چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 624

بلوچستان؛نامعلومه وسله والو په برخان سیمه کې ۷ تنه پنجابیان وژلي.

0

بلوچستان کې نامعلومه وسله والو د یو مسافر وړونکي موټربس څخه ۷ تنه د پنجاب ایالت اوسېدونکي راښکته کړي او په ډزو یې وژلي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان په برخان سیمه کې دغه موټربس چې ۴۵ تنه پکې سپاره وو، د کوټې ښار څخه د فیصل اباد سیمې ته پر لار و، د نامعلومه وسله والو تر برید لاندې راغلی او اووه تنه پنجابیان یې په زور کیباسلي او وژلي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې وسله وال مخ پوښلي وو او شمیر یې په عیني حالت کې ۱۲ تنه و.

د دغې برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

اسحق ډار: باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ اړتیا ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، سوله‌ییز افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره اړتیا ده.

نوموړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، سره له دې، چې افغانستان څخه په امنیتي برخه کې وېره شته؛ خو بیا هم ورسره دوی تعامل ته دوام ورکوي.

هغه ویلي، هېواد یې افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ کوي.

نوموړي وړمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان ته ویلي وو، چې افغانستان سره مرستې ته دوام ورکوي.

نړیوال بانک:غزه د بیارغونې لپاره له ۵۰ میلیارده زیاتو ډالرو ته اړتیا لري

0

یوه ارزونه ښیي چې د غزې د بیا رغونې لپاره له ۵۰ میلیاردو ډالرو زیاتو پیسو ته اړتیا ده.

دا ارزونه د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړۍوال بانک له لوري په ګډه شوې ده.

ارزونه کې راغلي، د فلسطین په غزې سیمه کې له ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته د غزې بیا رغونه شاوخوا ۵۳ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

د ارزونې له مخې دغه بیارغونه ۱۰ کلونه وخت ونیسي.

روانه اوونۍ؛د غزې اوربند دویم پړاو خبرې پیلیږي

0

رویټرز راپور ورکړی، روانه اوونۍ به د حماس غورځنګ او اسرائیل ترمنځ د اوربند په دویم پړاو خبرې اترې په مستقیم ډول پیل شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، حماس به د دغو خبرو پر مهال یو شمېر نور اسرائیلي بندیان هم خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل څو ځله اوسنی اوربند هم نقض کړی او د غزې په یو شمېر سیمو یې بریدونه کړي دي.

یونسیف:۳.۵ میلیونه افغان ماشومانو سره مو د ښوونیزو توکو مرسته کړې

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسیف ویلي، چې تېر کال یې ۳.۵ میلیونه افغان ماشومانو سره د ښوونیزو توکو مرسته کړې.

یونسیف ویلي، په دغو توکو کې قلمونه، کتابچې، بکسې او یو شمېر نور توکي شامل دي.

یونسیف دا مرسته داسې مهال کوي، چې هېواد کې له څه باندې درې کالو راهیسې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.

سپینې ماڼۍ؛د هغه دفتر د تړلو امر کړی، چې د افغانانو د بیامېشتېدو څارنه کوي

سپینې ماڼۍ د امریکا د بهرنیو چارو و زارت د هغه دفتر د تړلو امر کړی، چې د افغانان د بیا مېشتېدو نظارت کوي.

سره له دې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو رویټرز ویلي، دغه دفتر ته ویل شوي، چې تر اپریل میاشتې پورې د تړل کېدو پلان چمتو کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې که دا دفتر وتړل شي؛ نو امریکا ته به د نږدې ۲۰۰ زرو هغو کسانو د ورتګ قضیې وتړل شي، چې له تېرو درې کالو راهیسې تګ ته په تمه دي.

روسیه؛اوکراین نه پرېږدو چې د ناټو غړی شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له روسیې سره خپلو خبرو ته دوام ورکوو.

د رویټر د یوه راپور له مخې په ریاض کې د شا او خوا څلورو ساعتونو خبرو وروسته ټرمپ د نورو، او حلېدونکې پاېلې غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې روسیې د نورو اړونده بحثونو سره سره، په دې هم بحث کړی چې اوکراین دې نور د ناټو د غړیتوب خوبونه نه ویني او له دې خوبه دې پاڅي.

هېره دې نه وي چې په دې ناسته کې د اوکراین هیڅ استاذی ګډون نلري.

کابل- دمشق؛طالبانو له احمد شرع غوښتې چې سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره ورغوي

د طالبانو حکومت لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند د سوریې انتقالي مشر احمد شرع ته د مبارکۍ پیغام استولی دی.

د سوریې د جمهوري ریاست دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي ، چې د طالبانو لومړی وزیر ، احمد شرع ته پدې هیواد د واکمنېدو مبارکي ورکړې.

اعلامیه کې ویل شوي ، چې ملا محمد حسن اخند احمد شرع ته د بشارالاسد دولت په مقابل کې د سرښندونو د وړتیا او بریا مبارکي ورکړې او د افغانستان او سوریې ترمنځ د ورورګلوۍ، سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو د پیلیدو هېله څرګنده کړې.

مقاومت په نوم جبهه:یوازې د دلوې میاشت کې مو نږدې ۸۰ تنو طالب سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې یوازې روانه میاشت کې یې ۲۷ بریدونه ترسره کړي دي.

د مقاومت جبهې څخه خپره شوې ویناپاڼه کې ادعا شوې چې په دې بریدونو کې شا او خوا ۴۲ طالبان وژلي او ۳۷ تنه یې نور یې ټپیان کړي دي.

یادې جبهې ویلي چې دغه بریدونه یې په کابل، هرات، تخار، کندز، فراه، بادغیس، پروان، کاپیسا، بغلان او بلخ ولایتونو کې کړي دي.

حلیم فدایي؛د طالبانو سقوط حتمی دی، ځکه خو یې د ټولنیزو رسنیو کارونکي ورخطا او ملا هبت الله ته «فتنه»وایي

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي په ایکس پاڼې لیکلي، د افغانستان داخلي حالت ګډوډ او د یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

ښاغلي فدایي د طالبانو د سقوط له بحثونو سره سم د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې بللي.

نوموړي لیکلي چې ګڼ طالب فعالان په خپل شیخ هبت الله نیوکې پیل کړي او هغه ته یې د مستعارو اکاونټونو له ادرس څخه د “فتنې” لقب ورکړی.

هغه د طالبانو خپلمنځي اختلافاتو ته د فرصت نوم ورکړی، او له افغان سیاستوالو یې غوښتې چې د یو چتر لاندې راټول شي.