چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 573

د طالبانو د عدلیې وزارت؛له پاکستان څخه د شړل شویو کډوالو سره د مرستې غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د عدليې وزارت له خیریه بنسټونو، د معاملاتو دفترونو او د ملکیتونو له مالکانو غوښتي چې له هغو افغان کډوالو سره مرسته وکړي چې له پاکستانه را شړل شوي دي.

یاد وزارت ویلي، د معاملاتو دفترونه باید له کډوالو سره د مناسبې کرایې په ورکړه کې همکاري وکړي او له غیرقانوني کمېشن اخیستو ډډه وکړي.

همداراز له ملکیت لرونکو غوښتنه شوې چې خپل کورونه بېرته راستانه شویو ته په مناسب قیمت ورکړي.

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان:که دښمن مو تېروتنه وکړه، زموږ په قوي وسلو به په نښه شي

0

د ایران د ځمکنيو ځواکونو قومندان کیومرث حیدري ویلي، چې دښمن که په هره کچه تېروتنه وکړي؛ نو زموږ د لیرې واټن ویشتونکو وسلو له لوري به په نښه شي.

هغه ویلي، چې موږ ځانګړې وسلې لرو چې د ګواښونو پر وړاندې یې کاروو او دا وسلې د هېواد د ځوانانو لخوا تولید شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ډونالډ ټرمپ ویلي وه که له ایران سره خبرو نتیجه ورنکړه؛ نو پوځي اقدام به وکړي.

سیف الاسلام خیبر:تېر یو کال کې مو د یو زر او ۱۳۳ جبري نکاح‌ګانو مخه نېولې

د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې محتسبانو یې په تېر یو کال کې د یو زر او ۱۳۳ اجباري نکاحوو مخنیوی کړی او دا ستونزې یې حل کړې دي.

نوموړي ویلي، چې دوی د ښځو د شرعي حقونو مدافعین دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم ویلي، چې دوی د ښځو ټول حقونه تامین کړي او واک ته له رسېدو وروسته یې په زرګونه اجباري ودونو مخینوی کړی دی.

دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ډېری طالب مشران کم عمره نجونې د پیسو او واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې ځانته نکاح کوي.

کابل ته د خلیلزاد سفر او د ایران او پاکستان ورخطایي؛نجیب الله علي خیل وایي، ګاونډي هیوادونه په افغانستان د بلې سناریو لپاره اماده کیږي

په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب الله علي خیل ادعا کړې چې کابل ته د زلمي خلیلزاد له سفر وروسته ایران او پاکستان له دې اړیکو او وضعیت څخه انديښمن شوي دي.

ښاغلي علي خیل په خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د دواړو هیوادونو استخباراتي ادارو یو شمیر پخوانیو جهادي او سیاسي څیرو او مشخصو افرادو ته د هر ډول احتمالي سناریو د پیل په صورت کې د ګټې اخیستنې لپاره شین څراغ ښودلی دی.

نجیب الله علي خیل لیکلي، چې د ایران او پاکستان له دې کار څخه موخه په افغانستان کې د سیاسي بدلون په صورت کې د خپل رول او اغیز ساتنه ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت:افغانستان او ازبیکستان د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په برخه کې همکارۍ پراخوي

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري د ازبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت له چارواکو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د اوبو لګولو سیسټمونو د اصلاح، د امو سیند د تحکیماتو، د اقلیمي بدلونونو اغېزو او د اوبو سرچینو د اغېزمنې کارونې پر موضوعاتو بحث کړی.

د وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه هېوادونه به د اوبو سپما په موخه د عصري او مؤثرو سیستمونو، لکه څاڅکي او باراني اوبو لګولو، په برخه کې خپلې همکارۍ پراخوي.

ازبیکستاني لوري د دغو نوې ټکنالوژیو د انتقال او پلي کېدو په برخه کې د مرستې ژمنه هم کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر؛د پاکستان له سفیر سره د سوداګرۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګري وزير نورالدين عزيزي کابل کې د پاکستان له سفير عبیدالرحمن نظاماني سره ليدلي دي.

دواړو لوريو په دغه ليدنه کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ پر پياوړتيا، ټرانزیټ پر وړاندې د ستونزو حل او ګډو اقداماتو په تړاو خبرې کړي دي.

دوی همداراز د ټرانزیټي بهير د چټکتيا په موخه پر لا ډېرې همکاري ټينګار کړی دی.

د يادونې وړ ده چې تېره میاشت د تورخم لاره د ۲۷ ورځني ځنډ وروسته، چې پاکستاني لوري تړلې وه پکې دواړو لوريو ته ډېری مالي زيانونه واوښتل.

بلوڅ ملتپال پوځ؛د بلوچستان په مهرستان کې د ۸ پاکستاني کارګرانو د وژنې مسؤلیت منلی

0

د بلوڅ ملتپال پوځ په نوم یوې ډلې د سیستان بلوچستان په مهرستان کې پر اته پاکستاني وګړو د برید مسوولیت منلی دی.

په یاد برید کې د پنجاب ایالت اته وګړي وژل شوي وو.

یادې ډلې ویلي، چې دغو کسانو د ای ایس ای لپاره جاسوسي کوله او د دوی پټنځایونه یې په نښه کول.

دوی ویلي، چې دغه کسان یې له اوږدې مودې راهیسې تر څار لاندې وو.

د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د دغو کسانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد د همغږې ستراتیژۍ د جوړولو غوښتنه یې کړې ده.

حال‌وش:ایراني پولیسو له میرجاوه سیمې څخه ۱۵ تنه نامعلوم لوري ته وړي دي

0

حال‌وش راپور ورکړی، چې ایراني پولیسو د سیستان او بلوچستان له میرجاوه سیمې څخه ۱۵ تنه، چې هیڅ پېژندپاڼې یې نه لرلې وړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کسان، چې د افغانستان د وګړو په نوم وړل شوي، څلور ښځې هم پکې شاملې وې.

راپور کې راغلي، چې نیول شوي کسان نامعلوم لوري ته وړل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې دا خلک له اوږدې مودې راهیسې په دغه سیمه کې اوسېدل.

ملاهبت الله:د شریعت له پلي کولو یو قدم هم نه شاته کېږم

د طالبانو حکومت مشر ملاهبت الله اخندزاده ویلي، چې غربي ټولنه مسلمانان د شریعت پلي کېدو ته هم نه پرېدي.

هغه د قصاص په اړه د غبرګونو دوام ته په اشارې ویلي، چې دوی به هیڅ وخت د شریعت له دې امر نه شاته نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که د ده سر هم لاړ شي؛ نو بیا به هم د شریعت حکم له پلي کولو یو ګام شاته نه شي.

د یادونې ده، چې بادغیس، نیمروز او فراه کې د قصاص د حکم پلي کېدو په غبرګون کې یوناما او یو شمېر نورو بنسټونو د دغه ډول اعدامونو د درېدو غوښتنه کړې وه.

د امریکایي ـ اسلامي اړیکو دفتر:د افغان او کامروني مهاجرو خوندیتوب باید پاتې شي

د امریکايي-اسلامي اړیکو دفتر د امریکا د حکومت هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې د افغانانو او د کامرون د وګړو لنډمهالی خوندیتوب پای ته رسېږي.

دغه دفتر دا اقدام “ظالمانه او ګواښوونکی” بللی او له کانګرس او محکمو یې غوښتي چې د دې پرېکړې مخه ونیسي.

تر دې مخکې د امریکا د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د مې په میاشت کې به د افغان مهاجرو او د جون په میاشت کې د کامروني وګړو د اوسېدو لنډ مهالی خوندیتوب پای ته ورسېږي.