چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 622

د جسټن ټروډو د ۱۲ کلنې واکمنۍ پای؛د کاناډا د مرکزي بانک پخوانی مشر ددې هیواد نوی لومړی وزیر وټاکل شو

0

د کاناډا د مرکزي بانک پخوانی مشر مارک کارني د دې هیواد د لیبرال ګوند د نوي مشر او لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د نوموړي له ټاکنې سره د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو شاوخوا ۱۲ کلنه واکمني پای ته ورسیده.

کارني به د کاناډا د لومړي وزارت ترڅنګ د لیبرال ګوند مشري هم وکړي.

۵۹ کلن کارني د یکشنبې په ورځ د مالیې د پخوانۍ وزیرې کریسټیا فریلنډ سره په سیالۍ کې د لیبرال ګوند له ۱۵۲۰۰۰ غړو څخه ۸۶٪ رایې وګټلې.
کارني له بریا وروسته په خپله وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په اشارې سره وویل: «یو څوک غواړي زموږ هېواد کمزوری کړي. “هغه د کاناډا پر کارګرانو، کورنیو او سوداګرۍ برید کوي، او موږ به پرېنږدو چې نوموړی بریالي شي.”

پاکستان کې کړکیچ؛اصف علي زرداري به نن ددې هیواد د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړي

0

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به نن د دغه هېواد د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړي.


تمه ده چې ښاغلی زرداری به د پاکستان پر وړاندې د شته ننګونو، اقتصادي ستونزو، امنیتي کړکیچ او په ځانګړې توګه د امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په مسایلو سربیره په افغانستان هم خبرې وکړي.

خیبر پښتونخوا؛ټانک کې د پوځ او تي‌ټي‌پي ترمنځ نښتو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د ټانک ملیزې سیمې اړوند بینه کلي کې د پوځ او تي‌ټي‌پي ترمنځ نښتې شوې.

راپورونه وایي، په دې نښتو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغو نښتو کې ۵ وسله وال هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر؛د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر وکړي.

هغه به په دې سفر کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

نوموړی به تر دغه سفر وروسته د جي۷ هېوادونو په ناسته کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ شي.

هغه به د یادو هېوادونو په ناسته کې په ستراتیژیکو همکاریو او نړیوال ثبات په اړه خبرې وکړي.

العربیه فارسي:د لبنان د حزب‌الله په مشرانو کې پراخ اختلافات رامنځته شوي

العربیه فارسي د باوري سرچینو له قوله، د لبنان د حزب‌الله په مشرانو کې د پراخو اختلافاتو راپور ورکړی دی.

د العربیه د راپور له مخې، د لبنان د پارلمان پخوانی استازی نواف الموسوي او د حزب‌الله ځینې لوړپوړي چارواکي د ابراهیم امین السید نوم د دې وسله والې ډلې د مرستیال منشي په توګه ټاکل کېدو سره مخالف دي او هغه یې په دې تورن کړی چې د جګړې په شدت کې له عراق وتلی وو.

د لبنان پخواني پارلماني استازي او د حزب‌الله غړي دغه راز غوښتنه کوي، چې ټول هغه کسان باید لرې شي، چې وروستیو جګړو کې پاتې راغلي.

د جوزجان والي زندانیانو ته:له اوسني وضعیت څخه پند واخلئ او نور جرمونه مه کوئ

‏د جوزجان لپاره د طالبانو حکومت والي ګل‌حیدر شفق، په دغه ولایت کې له زندان څخه د لیدنې پر مهال بندیانو ته ویلي، چې د دوی ستونزې یې له شیخ هبت‌الله سره شریکې کړې دي.

نوموړي د یاد ولایت له عمومي ززندان څخه د لیدنې پر مهال بندیانو ته ویلي، چې له اوسني وضعیت څخه پند واخلي او نور جرمونه ونه کړي.

اوس مهال په ټول هېواد کې د طالبانو له حکومت سره ۲۴ زره بندیان شته، چې ډېره برخه یې په توقیف کې دي.

ذبیح الله مجاهد:امریکا باید د افغان وژنې ځواب ووایي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د باګرام په اړه د ټرمپ څرګندونې ناسمې دي او دغه راز هغه وسلې چې له دوی څخه نیول شوي اوس مهال د دوی په واک کې دي.

نوموړی وايي، امریکا شل کاله د افغانستان خلک وژلي، ځورولي او اوس باید ځواب ورکړي.

مجاهد یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له امریکا سره د رسمي تعامل غوښتونکي دی او که دا هېواد د فشار له لارې د خپلو اهدافو د پوره کېدو نیت لري؛ نو دا چاره هیڅ پایله نه ورکوي.

هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په ریښتیني معنی له دوی سره تعامل ته را ودانګي.

سیف الاسلام خیبر:تېرو شلو کالو کې د ښځو له حقونو سیاسي ګټه اخیستل کېده

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، چې تېرو شلو کالو کې د ښځو له حقونو سیاسي ګټه اخیستل کېده.

نوموړی وایي، دا چاره اوس هم د یو شمېر نړیوالو سازمانونو له اړخه روانه ده.

هغه ویلي، چې د دوی حکومت کې د ښځو هر ډول شرعي حقونه تامین شوي دي.

خیبر دغه راز زیاته کړې، چې ځینې کړۍ هڅه کوي چې له دې لارې افغانستان کې د پردي کلتور دودولو ته لاره هواره کړي.

خیبر پښتونخوا؛وسله والو د کرم سیمې کې درې پاکستاني سرتېري وژلي

نامعلومو وسله‌والو د خیبر پښتونخوا د کرم سیمې کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی.

په دې برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

برید د درنو او اتومات وسلو په وسیله د کرم میانه د “تکره پټي” په سیمه کې ترسره شوی.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ډېری وخت دا ډول بریدونه د ټي‌ټي‌پي ډله ترسره کوي.

ذبیح الله مجاهد:پاکستان د خپل هیواد په امنیت ساتلو کې پاتې راغلی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي؛ خو دغه هېواد ډېر کله د خپل بام واورې پر دوی ور اچوي.

نوموړی وايي، پاکستان ادعا کوي، چې دوی ټي‌ټي‌پي ته ځای ورکړی؛ خو دا خبره غلطه ده او پاکستان باید خپل امنیت خپله ونیسي.

هغه ویلي، دوی نه غواړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.