پاکو اوبو ته لاسرسی د افغانستان د ښځو او نجونو له ژوند سره ژور تړاو لري.

جسټن ټروډو:پر امریکایي توکو ۲۵ سلنه مالیه لګوو

کاناډا وایي، د دوی پر توکو د امریکا د تعرفې لوړېدو ته به ورته غبرګون وښیي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پر امریکایي محصولاتو ۲۵ سلنه مالیه لګوي.

هغه ویلي، چې دا مالیه به د امریکا د هغو ۱۵۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پر توکو ولګول شي، چې کاناډا ته واردیږي.

انالېنا باربوک:د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا باربوک وایي، چې د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

هغې تېره ورځ ویلي، افغانستان ته به د طالبانو له لاسرسي پرته د نړیوالو بنسټونو په لاس، خوراکي، بشري او روغتیایي مرستې ورسوي.

نوموړې د افغان نجونو او ښځو پر ملاتړ هم ټینګار کړی.

ډونالډ ټرمپ:له پاکستان مننه، چې د هغه کس په نېولو کې همکاري راسره وکړه چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د چاودنې مسوول و

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، کانګرس ته په خپله وینا کې ویلي چې امریکا هغه کس نیولی دی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د چاودنې مسوول و.

هغه وویل: «درې نیم کاله مخکې داعش ۱۳ امریکایي سرتیري او سلګونه نور کسان د کابل هوایي ډګر کې ووژل. موږ هغه کس نیولی دی چې د دې چاودنې مسوول و.»

ټرمپ په خپله وینا کې د پاکستان له حکومت څخه مننه وکړه چې د دې بریدګر په نیولو کې یې ورسره مرسته کړې.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، د امریکا له افغانستانه وتل د ځان لپاره یوه فرصت وګاڼه.

علي امین ګنډاپور:خیبر پښتونخوا کې د خراب امنیتي وضعیت لامل افغانستان دی

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور، د دې ایالت د خراب امنیتي وضعیت پړه پر افغانستان اچولې ده.

هغه د افغان طالبانو سره د خبرو لپاره د جرګې د جوړولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د فدرالي حکومت له تایید وروسته، افغانستان ته د پلاوي د استولو لپاره تیار دی.

د اکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر دا څرګندونې تېره ورځ په پاکستان کې د بریتانیا له استازي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

ګنډاپور په دې ناسته کې ټینګار کړی چې باید د دې اوږدمهاله ستونزې د حل لپاره جدي او نتیجې ورکونکې هڅې وشي.

هغه خبرداری ورکړی چې که د دې ایالت امنیتي ستونزې ژر حل نه شي، نو ممکن لا پسې سختې شي او د ټول هېواد پر وضعیت ناوړه اغېز وکړي.