شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 557

العربیه:احمد الشرع له پوتین غوښتي چې بشارلاسد او د سوریې پیسې ور وسپاري

0

د سوریې د نوي انتقالي حکومت مشر احمد الشرع له ولادیمیر پوتین غوښتي، چې مسکو ته د بشارالاسد له لوري د سوریې سپارل شوې پیسې بېرته دوی ته ورکړي.

العربیه بیا د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې الشرع له پوتین غوښتي چې بشارلاسد هم ور وسپاري.

ورته مهال رویټرز ویلي چې روسیې له دغې غوښتنې سره موافقت نه دی کړی.

یو شمېر معترضو مېرمنو؛ټرمپ ته لېږلي لیک کې د خلیلزاد د محاکمه کېدو غوښتنه کړې

یو شمېر معترضو مېرمنو ټرمپ ته لېږلي لیک کې خلیلزاد خیانتکار مامور بللی او د هغه د محاکمه کېدو غوښتنه یې کړې.

دوی ویلي، چې افغان ښځې د خلیلزاد د ناسمو سیاستونو له کبله وځپل شوې.

لیک کې راغلي چې خلیلزاد د امریکا له ارزښتونو سره خیانت کړی او یوې تروریستي ډلې ته یې مشروعیت ورکړی.

فضل هادي مسلمیار:افغان نجونې لا هم د ښوونځي د زنګ په انتظار په کورونو بندیوانې ناستې دي

د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار د نوي کال د پیل په مناسبت ویلي، چې یو بل کال هم نوی شو؛ خو لا هم افغان نجونې د ښوونځي د زنګ په انتظار په کورونو بندیوانې ناستې دي.

ښاغلي مسلمیار په خپله ایکس پاڼه لیکلي، تعلیم یوازې یو انساني حق نه بلکې له تعلیم سره د یوه هېواد پرمختګ، سوکالي، سرلوړي او روښانه راتلونکی تړلی دی.

هغه ویلي:«موږ که وغواړو له نړۍ سره د سیالۍ پر ډګر هسکه غړۍ او سیال ودرېږو، باید په پخپلو خویندو، لوڼو او زامنو زده کړې وکړو، ځوان نسل ته کاري، تعلیمي او د زده کړو په برخه کې هر اړخیز فرصتونه چمتو کړو ترڅو افغان زلمی او افغانه پتمنه خور د نړۍ د سیالو ځوانانو او نجونو سره په تعلیمي ډګر کې داسې هسکه غاړه ودرېږي لکه څومره چې ددې وطن عظمت هسک دی.»

نوموړي دغه راز ویلي، چې تعلیم د یوې کورنۍ، ټولنې، هېواد او په ټوله کې د یوه فرد انساني، اساسي او حیاتي حق دی، چې د جهالت پر وړاندې د مقابلې عالي وسیله او د ټولنې او کورنۍ د تربیت، سوکالۍ او ډاډمن راتلونکي تضمین دی.

امیرخان متقي؛د پاکستان له ځانګړي استازي سره پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او ټرانزیټ خبرې کړې دي.

متقي په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې د هیچا په ګټه نه دي.

نوموړي ویلي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ باید تدریجي او په باعزته ډول وي.

لیدنه کې پاکستاني لوري ویلي چې د افغانستان امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه دی.

لکي مروت؛موټر سایکل سپرو دوه پاکستاني پولیس وژلي

0

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پښتونخوا په لکي مروت کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا برید د دوه موټر سایکل سپرو له لوري شوی وو.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

یونیسف:د نوي ښوونیز کال له پیل سره، ۴۰۰ زره نورې نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، ۴۰۰ زره نورې نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

یاد بنسټ ویلي، چې تر اوسه ۲.۲ میلیونه افغانې نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

دغې بنسټ ویلي، که دا بندیزونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام ومومي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له زده‌کړو بې برخې شي.

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت د یو بل ښوونیز کال په را رسېدو سره بیا هم د له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت؛ناروی هیواد زمونږ یو ډیپلومات منلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ناروي پایتخت اسلو کې د افغانستان سفارت ته د لومړي سکرتر د معرفي کېدو خبر ورکړی.

د یاد وزارت د عامه اړیکو مسوول ویلي چې نجیب الله شیرخان د ناروې له لوري د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه منل شوی دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې اسلو کې به د افغانستان د سفارت کونسلي خدمتونه د ۱۴۰۴ کال د وري له ۴مې یو ځل بیا پیل شي.

علي خامنه‌يي:د امریکا ګواښونه به کوم ځای ونه نیسي

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي وايي، چې د امریکا ګواښونه به کوم ځای ونه نیسي.

نوموړي ویلي، دوی له هیچا سره د جګړې پلوي نه دي؛ خو که څوک ورسره جګړه وغواړي؛ نو باید وپوهېږي، چې بدې پایلې به ورته ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران د اټومي تاسیساتو په پر سر د تهران او واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې دي.

شفقت علي خان:د افغان کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوې وروستۍ نېټه بیا نه نوې کېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند شفقت علي خان وايي، د افغان کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوې وروستۍ نېټه بیا نه نوې کېږي.

هغه ټینګار کړی، چې د اې سي سي کارت لرونکي او غیر قانوني افغان کډوال باید د مارچ تر ۳۱ پورې پاکستان پرېږدي.

نوموړي په دې اړه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي شورا اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، چې پاکستان د دغې شورا غړی نه دی؛ نو له دې امله دغې شورا سره کومه همغږي نه لري.

شفقت علي خان ویلي، له افغان کډوالو سره په تېرو شلو کالونو کې هر شوی کمک د پاکستان د غوښتنو پر اساس وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده:زلمی خلیلزاد افغانستان ته د امریکایي پلاوي د سفر برخه نه وه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده ټامي بروس وايي، د افغان سول لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هیڅ رسمي دولتي موقف نه لري.

مېرمن بروس په یوه خبري غونډه کې ویلي، نپوهېږي، چې زلمی خلیلزاد ولې له رسمي موقف پرته د یو هئیت په مشرۍ افغانستان ته تللی.

هغې له طالب چارواکو سره د خلیلزاد د ناستې په اړه هم له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

د یادونې ده چې زلمی خلیلزاد د پنجشنبې مازیګر د یوپلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و.