جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 566

ضیاءالحق امرخېل:د خدای په کور کې پر یو دیني عالم برید خواشینونکی دی

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امیرخېل د مفتي منیر شاکر په مړینه خواشیني ښودلې.

هغه ویلي، چې د خدای په کور کې پر یو دیني عالم برید خواشینونکی دی.

نوموړي د منیر شاکر کورنۍ ته تسلیت ویلی.

مفتي منیر شاکر؛د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه

0

یو شمېر سرچینې وایي، چې مفتي منیر شاکر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

پر هغه نن مازیګر جومات کې برید شوی وو.

تر اوسه چا د دغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

حماس:که اسرائیل اوربند ته غاړه کېږدي؛ نو چمتو یوو، چې د څو اسرائیلو جسدونه ور وسپارو

0

حماس ویلي، چمتو دي چې د اسرائیل له لوري د اوربند هوکړو عملي کېدو په صورت کې د ایدن الکساندر او څلورو نورو اسرائیلي جسدونه دغه هېواد ته وسپاري.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی، چې حماس ویلي د اوربند دویم پړاو به د بندیانو ازادېدو سره پیلیږي او پنځوس ورځې به دوام کوي.

دوی دغه راز له اسرائیلو غوښتي چې غزې ته د بشري مرستو د انتقال اجازه ورکړي.

اسرائیل تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پېښور-اورمړ تاڼه؛پر مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر چاودنه شوې

0

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د پېښور د اورمړ تاڼې د ميره کچوړي سیمې په یو جومات کې پر مفتي منیر شاکر چاودنه شوې.

د معلوماتو له مخې، چاودنه کې هغه او څلور نور کسان ټپیان شوي.

تر اوسه د منیر شاکر د روغتیایي وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ټي‌ټي‌پي ډلې؛پاکستان کې د الخندق پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ

0

پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان ډلې د الخندق پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

دا عملیات، چې پاکستان کې د شرعي نظام د نافذولو لپاره په پسرلي کې پیلیږي، د پاکستان د پوځ، امنیتي ادارو، او استخباراتي شبکو پر ضد ترسره کېږي.

ټي‌ټي‌پي وایي، سږکال به دغو عملیاتو کې فدایي بریدونه، تعرضي حملې، هدفي بریدونه او د نویو لیزري وسلو پر مټ بریدونه شامل وي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو بریدونو لپاره یې دا ځل ګوریلایي قطعه هم چمتو کړې.

پاکستاني ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اکپس څېړنیز سازمان:د ازبکېستان او طالبانو ترمنځ پر یو شمېر مواردو اختلاف شتون لري

د اکپس څېړنیز سازمان وايي، د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د اړیکو له ټینګښت سره سره، یو شمېر اختلافات هم وجود لري.

ازبیکستان کې د افغانستان د پوځي چورلکو غوښتنه، افغانستان کې “د ازبېکستان د اسلامي حرکت” د ډلې د شتون ادعا او پر امو سیند د قوشتیپې کانال جوړېدل د یاد اختلاف اساسي ټکي بلل شوي.

راپور کې راغلي، چې ازبېکستان له لویدیځ سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره له طالبانو سره د نجونو او ښځو د کار او زده‌کړو په اړه هم اختلاف لري.

د طالبانو حکومت تر اوسه دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

رحمت الله نبیل:پاکستان د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره نور ملامتوي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، د پاکستان ستونزې نورې د پټېدلو نه دي.

هغه د بلوچستان پېښې په اړه ویلي، چې پوځ او حکومت هڅه کوي چې خپله کمزوري د نورو په ملامتیا پټه کړي.

نوموړي د پاکستان د پوځ هغه څرګندونې بې اساسه وبللې چې ګواکې بلوڅ د هند او طالبانو له ملاتړه برخمن دي.

د نبیل په خبره، پاکستان په سیمه کې د ناقانونه وسلو لپاره یو لوی بازار دی او دا ډله کولای شي، چې دا وسلې په اسانه تر لاسه کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ د پولو معلومولو د تړون هرکلی کوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي پولو د ټاکلو تړون هرکلی کړی.

دا تړون، چې له نږدې دوو کالو خبرو اترو وروسته شوی؛ له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې معلومې شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام دی.

اعلامیه کې راغلي، چې دا ګام به په منځنۍ اسیا کې د تل پاتې سولې او ثبات یو نوی باب پرانېزي.

بلوچستان – تربت؛د پوځ پر موټریز کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه شوې

0

د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان چاودنه شوې.

پاکستاني رسنیو د چاودنې نوعیت د سړک غاړې ماین بللی؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

لاهم کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د بلوڅ ازادي غوښتونکو ویاند ویلي وو، چې دوی لاهم له پاکستاني پوځ سره په جګړه بوخت دي.

ډونالډ ټرمپ:بګرام اډه د چین په اختیار کې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد هېواد په عدلیې وزارت کې د وینا پر مهال یو وار بیا ویلي، چې د بګرام اډه چین نیولې ده.

هغه ویلي، امریکا باید له افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم دا اډه نه وی پرېښې.

د ټرمپ په خبره، دا اډه د چین له اټومي بټۍ یو ساعت لرې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو ورځ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ وه او په خبره یې چې امریکايي ځواکونه په عزت او پياوړي وتلی شول.