شنبه, جولای 4, 2026
Home Blog Page 571

اروپايي چارواکو؛د اوکراین د سولې وړاندیزونه امریکا ته وسپارل

0

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د اګست په ۱۵مه ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې وګوري، اروپايي چارواکو د اوکراین د سولې طرحه امریکا ته وړاندې کړې ده.

په دې طرحه کې د اوربند د ټینګښت شرط، د هر ډول سرحدي بدلون متقابل موافقه، او قوي امنیتي ضمانتونه شامل دي.

ټرمپ ویلي، ښايي د دواړو لورو ترمنځ د ځمکې د تبادلې پر بنسټ یو تړون وشي؛ خو ولادیمیر زلنسکي هر ډول ځمکنی امتیاز رد کړی او ټینګار یې کړی چې د سولې لاره باید د اوکراین په ګډون وټاکل شي.

د یادونې ده چې مسکو د اوکراین څلور سیمې او د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یو ځای کړې؛ خو ټولې یې په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې نه دي.

پاکستان؛کراچۍ کې د وسله والو برید کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د کراچۍ په قیوم‌اباد کورنګۍ سیمه کې وسله‌والو پر یوه پوسته برید کړی.

په دغه برید کې یو کس وژل شوی او یو پولیس او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د برید مسؤلیت منلی دی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:په هلمند کې زرګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول شول

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معینیت وايي، په هلمند کې د تېرو پنځو میاشتو په عملیاتو کې نیول شوي ۹۴۶۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي یې له منځه وړي دي.

طالب چارواکي زیاتوي، په دې توکو کې شیشه، هیروین، چرس، تریاک، هاک، نوشادر، تیزاب او نور کیمیاوي مواد شامل وو.

د یاد وزارت په وینا، د قاچاق او کاروبار په تړاو له ۱۰۰ ډېر کسان هم نیول شوي دي.

امرالله صالح:د طالبانو او پاکستان ترمنځ لفظي شخړه جوړه شوې سناریو او ډرامه ده

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ روانه لفظي شخړه یوازې پروپاګند، او جوړه شوې ډرامه ده.

هغه د طالبانو پر حکومت تور ولګاوه چې د آی‌اس‌آی په مرسته یې مشهور جهادي مشران، احمد شاه مسعود، حکیم تڼیوال، حاجي عبدالقدیر او استاد رباني، شهیدان کړي او د قومي تفرقې د اچولو لپاره یې د جنرال پرویز مشرف له جوړ شوي روایت څخه بشپړه پیروي کړې ده.

صالح زیاته کړې چې طالبانو د افغانستان د نړیوال نظم او اقتصاد سره د ادغام بې‌ساری فرصت له منځه یووړ او هېواد یې لسیزې شاته یووړ.

د هغه په وینا، تر هغه چې طالبان واکمن وي، د دوی روایت ملي نه‌شي، کېدای او یوازې مشروع، د خلکو له رایو راټوکېدلی حکومت کولای شي روانې ستونزې هوارې کړي.

په خلیفه دین محمد د نیوکو دوام؛دیني عالم رحمت الله اندړ وایي، نوموړی د خوبونو متخصص او عجیب غریب سړی دی

د طالبانو حکومت د لومړني ویاند قاسم حلیمي له لورې خلیفه دین محمد ته د مشرک تر ویلو وروسته دیني عالم مولوي رحمت اندړ د خلیفه دین محمد یوه بله ویډیو خپره کړې او هغه یې د خوبونو متخصص او عجیب سړی بللی.

په دې ویډیو کې چې مولوي اندړ خپره کړې خلیفه دین محمد د کابل د حضرت صیب د علم کیسه کوي چې کشف ورته کیده.

خلیفه دین محمد وايي له حضرت صیب څخه به چې د کوم حدیث شریف پوښتنه وشوه، داسې به یې بیانول لکه هغه صحنه چې ویني او ویل به یې چې په هغه مجلس کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره فلاني او فلاني صحابي هم ناست و.

