چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 621

عبدالخالق صادق:د ښونځیو کیفیت مو صفر دی

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت مرستیال عبدالخالق صادق ویلي، چې افغانستان کې د ښوونځیو کمیت زیات؛ خو کیفیت یې ټیټ دی.

هغه ویلي، چې دوی هڅه کوي د کیفیت د لوړولو لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته مړې، که واخان کې هم یو تن ته د زده‌کړو زمینه برابره نه وي؛ نو کابل او کندهار کې پر دوی دردیږي.

صادق خان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له تېرو نږدې څلورو کالو راهیسې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي.

عبدالباقي حقاني:د هېواد پرمختګ په عصري زده‌کړو پورې نغښتی دی

د طالبانو حکومت د ازموینې ملي ادارې مشر او د لوړو زده‌کړو وزارت پخواني سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني ویلي، چې عصري علوم د ټولنې اړتیا او د یو هېواد د پرمختګ اساسي علت دی.

هغه نن د پوهنې وزارت اړوند یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د یو هېواد پرمختګ په دوو شیانو کې نغښتی دی، چې یو یې عصري علوم او بل یې اهل ته د کار سپارل دي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له نږدې څلورو کالو راهیسې هېواد کې د ښځو پر وړاندې د عصري علومو دروازې تړل شوې دي.

قرغیزستان او اذربایجان؛د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د قرغیزستان او اذربایجان یو شمېر چارواکو ویلي، چې دوی د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره لېواله دي.

د قرغیزستان د کانونو وزارت پخوانی معین، او د اذربایجان د کانونو وزارت پخواني معین، ازر شکوروف د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست، هدایت‌الله بدري سره کتلي او ویلي یې دي، چې هېوادونه یې د افغانستان په کانونو په ځانګړي ډول د نفتو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

طالب لوري بیا یادو کسانو ته د اسانتیاوو ډاډ ورکړی.

اتونبایووا؛نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وینا کوي

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره، روزا اتونبایوا نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه وینا وکړي.

نوموړې دا وینا د افغانستان پر وخت د شپې یوولس بجې کوي.

اتونبایوا په داسې حال کې د افغانستان په اړه غږیږي، چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د یوناما فعالیت منفي ارزولی او ویلي یې دي، چې دوی د طالبانو د حکومت پر مثبتو کړنو سترګې پټوي؛ خو کوچني منفي مسائیل بیا په قصدي ډول لوی ښيي.

رویټرز:روسي ځواکونو په کورسک کې له اوکراین درې نورې سیمې نیولې

0

رویټرز د یو شمېر سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونه په دې هڅه کې دي، ترڅو اوکرایني ځواکونه له کورسک څخه وباسي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روسیې دفاع وزارت په کورسک کې د اوکرایني خواکونو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي.

رویټرز ویلي، چې تېره یکشنبه د اوکراین په لویدیځ ورسک کې هم روسیي ځواکونو درې نورې نوې سیمې نیولې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دمګړی امریکا د یادې جګړې د ختمولو هڅه کوي.

ډونالډ ټرمپ:اوکراین سره د معلوماتو تبادله ځنډول شوې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له اوکراین سره یې د معلوماتو تبادله ځنډولې او تمه لري، چې په سعودي عربستان کې به خبرې مثبتې پایلې ورکړي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا کییف سره یې د معلوماتو تبادله درولې؛ ویلي، چې تقریبا دا کار یې لغوه کړی.

بل لورته یو شمېر امریکايي چارواکي وايي، چې سپینې ماڼۍ دا کار پر زیلنسکي د فشار لپاره کړی، ترڅو نوموړی د اوکراین د سولې لپاره له ټرمپ سره همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سعودي عربستان ته هم تللی.

مارکو روبیو:د حماس د ملاتړ کوونکو ګرین کارتونه باید لغوه او له امریکا څخه وویستل شي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، امریکا کې دې د هغو کسانو دایمي ویزې او ګرین کارتونه لغوه شي، چې د حماس ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، چې یاد کسان باید له امریکا څخه هم و اېستل شي.

هغه د خپلې سناتورۍ په دوره کې هم ویلي و، چې امریکا باید د حماس د ملاتړ کوونکو ګرین کارتونه لغوه کړي.

په همدې حال کې بیا د امریکا فدرال حکومت ویلي، هغه فلسطیني محصل یې هم نیولی، چې د کلمبیا پوهنتون کې یې د اسرائیل پر ضد په شوي لاریون کې کلیدي رول درلود.

پنسلوانیا؛د لنکستر ښار هوايي ډګر ته څېرمه یوه کوچنۍ الوتکه را غورځېدلې

0

د پنسیلوانیا سیمه‌ییز مسوولین وايي، چې د لنکستر ښار هوايي ډګر ته څېرمه یوه کوچنۍ الوتکه لوېدلې.

دوی وايي، په یاده الوتکه کې پنځه تنه سپاره وو، چې ټول ژغورل شوي دي.

دا الوتکه د متقاعدینو په یو پارک کې رالوېدلې ده.

تر اوسه د دغې پېښې علت معلوم نه دی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې څو الوتکې لوېدلې دي.

احمد شرع:یو شمیر کورني او بهرني کړۍ سوریه کې د کورنۍ جګړې په لټه کې دي

0

د سوریې انتقالي حکومت مشر احمد شرع یوځل بیا ټینګار وکړ چې د دغه هیواد حکومت به هیڅ بهرني او کورني ځواک ته اجازه ورنه کړي چې سوریه کې ګډوډي یا کورنۍ جګړې ته واړوي.

احمد شرع د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي وینا کې وویل چې سوریه د کورنۍ جګړې په لور د دې هېواد د اړولو له هڅو سره مخامخ ده.

د احمد شرع دا وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د سوریې په ساحلي سیمه کې تاوتریخوالی دوام لري.

ترکیې او د اسلامي همکاریو سازمان؛په سختو شرایطو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوو

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د ترکیې بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا لپاره ټاکل شوي رییس د افغانستان په اړه خبرې کړې.

دوی، په یوه ناسته کې چې په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان په دفتر کې ترسره شوې، د افغانانو د ملاتړ او له اوسنیو چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په اړه د رغنده خبرو اترو د دوام پر ارزښت ټینګار کړی.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت هم خبرې کړې دي.