جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 552

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه:په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او تحصیل مخنیوی لویه بې‌عدالتي ده

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او تحصیل مخنیوی لویه بې‌عدالتي ده، چې پر نسلونو به منفي اغېز ولري.

دې سازمان پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د نجونو ځای په مکتب کې دی.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې نجونې د درېیم پرله‌پسې کال لپاره د زده‌کړو له حقه محرومې شوي، او مکتبونه د دوی له شتون پرته پرانیستل شوي دي.

دغه اداره وایي، چې د ښځو او نجونو اساسي حقوق باید ژر تر ژره بېرته احیا شي.

جان ساپکو:هر ځل امریکایي پوځ چې یو ملکي افغان وژلی؛ نو درې یا څلور نوي ترهګر یې رامنځته کړل

د امریکا د سیګار ادارې پخوانی مشر جان ساپکو وایي، چې د افغانستان د حکومت پراخ فساد او د لوېدیځو هېوادونو تېروتنو طالبان بېرته واک ته ورسول.

هغه ویلي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ده او د ډېرو امریکایانو لپاره د شرم وړ و.

ساپکو ټینګار کړی، چې افغانستان د امریکا اوسني حکومت ته ارزښت نه لري، نو ځکه یې له بې‌وزله افغانانو سره مرستې کمې کړې.

نوموړي ویلي، چې د ټرمپ اداره نه غواړي، چې د امریکا بشري مرستې طالبانو ته ورکړل شي.

ساپکو ادعا کړې، چې امریکا غوښتل افغانستان د “کوچنۍ ناروې” په څېر بدل کړي؛ خو د دې هېواد واقعي شرایط یې درک نه کړل.

هغه فساد، د بشري حقونو ضد عناصرو ملاتړ، او د افغانستان وضعیت نه درک کول، د امریکا د ناکامۍ عوامل بللي دي.

ساپکو ویلي، چې هر ځل د امریکا پوځ یو ملکي افغان وواژه، نو درې یا څلور نوي ترهګر یې رامنځته کړل.

مایکل کوګلمن:امریکا له طالبانو سره محدود تعامل په افغانستان کې د چین او ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره کوي

مایکل کوګلمن چې د واشنګټن د ویلسن څېړنیز مرکز له مشرانو څخه دی وايي، سره له دې چې د امریکا پلاوي کابل ته سفر کړی او د حقاني شبکې د مشرانو لپاره ټاکل شوې جایزې یې لرې کړې؛ خو د امریکا او طالبانو په اړیکو کې کوم لوی بدلون نه دی راغلی.

کوګلمن فارن فالیسي مجلې ته په یوه مقاله کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې حضور او د امریکايي بندیانو مسئله، د دې سبب شوې چې د ټرمپ اداره له طالبانو سره محدود تعامل ولري.

هغه ویلي، چې په افغانستان کې د چین او ایران نفوذ مخ پر زیاتېدو دی او امریکا هڅه کوي له دې بهیر څخه مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټرمپ دریځ د طالبانو او افغانستان په اړه “سوداګرانه” دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر راپورونه وایي، چې امریکا په کابل کې خپل سفارت پرانېزي.

اوچا:د طالبانو له لوري د نجونو د محرومیت رامنځته شوی رواني فشار د زغملو نه دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د نجونو د محرومیت له امله رامنځته شوی رواني فشار د زغملو نه دی.

یادې ادارې یو راپور کې ویلي، چې د تېر کال راهیسې له ۱۳ کالونو څخه تر ‍۱۷ کالونو پورې نجونې ښوونځي ته نه دي تللې او په همدې عمر کې بیا ۷۴ سلنه هلکان ښوونځیو ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یونسیف ویلي و، چې روان کال ۴۰۰ زره نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د اسرائیل پوځ؛د سوریې په حمص کې دوه نظامي اډې ویشتي

0

اسرائیلي پوځ اعلان کړی، چې په حمص کې دوه نظامي اډې په نښه کړې دي.

یاد پوځ ویلي، چې پالمیرا او ټي فور نظامي اډې یې وېشتلې دي.

دا دویم ځل دی، چې اسرائیل پر سوریې بریدونه کوي.

تر دې وړاندې د سوریې د نوي حکومت مشر احمد الشرع ویلي وو، چې که اسرائیل له دې عمل لاس وانخلي؛ نو اړیکې به یې ورسره خړې پړې شي.

پاکستانۍ رسنۍ:۵۰ نیول شوي افغان ماشومان بېرته خپل هېواد ته ولېږدول شول

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان پولیسو پنځوس هغه افغان ماشومان بېرته خپل هېواد ته لېږلي، چې په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته تللي وو.

د لنډي کوتل د پولیسو مشر عدنان افریدي ویلي، چې په دې وروستیو کې ۷۰۰ افغان ماشومان په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته تللي دي.

نوموړی زیاتوي چې یاد ماشومان د نشه‌يي توکو په قاچاق کې لاس لري.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا له کانګرس؛د دوه ګوندونو غړو غوښتي، چې پر عاصم منیر بندیزونه ولګوئ

0

د امریکا د دوه ګوندونو غړو د دغه هېواد کانګرس ته هغه لایحه وړاندې کړې چې له مخې یې د پاکستان د پوځ په لوی درستیز یو شمېر بندیزونه ولګېږي.

په لایحه کې راغلي، چې عاصم منیر د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او نورو سیاسي مخالفینو په نیول او ځپلو کې ښکېل دی.

یادو کسانو د امریکا له حکومته هم غوښتي، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو هغه نور کسان هم په ډاګه کړي، چې د سیاسي مخالفینو نیولو کې لاس لري.

ذبیح الله مجاهد:ژر به د کاسا زر پروژې او واخان سړک دویم فاز چارې پیل شي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په پام کې ده، چې د کاسا زر پروژې او واخان سړک دویم فاز چارې پیل شي.

نوموړي په کندهار کې د دوه ځمکنیو ټرانسپورټي ټرمېنلونو د پرانیستې پر مهال ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به د افغان ټرانس پروژې چارې هم پیل شي.

د هغه په خبره، د طالبانو حکومت په لویو پروژو چټک کارونه روان کړي دي.

مصر؛غزې کې د اوربند ټینګېدو طرحه وړاندې کړې

0

په داسې حال کې چې غزه کې د اسرائیل بریدونو زور اخیستی؛ تازه داسې راپورونه خپاره شوي، چې مصر په غزه کې د اوربند ټینګېدو لپاره طرحه وړاندې کړې ده.

د دغې طرحې پر اساس به حماس هره اوونۍ پنځه زندانیان ازادوي او اسرائیل به بریدونه ودروي.

د طرحې بله برخه کې بیا د غزې له سیمو څخه په ضمانت د اسرائیل پوځیانو یادونه شوې.

د یادونې ده، چې اوس مهال له حماس سره ۵۹ بندیان شته، چې ښايي ۲۴ یې ژوندي وي.

عباس عراقچي:افغان کډوال په باعزته ډول خپل هېواد ته ستنوو

‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې افغان کډوال به په باعزته او تدریجي ډول خپل هېواد ته ستنیږي او دا لړۍ روانه ده.

هغه ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره په ګډه د ناقانونه کډوالو پر ستنولو هوکړې ته رسېدلی دی.

د یادونې ده، چې ایران وايي، په دغه هېواد کې له پنځو میلیونو زیات افغان کډوال مېشت دي، چې ډېر یې قانوني اسناد نه لري.