مولوي رحمت الله اندړ له خلیفه دین محمد څخه پوښتلي:« د کابل حضرت صیب ولې په احادیثو کې یو معتبر کتاب نه دی لیکلی، یا لږ تر لږه د هغو احادیثو مجموعه یې ولې نه ده لیکلې چې حضرت صیب ته یې صحت د مکاشفي له لارې ثابت شوی؟»

مولوي اندړ له خپلو مخاطبانو غوښتي چې پوښتنه یې تر خلیفه دین محمد پورې ورسوي.

بلوچستان ژوب ولسوالۍ؛د پاکستاني پوځ او ټي‌ټي‌پي ترمنځ نښتو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې

د پاکستان پوځ وایي چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالیو تر منځ د بلوچستان ایالت ژوب ولسوالۍ کې نښتې روانې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې نښتو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

له پوځ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو تلفات ۴۷ ته رسېدلي او د عملیاتو پر مهال یې زیاته اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغو وسله والو د افغانستان له خاورې ګټه اخیستله.

که څه هم د پاکستان د پوځ د تلفاتو شمېر نه‌دی خپور شوی؛ خو پوځ یاد جنګیالي د “هند تر ملاتړ لاندې خوارج” بللي دي.

د طالبانو حکومت بیا تل دا تورونه رد کړي دي.

مسعود پزشکیان:د حیرانۍ خبره وه، چې د جګړې پرمهال د ایران بې‌حجابه ښځو هم زموږ د مذهبي مشر ملاتړ کوو

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان له اسرائیل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په اړه ویلي، حيران پاتې شوی چې بې‌حجابه نجونو د «جانم فدای رهبر» شعار لرونکي پوسټرونو سره د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي‌خامنه‌یي ملاتړ کوو.

هغه زياته کړې چې دښمنانو د بې‌هدفه حملو او ترورونو له لارې د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅه کوله.

د یادونې ده، چې اسرائیل له ایران سره د جګړې پرمهال له ولس غوښتي وو، چې د نظام ملاتړ پریدي.

امریکا په اماراتو کې خپلو اتباعو ته:له اسرائیلي ملکیتونو لرې پاتې شئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي ګواښونو له امله دې په متحده عربي اماراتو کې له اسرائیلي ملکیتونو لرې پاتې شي.

دغه خبرداری څو ورځې وروسته له هغه خپرېږي چې اسراییل په اماراتو کې خپل سفارت وتاړه او له خپلو اتباعو یې وغوښتل چې هېواد پرېږدي.

تر اوسه د اماراتو حکومت د امریکا او اسرائیلو د وروستیو خبرداریو په تړاو هېڅ رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

ګڼ شمېر هېوادونو؛د غزې د نیولو په اړه د اسرائیل پراخ عملیات غندلي

د استراليا، آلمان، ايټاليا، نيوزيلنډ او برېتانيا د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې د اسرائيل د امنيتي کابینې پرېکړه چې په غزه کې پراخ عمليات پيل کړي او د غزې ښار ونیسي، په کلکه غندلې ده.

په اعلاميه کې خبرداری ورکړل شوی چې دغه پلان د نړيوالو بشردوستانه قوانينو د نقض خطر لري.

وړمه ورځ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو، چې دوی به غزه په بشپړ ډول باندې ونیسي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د اسرائیلي رژیم له لورې د غزې د نیولو پرېکړه غندو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس لیکلي چې وزارت د اسرائیلي رژیم له خوا د ټولې غزې د نیولو پرېکړه په کلکه غندي.

هغه ویلي، دا اقدام به جګړه نوره هم پراخه کړي او د غزې د خلکو بشري کړکېچ به شدید کړي.

بلخي له نړیوالو او اغېز لرونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې د غزې د کړکېچ د ژورېدو مخه ونیسي، د اوربند لپاره هڅه وکړي او د بشري مرستو د ننوتو لارې پرانیزي.